افغانستان

د تحریک طالبان پاکستان جګپوړی مشر په افغانستان کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه ۲۰ قوس ۱۳۹۴): د افغانستان په پکتیا ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان یو مشر وژل شوی او ۱۵ نور ملګري یې د افغاني ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د پاکستان یوه خبري تلویزوني چېنل په خپل راپور کې ویلي چې د سعید داور الیاس اریانا په نوم د تحریک طالبان پاکستان یو مشر د ډیورینډ کرښي څخه د افغانستان خواته د افغاني ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د تلویزون په وینا افغان ځواکونو وروسته تر هغه دغه عملیات د پاکستاني طالبانو پر ضد پیل کړی کله چې د اسیا زړه کانفرانس کې پاکستاني لوري د اشرف غني احمدزي څخه د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د عملیاتو غوښتنه کړې وه. ویل کیږي اشرف غني د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل هم د پاکستان په خوښه له دندي ګوښه کړی.

د سعید داور په اړه ویل کیږي چې د تحریک طالبان پاکستان د پخواني مشر حکیم الله محسود او مولانا صادق نور ډېر نیژدې کس وو.

نوموړی د حکیم الله محسود سره د هغه تر وژل کیدو پوري یو ځای وو، وروسته چې د ۲۰۱۴ په جون میاشت کې پاکستان په وزیرستان کې د پاکستان ضد عناصرو پر ضد عملیات پيل کړل، نوموړی د افغانستان لوري ته وتښتېد، چې د پاکستاني چارواکو په وینا هلته په افغانستان کې يې د پاکستان پر ضد عملیات پلانول او ازاد ګرځېد.

یوه افغاني تلویزون تیره شپه هغه غوښتني کشف کړي چې د پاکستان لوري د ولسمشر اشرف غني څخه په مشخصه توګه غوښتي وې، چې په لاندي ډول دي:

لومړی: ملا فضل الله چې په پاکستان کې په یوه مکتب باندي په برید تورن دی، په افغانستان کې خوشي ګرځي، باید ونیول شي او پاکستان ته وسپارل شي.

دوهم: د افغانستان په میډیا کې د پاکستان پر ضد تبلیغاتو ته د پای ټکی کښېښودل شي، دغه تبلیغات کنټرول شي، هغه که ازاد تلویزونونه کوي او که یې سیاسي مبصرین کوی.

دریم: هندوستان د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي، ددې مخه باید ونیول شي.

څلورم: که د افغانستان سیاسيون د پاکستان پر ضد د تبلیغاتو څخه لاس وا نه خلی، نو په پاکستان کې به د ۳ ملیونه افغان مهاجرینو ژوند د پخوا په شان نه وي.

پنځم: د افغانستان په رسنیو کې باید د پښتونستان او یا د بلوڅانو ستونزو ته لمن ونه وهل شي.

شپږم: د افغانستان له لوري دي د وزیرستان په لوري د راکټونو مخه ونیول شي.

اوم: مونږ په وزیرستان او نورو ځایونو کې د افغاني طالبانو او حقاني نیټورک په خلاف پراخ عملیات کړي، چې ټوله نړۍ یې شاهده ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x