افغانستان

د ملي امنیت نوی مشر مسعود اندرابي څوک دی؟

نن ټکی اسیا (جمعه ۲۰ قوس ۱۳۹۴): د ملي امنیت  له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان جمهوري یاست عالي مقام د ملي امنیت لوی ریاست ته محمد معسود انداربي د سرپرست په توګه ور پيژندلی.

ددغه ریاست پخواني مشر رحمت الله نبیل وروسته تر هغه ولسمشر اشرف غني ته خپله استعفا وړاندي کړه، کله چې نوموړی یو ژر اغیزمنونکی شخص وباله او وې ویل چې په پاکستان کې د نواز شریف د تود هرکلي او یو ویشت توپونو په سلامۍ وغولید.

نوموړي په پاکستان کې د اشرف غني پر څرګندونو د کلکو نیوکو وروسته وویل «شکر زه خو په کي نه یم». نبیل پاکستان ته د اشرف غني سره نه وو تللی.

مسعود انداربي د رحمت الله نبیل د استعفا وروسته په ارګ کې د یوې بیړنۍ امنیتي ناستي وروسته د ملي امنیت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

په دې اړه د ملي امنیت څخه نن ټکی آسیا ته په را رسیدلي خبرپاڼي کې ویل شوي چې مسعود انداربي د ډاکټر عبدالله لوري په رسمي توګه د ملي امنیت لوی ریاست ته ور وپيژندل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي: «ښاغلی محمد مسعود «اندرابی» نن جمعه د ۱۳۹۴ لمریز کال د لیندي میاشتی (۲۰ نیټه ) د افغانستان د اسلامی جمهوری د ملی یووالی حکومت د اجرائیه رئیس ښاغلی داکتر عبدالله(عبدالله) لخوا د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملی امنیت لوی ریاست رهبری او منسوبینو ته ور وپیژندل شو او په خپل کار یې پیل وړکړ. »

په خبرپاڼه کې د ملي امنیت د نوي مشر په اړه لاندي معلومات ورکړل شوي:

«د افغانستان د ملی امنیت لوی ریاست د سرپرست ښاغلی تورن جنرال محمد مسعود اندرابی پیژند پاڼه

ښاغلی تورن جنرال محمد مسعود اندرابی چې تر دا مهاله یې د ملی امنیت لوی ریاست د اوپراتیفی مرستیال په توګه دنده تر سره کړی، د مدیریت او معلوماتی تکنالوژی په برخه کې یې لوړې زده کړي لري. جنرال اندرابی د ملی ژبو سر بیره په عربی، اردو او انګلیسی ژبو باندې هم په بشپړه توګه بلدیت لري. ښاغلی اندرابی د بغلان ولایت په اندراب ولسوالی کې زیږدلی ، متاهل او دوه لورګاني او یو زوی لري.
ښاغلی محمد مسعود اندرابی د لوړو زده کړو له پای ته رسولو وروسته، په ملی او نړیوالو نهادونو کې په بیلابیلو پستونو کې دنده تر سره کړی ده. نوموړی اووه «7» کاله د نړیوال سازمان په پراختیایی دفتر کې د افغانستان لپاره د پراختیایی برنامو د مسؤل په توګه، د هیواد د بیارغاونې او د ټولنیز پرمختګ په لاره کې موثر کارونه تر سره کړی دي.
ښاغلی محمد مسعود اندرابی د ملی امنیت لوی ریاست د رهبري په کچه دنده تر سره کړی. له دوو کالو راهیسی د ملی امنیت لوی ریاست د اوپراتیفی مرستیال په توګه یی د ملی ګټو د ساتني او د هیواد د ملی امنیت پر وړاندې د ګواښونو پر ضد کلکه مبارزه کړی او د ستایني وړ لاسته راوړنې یې د ملی امنیت ارګان ته ور په برخه کړی دي.
ښاغلی محمد مسعود اندرابی د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د امنیتی او دفاعی ځواکونو د یو ځوان پوځي افسر په توګه د هیڅ یو سیاسی ګوند غړیتوب او د هیڅ کوم بهرنی هیواد تابعیت نلري.
افغانستان ته د ښاغلی اندرابی بی ساری خدمتونه، سیاسی بی طرفی، مسلکی غښتلتیا او د نوموړی کاری تجربي د دې باعث شو ترڅو د افغانستان د اسلامی جمهوری ریاست عالی مقام لخوا د یو فرمان په ترڅ کې د ملی امنیت لوی ریاست د سرپرست په توګه معرفی شو. »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرحمن زاهد

دا خو مو ونه ویل چی فارسو ده که فشتو ده نبیل خو ږیره دکفارو فه څیر جوړه کړی وه دده به فه څه حال وی

اومید خان

مسعود اندرابی له موره پښتون او له پلاره تاجک دی خو له پښتنو سر سخت مخالف کس دی ده خپلی لوړی زدکړی هم دستنس یا له لری زدکړی کړي او هغه هم د پاکستان د پرستن په پوهنتون کی چی صرف امتحان ته به ورتلو

pattang

اصلا خو مورنۍ ژبه وي ځکه چې مور له کوچني سره ډیر تماس لري او ورسره غږیږي خو د
پښتانه لاس تور سپي څټلی دی او دا هغه بدبختي ده چې پښتون په خپله ژبه شر میږي او
همت نلري افسوس افسوس !!

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x