نظــر

ګډ حکومت د آی اس آی په خوښه د ملي امنیت په مشرتابه کې بدلون راوست

عبدالله ابن مبارک احمدزی-

«اشرف غني د ملي امنیت رئيس له خپلې دندې ګوښه کړ»

دا هغه جمله ده چې له تېرې ورځې را په دېخوا د هر خبرې سرویس او خبري سرچینو سرخط جوړوي.

له هغې وروسته چې د جان کیري په لاس د ګډ حکومت په نوم د یو ناکام او ضعیف حکومت بنسټ کېښودل شو بیا د یو لړ ملحوظاتو(د استخباراتي سند لغوه کول او داسې نور) له وجې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیاسي اړیکې خرابې شوې وې،وړمه ورځ اشرف غني د یوه لوړ پوړي هیآت په مشرۍ پاکستان ته د آسیا د زړه په کنفرانس کې د ګډون په پلمه لاړ،د کنفرانس په جریان کې هغه څه چې باید ویل شوي وو ونه ویل شول،د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني چې هر وخت هر ځای په هره پېښه کې پاکستان او د پاکستان استخبارات ګرم ګڼي په دې وخت کې څه و نه ویل او څنګزنو مسایلو ته یې نغوته کوله،چې کله اشرف غني د وینا کولو له پاره وغوښتل شو هغه د سلګونو خلکو په مخ کې د دې پر ځای چې د پاکستان هغه تعریف یې کړی وای کوم چې دی یې په ارګ کې وخت نا وخت کوي بلې خواته لاړ او له پاکستانه یې هغه څه وغوښتل کوم چې دا څوارلس کاله حامد کرزي غوښټي وو،لنډه دا چې د «آسیا زړه» په نوم کنفرانس کې د افغاني هيات ټولو برخه والو داسې څرکندونې و نه کړې لکه څڼګه چې تمه یې کېده،بیا د کنفرانس په څنډه کې په خپله اشرف غني د بندو دروازو تر شا له راحیل شریف سره یو ساعت پټې خبرې وکړې؛خو د کارپوهانو په اند دا د اشرف غني دنده نه ده چې له راحیل شریف سره دې پټې خبرې وکړي، دا د حنیف اتمر دنده وه،ویل کیږي چې په دې یو ساعتیزه خصوصي ناسته کې راحیل شریف یو لړ غوښتنې کړي دي او اشرف غني هم ورسره منلي دي، چې یوه غوښتنه یې هم د ملي امنیت د لوی ریاست د رئيس لرې کول و. او همدارنګه په ټول امنیتي سکتور کې د پام وړ تغیرات راوستل هم هغه څه و چې راحیل شریف یې غوښتنه کړې ده،وروسته له هغې چې اشرف غني له یاد کنفرانس نه بېرته کابل ته راستون شو د ارګ په رسمي پاڼه کې یې ځینو مهموخبرو ته غیر مستقیمه اشاره وکړه ؛د ارګ په رسمي فسبوک پانې او همدارنګه په ځينو نورو آډرسونو کې دا خبره په صراحت سره شوې وه چې اشرف غني غواړي د ملي امنیت په ګډون په ټول امنیتي سکتور کې د پام وړ تغیرات راولي.لکه د ملي امنیت په اداري ترکیب،د دفاع وزارت په لوړو پوسټونو،او د کورنیو چارو وزارت په معینیت او او نورو سترو شعباتو کې،اشرف غني دا تصمیم وروسته له هغې نیسي چې د پاکستان نه راستون شو او په دې اړه له ځینو سره دا پوښتنه او شک پيدا شوی چې اشرف غني او کابینه یې نور خلک د پاکستان په غلامۍ تورنوي خو دوی چې په دومره سپين سترګۍ د پاکستان د ستر درستیز په فرمایش د خپل هېواد په شمزۍ(ستون فقرات) کې تغیرات راولي دېته به څه نوم ورکوو؟

یو بل ټکی چې د افغان پلاوي ضعف او عاجزي په ډاګه کوي هغه دا ده چې ولې افغان پلاوي له اشرف غني نیولې تر ټيټ پوړي غړې پورې د پاکستان د اصلي او دومخیز سیاست په اړه حقې او مناسبې خبرې ونکړې؟دوی چې دلته په کابل کې خبرې کوي له مشره تر کشره،له واړه تر زاړه،له وزیره تر اجیره ټول په یوه خوله پاکستان د افغانستان په خاوره کې د نا امنۍ په جوړولو او ایجاد کې ښکېل ګڼي خو په داسې یو حساس وخت کې چې د آسیا زړه کنفرانس نیول کیږي او ښه مناسب وخت یې هم دی دوی بیا له یوه مخه چورلټ د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ پوره ۱۸۰ درجې بدلوي، او هغه جدیت،شدت او سرعت چې دوی یې په ارګ کې لری دلته په پاکستان کې هغه پوره درې زاویې د نرمښت او سستې و خواته میلان کوي. اوس ځينو افغانانو ته پوښتنه پيدا کیږي چې اشرف غني او بدرګه کوونکي هیآت یې ولې داسې وکړل؟ولې دوی پاکستان ته مخامخ و نه ویل چې ته مو په هېواد کې نا امنۍ او بد امنۍ جوړوې؟ولې یې د پاکستان له سیاست نه د افغانستان پر وړاندې پرده پورته نکړه؟ او داسې نورې……

اشرف غني د روان میلادې کال په لومړنیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو هوکړه لیک هم لاسلیک کړی و چې بیا د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو،او داسې هم ویل کیږي چې د دې سند په لاسلیکولو کې څو میلیونه ډالر رشوت هم اخیستل شوی دی چې دا موضوع د پخواني وزیز فاروق وردګ له خوا دا خبره او معامله افشا شوه خو ددې له پاره چې د فاروق خوله پټه شي د ارګ په غوښتنه قاضي محمد امین وقاد د فاروق وردک کور ته د ننواتې د پاره ورغی او پسونه یې له ځانه سره وړي وو څو چې هغه له خپلې خبرې واوړي یا دې چوپ پاتې شي چې همداسې وشول هم؛ فاروق وردک له هغه وروسته خوله پټه وساتله او دا موضوع همدلته پاته شوه،له هغه وروسته چې په اشرف غني د خلکو نیوکې زیاتې شوې هغه هم دېټه اړ شو چې له پاکستان سره د استخباراتي همکارۍ سند بېرته لغوه کړي؛ خو وړمه ورځ چې اشرف غني او راحیل شریف د بندو دروازو شاته یو ساعت خبرې کړي دي وروسته به یې په عملې بڼه وګورو.

عبدالله ابن مبارک احمدزی
۲۰۱۵/۱۲/۱۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x