افغانستان

کابل کې د بهرنیانو میلمستون او اسپانیا سفارت تر بریدونو لاندي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۴ ل): د کابل ښار د لسمي امنیتي حوزي اړوند په شیرپور سیمه کې تر لومړۍ زوروري چاودني وروسته اوس هم ډزي کیږي او امنیتي ځواکونه یې د قابو کولو هڅي کوي.

ډزي د لنډ وخت لپاره ودرېدلي خو وروسته یوځل بیا پيل شوي چې تراوسه رواني دي.

سرتیري بریدګر د اسپانیا سفارت ته نژدې د بهرنیانو یوه میلمستون ته ننوتي او هلته یې جګړه پيل کړي ده، ځینو سرچینو د مرګ ژوبلي په اړه راپورونه ورکړي خو د قیقه شمېره یې په خپلواکه توګه نه ده روښانه شوي.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت وایې چې په کابل کې ددوی د سفارت ودانۍ تر برید لاندي ده.

طالبانو د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی او وایې چې بهرنیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولي ده.

برید نن جمعه د لېندۍ په ۲۰مه نېټه ماښام مهال د کابل په خوندي سیمه شیرپور کې د موټر بم په زوروره چاودنه سره پیل شو، تر چاودني وروسته سرتیرو بریدګرو د میلمستون تر ودانۍ ځان ورسوی او د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې شکیل شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د بریدګرو شمېر د دریو تنو په شاوخوا کې ښیې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x