نادري ناولده

امریکا: د پوهنتون په دروازې د قرآن ایت ځړول شوی

49978 180x180

د امریکا په یو پرمختللي پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي د کتابتون په دروازه د النساء سورت (۱۳۵) ایت لیکل شوی.

د هارفورډ پوهنتون رئیس په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په دې قرآني ایت کې د انصاف او عدالت لوی مفهوم پروت دی، او د کتابتون په دروازې ئې ځړول د هغه نندارتون یوه برخه ده چې د (عدالت) تر نامه لاندې جوړ شوی دی.

د حقوقو پوهنځي د استاذانو شوری نوموړی قرآني ایت د انصاف او عدالت تر ټولو ستره بیلګه بللی، او ویلي ئې دي چې د عدالت هغه مفهوم چې په دې قرآني ایت کې پروت دی په تاریخ کې ساری نه لري.

د النساء سورت په (۱۳۵) ایت کې الله جل جلاله فرمايي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَىٰ أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ إِنْ يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَىٰ بِهِمَا فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوَىٰ أَنْ تَعْدِلُوا وَإِنْ تَلْوُوا أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا)

ای هغو کسانو چې ایمان ئې راوړی! تاسو تل په انصاف (عدالت) محکم ولاړ اوسئ، خاص د الله (ج) لپاره شاهدان اوسئ، اګر که په دې شاهدۍ کې ستاسو خپل زیان وي، یا مو د مور او پلار زیان وي، او یا مو د خپلوانو زیان وي. که دغه (مشهود او مشهود علیه) شتمن او یا فقیر وي نو الله (ج) له تاسو څخه زیات د هغوی د خیر غوښتونکی دی (حق خبره ددې لپاره مه پټوئ چې د شتمن رعایت وکړئ او په فقیر ترحم وکړئ). نو کله چې انصاف کوئ د نفسي خواهشاتو متابعت مه کوئ. که تاسو خپلې ژبې واړوئ (ژوولې او پیچلې خبره وکړئ) او یا د اصلي خبرې څخه ډډه وکړئ، نو بې شکه الله (ج) په هغه څه ښه خبردار دی چې تاسو ئې کوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x