افغانستان

کابل: د بهرنيانو ميلمستون په ۷ ساعته جګړه کې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه ۲۱ ليندۍ ۱۳۹۴ل): د کابل ښار د شير پور په سيمه کې د بهرنيانو په ميلمستون بريد له ۷ ساعته جګړې وروسته پای ته رسېدلی.

د غه بريد د جمعې په ورځ د ماښام په ۶ بجو د کابل په نسبتاً خوندي سيمه کې د موټر بم له چاودنې سره سم پيل شو چې وروسته ۳ تنو په وسلو سمبالو طالب بريد ګرو د بهرنیانو په ميلمستون ډزې پيل کړې.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبر پاڼه کې د بريد په اړه وروستي معلومات خپاره کړې او ويلي يې دي چې د بهرنیانو په ياد ميلمستون کې ځينې لوړ پوړي بهرنيان اوسېدل او دغه ميلمستون يې د نظامي پلانونو او استخباراتي معلوماتو د تبادلې په توګه کاراوه.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ۳ تنو طالب بريد ګرو د شپې تر يوې بجې په ميلمستون کې له ميشتو بهرنيو او داخلي عسکرو سره جګړه وکړه چې له امله يې له ۲۰ تنو ډېر بهرني او داخلي عسکر ووژل او تر دې زيات يې ټپيان کړل، چې وروسته دغه ۳ تنه بريد ګر هم ووژل شول.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم طالبان توانيدلي چې دکابل او د هېواد په نورو سيمو کې له پيچلو او غښتلو امنيتي موانعو تير او په هدفونو بريدونه وکړي.

دوه ورځې وړاندې طالبانو د کندهار په هوايي ډګر هم بريد کړی و چې له ۲۵ ساعتونو جګړې وروسته يې شاوخوا ۲۵۰ بهرني او داخلي عسکر وژلي وو.

تر دا مهاله د کابل دبريد په اړه دولت څه نه دي ويلي خو د بريد له پيل څخه څو شيبې وروسته د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل چې ۳ تنو بريدګرو د بهرنيانو په ميلمستون بريد کړی.

طالبانو په خپله خبر پاڼه کې دا هم ويلي چې دولت او نړيوال ځواکونه که څه هم د خپلو اسختباراتو د قوت خبره کوي، او په وينا يې وخت په وخت جعلي کشفي راپورونه خپروي، خو بيا يې هم د طالبانو د بريدونو په مخه نيولو کې پاتې راغلي چې په وینا يې دا د دولت او بهرنيو ځواکونو له پاره له خجالت څخه ډکه خبره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x