نظــر

د امريكايانو قضائي مصونيت دشريعت په رڼا کې

څو ورځې وړاندې مو په ميډيا کې واوريدل چې امريکا له (۲۰۱۴م) کال نه وروسته په افغانستان کې د خپلو پوځونو له جملې څخه د يوې ډلې د پريښودلو لپاره د قضائي مصونيت ورکولو شرط ضرور ګرځولی دی، تر دې چې که دغه مصونيت ورنه کړی شي نو له ذکر شوي کال نه وروسته به دلته يو عسکر هم پرېنږدي.

دا چې په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو شتون او پاتې کيدل پخپله يو جنايت دی، په دې اړه په دې ليکنه کې بحث نه کوو. د دې مقالې موضوع د دوی د قضائې مصونيت په اړه ده. څرنګه چې دا ډيره دقيقه او خطرناکه موضوع ده،

چې له  اسلام نه د وتلو خطر هم پکې نغښتی دی، نو ومو وغوښتل چې افغانانو ته په دې اړه د اسلامي شريعت په رڼا کې په لنډ او مستند ډول څه وليکو. د موضوع په څيړلو کې به ان شاء الله مونږ په لاندې ټکو ترکيز کوو:

1-    قضائي مصونيت څه معنی؟

2-    قضائي مصونيت په څو ډوله دی؟

3-    قضائي مصونيت د چا اختصاصي صفت دی؟

4-    په نا حقه چاته مصونيت ورکول څه حکم لري؟

د قضائي مصونيت معنی:

په (قضائي مصونيت) کې د (مصونيت) کلمه موصوفه ده، او (قضائي) يې مقدم صفت دی. (صيانة) په لغت کې د ساتنې او په څنګ ته کولو معنی ورکوي. نو د قضائي مصونیت معنی به دا شي چې امريکا له افغانانو څخه د خپلو عسکرو لپاره غواړي چې قضائي مصونيت ورکړي ترڅو په افغانستان کې په هيڅ جنايت باندې ونه نيول شي، نه به دلته محاکمه کيږي او نه به ورباندې قاضي شرعي فيصله کوي.

د قضائي مصونيت ډولونه:

قضائي مصونيت په دوه ډوله دی: يو په زور او جبر سره مصونیت، او بل قانوني قضائي مصونیت.

په زور او جبر سره مصونيت دا دی چې ظالمان يې د خپل استکبار او ظلم په وجه خپلو ځانو ته ورکړي، لکه امريکايانو چې خپلو ځانونو ته د تجاوز په موده کې مصونیت ورکړی دی او تر اوسه پورې د همدغه مصونيت درلودونکي دي. له همدې کبله په هیڅ جنايت باندې تر قضائي حکم لاندې را نه وستل شول؛ لکه قرآن کريم يې په خاک انداز کې واچاوه، قرآن کريم يې په ټوپک وويشت، قرآن کريم يې وسوزاوه، په تعليمي مراکزو باندې يې بمبارونه وکړه، او ماشومان زده کوونکې یې شهيدان کړل، په زنانه وو او نارينه وو باندې يې جنسي تيري وکړل، د ودونو او ښاديو په غونډو يې درانه بمونه وغورځول او زنانه او ماشومان يې په وينو کې لت پت کړه. لکه يو شاعر په یو بیت کې دا حالات ډیر ښه انځور کړي دي:

ای پکتيا او ننګرهاره په سرو وينو کې لت پت شوې
د معصومې ناوې هاره په سرو وينو کې لت پت شوې

خلاصه دا چې د همدغه استکباري مصونيت په بنياد يې بې شميره جنايتونه وکړل او کوي يې، دا يې محض څو مثالونه وو. په هر ځل چې جنايتونه وکړي نو کرزی ورته د افغانانو د غولونې په موخه په قهرجنه لهجه همدا دروغينې خبرې تکراروي چې: دغه جنايت مونږ نه شو زغملې، زمونږ د صبر کاسه نوره ډکه ده. په داسې حال کې چې تر نن ورځې پورې جنايتونه زغمي او د صبر کاسه يې نه ده ډکه شوې.

د قضائي مصونیت بل ډول قانوني قضائي مصونيت دی، امريکا له (۲۰۱۴) کال څخه وروسته د خپلو عسکرو لپاره همدغه ډول مصونيت غواړي. د قانوني مصونیت معنی داده چې په زور سره نه وي ترلاسه شوی، بلکې د افغانانو له پلوه ورکړل شوی وي چې تاسو ته په دې هيواد کې هر ډول جنايت مباح دی، تاسو به ورباندې نه محاکمه کيږئ، او يا په بله وينا: تاسو له اسلامي شرعي محاکمې څخه محفوظ ياست، تاسو به په خپلو کفرې محکمو کې محاکمه کيږئ که څه هم تر سره شوی جنايت د مسلمانانو په خاوره کې صورت نيولی وي.

په قانونی قضائي مصونيت سره امريکا غواړي چې له (۲۰۱۴) کال وروسته د دوې له هر يو جنايتکار کس سره داسې چال چلند وکړی شي لکه د هغه قاتل جنايتکار عسکر سره چې اوس په امريکا کې کيږي کوم چې (۱۶) افغانان يې په ډزو ووژل او دوسيه يې د امريکا په کفري محاکمو کې د تظاهر لپاره پرته ده. کله وايي چې جنايتکار ليونی و (دماغي تکليف يې درلود)، کله وايي چې مست و، شراب يې خوړلي و او کله نورې بهانې کوي.

دا ډول قضائي مصونيت ورکول د چا صفت دی؟

قانوني قضائي مصونيت ورکول  د الله تعالی اختصاصي صفت دى او خاص د ده واك دی. که په افغانستان کې هر څوک يا هر جهت (په اصطلاح لويه جرګه، اولسي جرګه، مشرانو جرګه او يا بله مرجع) دغه کار وکړي، هغه به خپل ځان د الله تعالی په اختصاصي صفت کې شريک وګرځوي او په لا شعوري توګه به د ربوبيت مدعي جوړ شي.

قانوني قضائي مصونيت ورکول څه حکم لري؟

څرنکه چې ذکر شوی ډول مصونيت ورکول په الله جل جلاله پورې خاص دی نو هر څوک چې دا کار وکړي د ځان لپاره يې د دوزخ اور وګاټه. رسول الله  په يوه قدسي حديث کې (چې ابو داود او ابن ماجه روایت کړی) د الله جل جلاله د پلوه فرمايي چې کنايي مضمون يې دا دی: هر څوک چې زما په اختصاصي صفت کې خپل ځان شريک وګرځوي  نو هغه به زه په اور (دوزخ) کې واچوم. دا مطلب په لاندې دوه حديثونو سره روښانه کيږي:

اول: عدي بن حاتم – رضی الله عنه- له اسلام څخه وړاندې نصراني و، نوموړى وايي: زه رسول الله – صلی الله علیه وسلم- ته ورغلم او د سرو زرو صليب مې په غاړه و، نو تر هر څه وړاندې يې راته امر وكړ چې دغه بوت دې له غاړې څخه ګوزار كړه، بيا مې له رسول الله – صلی الله علیه وسلم- څخه واورېدل چې دا ايت شريف يې ولوست: «اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ» [التوبه:31] دوى خپـل علماء او راهبان (مشائخ) د الله جل جلاله څخه په غير كارسازان جوړ كړي وه. او بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د هـمدې ايت په تفسير کې وفـرمايل: (أَمَا إِنَّهُمْ لَمْ يَكُونُوا يَعْبُدُونَهُمْ وَلَكِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا أَحَلُّوا لَهُمْ شَيْئًا اسْتَحَلُّوهُ وَإِذَا حَرَّمُوا عَلَيْهِمْ شَيْئًا حَرَّمُوهُ) خبردار! يقينًا دوى د خپلو علماوو او مشائخو عبادت نه وه كړى مګر دوى داسې وه چې كوم شى به ورته هغوى حلال كړ هغه به يې حلال ګاڼه او چې كوم شى به يې ورته حرام كړ هغه به يې حرام ګاڼه. (دا حدیث ترمذي روایت کړی)

له دې حديث شريف څخه څرګنديږي چې تحليل او تحريم د الله جل جلاله اختصاصي صفت دى، هرڅوك چې د الله جل جلاله اختصاصي صفت خپل ځان ته ورکړي كه څه هم په خوله باندې ځان ته د معبود لقب ورنكړي؛ په حقيقت کې يې خپل ځان معبود ګرځولی دی، برابره خبره ده چې نوموړى ورباندې شعور ولري او كه نه. سربیره پر دې، څومره خلك چې نوموړي ته ذكر شوى حق وركوي په حقيقت کې یې عبادت كوي او په معبود سره يې مني.

مونږ ابو حنيفه -رحمه الله- ځكه د امام په صفت پيژنو چې د ده استنباطات په ايت او حديث باندې متكي دي، كه بالفرض نوموړى داسې حكم وكړي چې په ايت او حديث کې استناد ونلري هغه حکم زمونږ په نزد مردود دى. حتی امام ابو حنیفه رحمه الله پخپله ويلي دي چې كله زما حكم له ايت او حديث سره مخالف وي نو په دېوال یې وروتپئ (د اهانت په نظر ورته وګورئ) او ویلي یې دي چې: (كُلَّمَا صَحَّ حَدِيث فَهُوَ مَذْهَبِيْ) هر کله چې صحيح حديث موجود شي همغه زما مذهب دى.

په همدې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (إِنَّمَا الطَّاعَةُ فِي الْمَعْرُوفِ) (رواه البخاري) بې شكه اطاعت يوازې په معروفو (جائزو) كارونو کې دى او بس. یعنې د مخلوق اطاعت هغه وخت ضرور دى چې د خالق (جل جلاله) له اطاعت څخه نمايندګي وكړي او كه نه نو مخلوق د اطاعت حق نه لري.

دوهم: له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى چې يوه ورځ د يوه منافق او يوه يهودي تر منځ په كوم شي باندې شخړه رامنځته شوه، يهودي وويل چې د فيصلې لپاره به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته لاړ شو، او منافق په دې كلك و چې د فيصلې لپاره كعب بن اشرف (يهودي) ته ورځو (ترڅو هغه ته رشوت وركړي او د خپل ځان په ګټه فيصله واخلي)، خو يهودي ورسره و نه منله، همغه و چې د فيصلې لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلل.

كله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فيصله وكړه هغه د يهودي په ګټه وه، منافق چې په دې فيصلې باندې راضي نه و، له يهودي سره كلك شو چې بايد يو ځل عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته هم ورشو چې هغه په دې قضيه كې څه حكم كوي؟
عمر – رضي الله عنه –  ته چې دواړو د رسول الله صلی الله علیه وسلم فيصله واوروله او بيا ترې منافق وغوښتل چې ددوی په منځ کې فيصله وكړي، نو عمر رضي الله عنه دوی ته وویل چې تاسو دلته تم شئ، او كور ته ننووت، له كوره توره په لاس را بهر شو، د منافق سر يې له تنې څخه پرې كړ او ويې ويلې چې: (هَكَذَا أقْضِيْ بَيْنَ مَنْ لَمْ يَرْضَ بِقَضَاءِ اللهِ وَقَضَاءِ رَسُولِهِ) زه دغسې فيصله كوم د هغه چا په منځ كې چې هغه د الله جل جلاله او د ده د پيغمبر – صلی الله علیه وسلم- فيصله نه مني.

په ځينو روايتونو كښې شته چې جبرائيل عليه السلام وفرمايل: (إنَّ عُمَرَ فَرَّقَ بَيْنَ الْحَقِّ وَالْبَاطِلِ) يقينًا عمر رضي الله عنه د حق او باطل په منځ كې بيلتون راووست او له همدې كبله نوموړي ته رسول الله صلی الله علیه وسلم د الفاروق لقب وركړ.

نن ورځ هم د هغو کسانو لپاره د عمر الفاروق رضي الله عنه توره په کار ده کوم چې په افغانستان کې د امريکايانو پاتې کيدل او د دوی قانوني قضائي مصونيت غواړي، ترڅو یې سرونه ورباندې قلم شي، او هم په کار دي چې د زمونږ د پخوانيو غازيانو لمسيان د داسې منافقانو د سرونو په غوڅولو سره د عمر فاروق رضي الله عنه تګلاره تعقيب کړي.

د دواړو قضيو مشابهت:

شايد د چا په ذهن کې تير شي چې امريکايانو ته قانوني قضايي مصونيت ورکول خو له هغې پيښې سره همرنګي نه لري په کومه کې چې عمر الفاروق رضي الله عنه د منافق ککرۍ والوزوله؛ ځکه چې هلته خو لومړی رسول الله  صلی الله علیه وسلم فيصله کړې وه او بیا منافق له عمر رضي الله عنه څخه د فيصلې غوښتنه وکړه، اما دلته خو داسې کومه فيصله نه ده شوې بلکې غوښتنه کيږي چې د جنايت د ارتکاب په صورت کې قضيه بايد امريکايې محکمې ته واستوله شي چې د امريکايي قانون په رڼا کې پرې فيصله وشي.

د دې جواب دا دی چې په دغو قضيو کې رسول الله  صلی الله علیه وسلم څوارلس سوه کاله وړاندې فيصلې کړي او د هر جنايت لپاره يې شرعي حکم واضحه کړی، او دا فيصلې او حکمونه به د قيامت تر ورځې پاتې وي ترڅو پرې عمل وشي. نو ايا دغو فيصلو ته شا اړول او کفري فيصله غوښتل د ذکر شوي منافق له غوښتنې سره ورته والی او تماثل نه لري؟! او ايا دا د الله او د هغه د پيغمبر له حکمونو څخه پرته په بل څه فيصله کول نه ګڼل کيږي؟!

د امريکايانو وتل او د افغانانو اقتصادي پياوړتيا:

يو شمير خلک په دې نظر دي چې که امريکايانو ته قضائي مصونيت ور نه کړل شي، هغوي به د څرمې لاړ شي او له مونږ سره به يې اړيکې پرې او يا هم کمزورې شي، او په همدې بنياد مونږ به له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان شو، نو په کار دي چې د هغوي غوښتنه ومنل شي او قضائي مصونيت ورکړل شي.

په دې اړه بايد لومړی وويل شي چې د امريکايانو په يرغل سره افغانانو په ځاني تلفاتو سربیره ډير مالي زيانونه هم وګالل او ګالي يې، ولسي خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي، د امريکانو په راتګ سره په عامه سطحه په اقتصادي لحاظ هيڅ کوم پرمختګ نه دی شوی يوازي هغو خلکو اقتصادي ګټې تر لاسه کړې چې له دوی سره د دوی د اهدافو په تر سره کولو کې په يوه او بل ډول همکاري کوي.

خو له دې سره سره که په ځينو خاصو مواردو کې کوم اقتصاد پرمختګ شوی وي، بايد ټول ډاډه اوسو چې د امريکا او متحدينو له ويستلو وروسته به الله جل جلاله زمونږ هر ډول اقتصادي مشکل له بل پلوه حل او کارونه به مو اسان کړي.

رسول الله  صلی الله علیه وسلم د هجرت په اتم کال مکه فتحه کړه، او په نهم کال يې صحابه کرامو ته د ابو بکر الصديق رضي الله عنه تر آمريت لاندې د حج کولو اجازه ورکړه، په دغه کال کې مشرکانو هم د خپل رواج مطابق حج وکړ. ابوبکر الصديق رضي الله عنه ته رسول الله  صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې ټولو خلکو ته څلور ماده ايز اعلان واوروي. په دغه څلورو مادو کې يوه ماده دا وه چې په راتلونکي کال (د هجرت لسم کال) کې مشرکان حج ته نه شي راتلاې. په دې اعلان سره صحابه کرامو ته د اقتصادي مشکلاتو له رامنځته کيدلو څخه ويره پيدا شوه، چې په راتلونکي کال کې به مکې معظمې ته د مشرکانو د راتللو په مخنيوي سره د تجارتي مالونو د راتللو مخه هم ونيوله شي او مونږ به له اقتصادي مشکل سره مخامخ شو.

خو الله جل جلاله ذکر شوی اعلان تاييد کړ او د صحابه کرامو د مشکل د اوچتولو ډاډ یې ورکړ، او ویې فرمایل: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ إِنْ شَاءَ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ). [التوبة:28] اى هغو كسانو چې ايمان يې راوړى دى! يقينًا مشركان پليت دي (باطني خبث لري) نو له خپل دغه كال څخه وروسته دې مسجد حرام (حرم شريف) ته نه نژدې كيږي (یعنې دوى پرينږدئ چې ورنژدې قدرې شي). او كه چيرې تاسو له فقر څخه ډارېږئ نو ژر دى چې الله جل جلاله به تاسو له خپل فضل څخه (یعنې له حلالو مالونو څخه او له بله طرفه) غنيان وګرځوي كه اراده يې وشي. يقينًا الله جل جلاله د علم خاوند او د حكمت څښتن دى.
همداسې وشول، الله جل جلاله د مشکل د اوچتولو او د اقتصادي منابعو د ورکړې وعده پوره کړه، د مثال په توګه:

1.    الله جل جلاله د عربو ډيرو قبائلو ته د اسلام د قبلولو توفیق ورکړ او په اسلام مشرف شول، له همدې جملې څخه د يمن د نجد او صنعاء‌ او نورو قبائلو خلك وه چې مكې ته د حج او عمرې په سفرونو كې يې د تجارتي مالونو انتقالات ژوندي وساتل.

2.    د جهاد لمن يې پراخه كړه، چې له يو پلوه د غنيمتونو لړۍ روانه پاتې شوه او له بل پلوه په اهل كتابو باندې د جزيو ايښودلو لړۍ پيل شوه.

3.    وخت په وخت يې ورښتونه وكړل او ځمكنې حاصلات يې ورته اضافه كړل، او داسې نور.

نو اوس هم په کار دي چې افغان مجاهد ولس د خارجي يرغلګرو په وتلو سره اقتصادي تشويش ته په اذهانو کې ځاي ور نکړي، او صرف په الله جل جلاله باندې توکل او اعتماد خپل کړي، هغه څوک چې د ټولو عالمونو کار ساز دی. الله جل جلاله فرمايي: (وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) [الطلاق:2, 3] او څوک چې له الله جل جلاله څخه ډاریږي هغه جل جلاله به ورته (د هر ډول مشکلاتو څخه) د وتلو ځاي او وخت پيدا کړي، او له داسې خوا څخه به روزي ورکړي چې د هغه ګومان هم نه وي. او څوک چې په الله جل جلاله باندې توکل او اعتماد وکړي نو همدی جل جلاله يې بس دی (یعنې ټول حاجتونه به يې ور پوره کړي).

په دې باندې علاوه، ټولو افغانانو ته په کار دي چې د خپلمنځي اختلافاتو او جګړو څخه ډډه وکړي او ټول په اتفاق سره د کفارو په مقابل کې خپل پيل کړي جهاد ته ادامه ورکړي.

والسلام.

ليكوال: مولوي الله دوست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x