نظــر

پټې کتنې درنې پوښتنې

ش: حصين 

 ش: حصين
       ش: حصين

د«ملې یوالي حکومت» ؟! دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو دوزیرجان کیري او په کابل کې دهغه هیواد دسفیر جیمزکانینګهام له پراخه لیدنو کتنو اوسلا مشورو وروسته په افغانستان او سیمه کې دامریکايي موخو او ګټو لپاره په پټه په کابل کې دامریکا په سفارت کې داشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ دیولړ پټوژمنو پر بنسټ راجوړ او د۲۰۱۴ کال دسپتامبرپه ۲۹ ېې په کار پیل وکړ.

په پټه او دپردو په آمرانه سپارښتنه دیوه ګډوله حکومت جوړول له همغه پیل څخه له پوښتنو سره مخ و.

له هغې ورځې څخه بیا تر ننه دهغې پټې تفاهم نامې بشپړمتن دافغانستان خلکو ته ور ونه ښودل شوکومه چې دجان کیري اوسفیر په مشوره اودستور په پټه لاسلیک شوې و.

هغه وخت چې درسنیوآواز په همدې هکله را پورته شو او کله ناکله اجرائیه رئیس هم داشرف غني له کړنو سرټکونه را پیل کړه نو ایله دومره خلکوته وویل شول چې دوی دحکومت واک په پنځوس سلنه کې سره ویشلی دی.

دغه په یوه هیواد کې دیوه اساسي قانون په وړاندې ددوو رئیسانوحکومت له همغه پیله له درې پوښتنو سره مخ و.لومړۍ پوښتنه دحقوقي مشروعیت نه درلودل وځکه دغه حکومت نه په آزادو ټاکنو کې راغلی و او نه اساسي قانو هغه ته حقوقي مشروعیت رنګ کولی شو.ددغه حکومت؟؟؟ !

تشکیلاتي جوړښت هم دپوښتنې وړ وځکه دهمدې نه مشروعیت له مخې دهغه تشکیلاتي جوړښت هم شونی اود تعریف وړ نه و.دریمه پوښتنه داوه چې دهمدغه تشکیلاتي نا قانونه جوړښت په وجه حکومت خپل تعریف خلکو او اولسونو ته نشو ورکولی.

ځکه دا نه ریاستي نظام و نه صدارتۍ او نه هم مختلط.دا هغه څه و چې تر هرڅه مخکې په یوه حکومت کې ېې دکابیني او وزیرانو شورا را زیږول شوي مفاهیم یو دبل مخې ته ودرول. هم جمهور رئیس دکابینې په نوم خپل وزیران دارګ په دننه کې دګل خانې ماڼۍ ته را غواړي او هم اجرائیه رئیس دهمغه ارګ په سپیدار ماڼۍ کې له همغو وزیرانوسره دوزیرانو دشورا په نوم غونډې جوړوي او هوايي پریکړې کوي.

دا ټول څه ښايي څه ناڅه دامریکا دسفارت په لاسلیک شوې تفاهمنامه کې خپل ګوډ او مات تعریف ولري. خو نه اشرف غني اونه هم عبدالله عبدالله ددې جرئت لري چې دامریکايي واکمنو په دستور لاسلیک شوې تفاهمنامه خلکو او اولسونو ته لکه څنګه چې وه ور وښيي.

د«ملي یوالي حکومت!» له دوو داسې متضادوټاکنیزو ډلو څخه جوړ شوی دی چې له فکري پلوه یو له بل سره هیڅکله هم یوه خوله او یو غږ کیدای نشي .همدغه څه دواکمنۍ دواړه لوري دې ته اړ باسي چې په خوله یوڅه او عمل کې یو دبل پر خلاف په پټو تګ لارو سیخ شي.

د«ملي یوالي حکومت» عنوان ته په پاملرنه یو حکومت ناتعریف شوی حکومت به وي خو ددولت تعریف په دې ګډوله کې نه ځاييږي.

په دې توګه داسې ښکاري چې حکومت شته خودولت دعلمي او حقوقي تعریف له مخې شتون نه لري.دغه ستونزه هم هغو پټوپټ پټانورا جوړه کړې ده چې دافغانستان دخلکو او اولسونو له ملي ارادې او داساسي قانون له مفرداتو لري پردو زموږ په هیواد را تپلې ده.

کله چې حکومت دپردوپه اراده راجوړ وي ، هغه حکومت ته دملي حکومت نوم ورکول یو شرم ، یوه رسوايي او دهیواد دخلکو او اولسونو ملي ارادې ته سپکاوی دی. لومړی خو دا یو حکومت نه دی ځکه یو حکومت یو مشر لري نه په یوه ارګ کې دوه دمساوي واک خاوند رئیسان.

ددو کابینو شتون(کابینه او دوزیرانو شورا) هم ښکاره دوه والی ښيي او اساسي قانون دهغه تعریف نه لري.کله چې یوه واکمني نه دحکومت تعریف لري او نه دخپل یوالي او ملي توب بیان ورکولی شي دغه څنګه حقوقي ارزښت موندلی شي ،نه ېې پایښت په ګټه دی او نه خپلو خلکو او اولسونو ته هغه هم داشغال په دوام کې څه خیر رسولی شي.

له همدې کبله دغه ډول حکومتونه له خپلو خلکو ، خپل ملي هویت اوخپل تاریخ څخه لویدلي حکومتونه دي . دغه ډول حکومتونه په پټ پټانو را جوړ او په پټو اوپراتیفي اطلاعاتي ډوله کړنو خپل عمر ته پایښت ورکوي.

دغه دپردو سیاسي سوغات تل خپلو خلکو ته شا اړوي او دپردو په دروازه کې دخیرات غوښتنه کوي.

دا کومه ناڅاپي خبره نه ده چې ددغه حکومت لومړۍ اوچته کړنه پاکستان ته له تودو سفرونو څخه را پیل کیږي.

په دغو مرموزو سفرونو کې نه یواځې ددیپلوماسۍ پیژندل شوي اصول نه لیدل کیږي بلکې دپوښتنې وړخبره ېې داده چې څنګه اشرف غني په یواځې ځان نه یواځې دپاکستان دپوځي استخباراتو، لوی درستیزاو دآی اس آی له مشرانو سره ګوري ، بلکې دپاکستان دهغو مذهبي تند لارومشرانو لاسونه هم ورښکلوي کوم چې زموږ ټول ولس ېې دجګړې او افغانستان ورانونې اصلې کړۍ ګڼي.

داخبره به داوریدو وړ وي چې وايي موږ دسولې تږي یو او په دې برخه کې هر چاته لاس غزوو.

خو پوښتنه داده چې سوله هغه هم له دښمن څخه په خیرات یو جمهور رئیس په خپل یواځني فکر، خیال او کړنه له خپل حکومت سره او اولسونو سره له سلا مشوري پرته را وستلی شي؟ نه ! هیڅ سیاسي فکري منطق هم دغه څه نشي منلی. ولې دا جموررئیس په خپل حکومت (که شتون ېې ومنو) باور نه کوي ؟

ولې دخپلو خلکو او اولسونو له سلامشورې پرته په فردي اراده ولاړې هڅې هغه هم له ښکاره دښمن سره په پټو لیدنو او پټوژمنو کې را نغاړي؟آیا دا به ښه ، پر ځای ،منطقي او ګټوره نه وه چې لومړی ېې دواګو له راخپلولو وروسته څومیاشتې په پوره حوصله له خپلو خلکو سره لیدنې کتنې کړې وای او په همدې لیدنو کتنو کې ېې دسولې کورني اوبهرني خنډونه را اوچت او وروسته دنورو دروازوته دریدلي وای؟

داپوښتنه هم دپام وړ ده چې ولې پاکستان؟ مګر دپاکستان دکړنو ډیره برخه په سیمه کې دامریکا او انګلیس له ګټو بیلې دي؟ پاکستان په سیمه کې دامریکا دخیز دړه نه ده؟ پاکستان دافغانستان په اشغال کې دامریکا او انګلیس ښي لاس نه وو او نه دی؟

وايي «خواره شې مینځې چې دمینځې …مینځې.» واقعیت خو دادی چې له القاعدې تر جهادي تنظیمونو او اوس بیا داعش ،دا ټول امریکا او انګلیس را جوړ کړل نه پاکستان.پاکستان ددغې لوبې له کوربه توب څخه دلنګې غوا څښتن شو.

امریکا او ناتو پر افغانستان را دانګلی شي، عراق دتاریخ له صحنې غورځولی شي ، په لیبیاکې دوینو رودونه خوځولی شي ، سوريي ته دوزخ جوړولی شي ولې پاکستان ته په چپه نشي کتلی؟ داسې فکر کیږي چې دارګ واکمن په امریکایی پټو نیتونو خبر دي.

دغه واکمن دهمغو پټو نیتونوله مخې هرڅه په پټه تر سره کوي.دامریکا او انګلیس یو پټ نیت دا هم کیدای شې چې غواړي له افغانستان څځه تر وتلو وروسته دافغانستان برخلیک پاکستان ته ور وسپاري.په همدې خاطر زموږ واکمنو ته پاکستان دامریکا لپاره لوړ ځای پیداکوي او فکر کوي چې په درویزه ارزي.

که دارګ دواکمنو له تشو نارو سورو او دروغو ژمنو څخه تیر شو دکار اوچت ټکی ېې همدا دپاکستان لمنه کلکه نیول دي او دا امریکایی دستور دی چې باید پر ځای ېې کړي .

په همدې لړ کې پاکستاني پوځي او استخباراتي مشران په واروار کابل ته راځي خوناستې پاستې ، خبرې ،غوښتنې او ژمنې ېې زموږ له خلکو څخه څه چې له حکومتي واکمنو څخه هم پټې ساتل کیږي .په پټه له آی اس آی سره دسختو پوښتنو وړ امنیتي تفاهم نامه لاسلیک کیږي. ددغې تفاهم نامې له لاسلیک څخه دوخت دامنیت رئیس ډډه کوي ، تفاهمنامه داامنیت لومړی مرستیال لاسلیک کوي .

دآسیا په زړه کې کنفرانس دغني په ورتګ او دپاکستان په ننداره ییز هرکلي سره دامنیت رئیس استعفی ته اړ ایستل کیږي او همغه لومړی مرستیال چې دپاکستان دخوښې وړ تفاهم نامه ېې لاسلیک کړې وه بې له ځنډه دامنیت رئیس ټاکل کیږي او سمدلاسه پاکستاني واکمن ددې کار هرکلی کوي .

دا ټول څه ښيي؟په همدې تفاهم نامه کې چې بیاېې هم متن له خلکو پټ ساتي دآوازو له مخې نه یواځې پاکستان ته هغه چې دښمن ېې بولو او نااعلان شوې جګړه ېې پر موږ تپلې دخپل اردو په روزنه او دامنیت په بشپړ کنترول کې لویه برخه ورکول کیږي.

ولې ؟ دا ځکه چې امریکا غواړي خپل بارراکم او دپاکستان له لارې دافغانستان راتلونکې په خپلو منګولو کې ولري.

داهم دپوښتنې وړ ده چې افغانستان ته دداعش را صادرول دچا له خوا او دکومو هدفونو په خاطراو دکومو پټو ژمنو پر بنسټ عملي شول؟ داعش یوه ښکاره امریکايي انګلیسي سیاسي مزدوره پوځي پروژه ده.

په دې کې اوس هیڅوک هم شک نه کوي چې دا پروژه دامریکايي انګلیسي طرحو له مخې داسلا آباد او کابل په پټو ژمنو کې په داسې یوه ګډه پروژه اووښتې چې هدف ېې منځنۍ آسیا ته دداعش رسول دي.

آیا له داعش سره د لوړ پوړوواکمنو داړیکو په هکله دپکتیکا دپخواني والي، دملي شورا دمرستیال ظاهر قدیر، ننګرهار دیوې ولسوالۍ دولسوال څرګندونې ټولې دروغ اوپه تور ولاړې خبرې دي که څه واقعیتونه هم را سپړي. آیا دننګرهار عامه اولس اوس په کلکه په دې باور نه دی چې داعش یوه حکومتي پروژه ده.

همدا نن دتاس دخبري آژانس په یوه خبر کې راغلي وچې افغان لوړ پوړي واکمن دروسيي له ورکړل شوو مې ۱۷چولکو څخه دتاجکستان او ترکمنستان پولو ته نږدې دداعش ډلې را لیږدوي.

په خبر کې په ښکاره ددفاع وزارت دسرپرست وزیراو دامنیت دشورا درئیس حنیف اتمر نومونه اخیستل کیږي.آیا داهم ټول دروغ او جوړونې دي ؟ حکومت ، ددفاع سرپرست وزیر او حنیف اتمر ولې پټه خوله دي؟یو ځل دداعش دلومړیو خوځښتونو په وخت کې دګزارشنامهء افغانستان دمسؤل رزاق مامون لیکنو ته ورشۍ.

رزاق مامون داشرف غني له ډیرو سختو پلویانو څخه واو دداعش پروژه ېې له اسلام آباد سره په ګډه داشرف غني دلوړ تفکرنښه ګڼله او په ښکاره ېې عنوان ورکاوه چې « داعش به نفع افغانستان است» هغه دا«نفع» هم په دې کې ګڼله چې دزمانې مضمون اوس همدا دامریکايي ارادې له زیږنده داعش څخه ملاتړ دی اودغه ملاتړ دسیمې دجګړییز بهیر نوښت له اسلام آباد څخه کابل ته را لیږدوي او پر داعش امریکايي پانګونې کابل له مالي تنګسیا څخه باسي.

همدې څرګندونو ته له نورولنډویادونو سره یو کتنه ښيي چې ډیرې دپوښتنې وړ او ناتار زیږوونکې دسیسې په افغانستان او سیمه را روانې دي. دپاملرنې وړده چې په اسلام آباد کې دآسیا دزړه په کنفرانس او ورپسې څرګندونو کې اشرف غني اونواز شریف په طالبانوهرڅه وايي خو دداعش له خطر څخه دواړه خوله پټه ساتي.

غني دخپلو طالبانوفزیکي نابودي لټوي اونواز شریف دخپلو پاکستاني هغو طالبانووژنه او رټنه غواړي چې افغانستان ته را اوښتي دي.دغه دواړه دافغانستان دطالبانو په وړاندې هم یوه خوله نه دي.

غني دطالبانو په وړاندې په جګړه زور لګوي او له پاکستانه غواړي چې دهغوی مالي زیرمي کنګل کړي او پټ ځایونه ېې ونړوي خو نواز شریف بیا له غني څخه له طالبانو سره دخبرو او مصالحې غوښتنه کوي. همدلته هم دادوه فکرونه یو دبل دمخې ته دریږي.

ولې غني له پاکستان سره دخیرات تر کچې سوله غواړي خو دخپلو طالبانو سره تر وروستۍ نابودۍ پورې دجګړې ډول وهي. ښايي یو دلیل ېې داوي چې غني ته دامریکايي سترتیژیو په خاطر نه پاکستان خطر دی او هم داعش بلکې دغو ګټوته هغه طالبان خطر ګڼل کیږي چې امریکاېې درا پرځولو په خاطر افغانستان اشغال کړ.

که همدا نن دغني په غوښتنه طالبان له پوځي ډګره لرې شي ډګر به چاته پاتې شي؟ دکابل لړزان حکومت ته که داعش ته؟دا پوښتنه ډیره درنه او دژورغور غوښتونکې ده.

ښايي ډیرو ته به په یاد وي چې دکرزي په واکمنۍ کې یوه آوازه را پورته شوه چې دواکمنۍ په لوړوپوړیو کې ېې دپاکستان اجنټان پیژندلي.

کرزي په خپله هم هغه وخت ژمنه وکړه چې ډیر ژر به دغه لوړ پوړي له واکه لري او تر پوښتنې لاندې ونیسي.لږ وروسته دوخت په لږ او ډیر توپیرڅو وزیران له کاره لري او یا نورو وزارتونو ته ور وپیژندل شول.

دسرچوک په آوازو کې هغه وخت داشرف غني، احدي،زاخیلوال اواتمر نومونه خوله په خوله کیده. او عملاً هم اشرف غني له ماليي وزارت څخه لرې شو او دکابل پوهنتون رئیس شو.

څه نور بدلونونه هم راغلل خو نه کرزي په خپله ژمنه عمل وکړ او نه نور چا داخبره را وسپړله. ښايي همغه وخت پاکستان دامریکا او انګلیس په مرسته په دې پیښه سرپوښ ایښي وي.

پاکستان ته دغني تاوده سفرونه، پټې اویواځې په یواځې نا اعلان شوې خبرې،له خپل امنیت رئیس سره دپاکستان په غوښتنه سخت چلند،په امنیت شورا کې حنیف اتمر دارګ په دننه کې په دریم تر ټولو لوی واکمن اړول، زاخیلوال په خپل اقتصادي مشاور منل او اوس ېې په پاکستان کې دسفیر ټاکنه، دآسیا دزړه هیوادونو کنفرانس ته دغني ورتګ ، هلته په نامعموله توګه او ډرامه ېې رنګ دتوپون په ډزو دهغه هرکلی هرکلی او او دې ته ورته نورې بې شمیره عجیبې کړنې. دا ټول څه ښيي؟

دنړۍ په کوم هیواد کې ، څه وخت ، څنګه د دیوه هیواد هغه مشر چې یوه سیمه ییز کنفرانس ته ورځي په توپونو ېې هرکلی شوی دی.غني خو پخوا یواځې هم پاکستان ته تاوده سفرونه کړي و.

هغه وخت ېې ولې دپوپونو په ډزو هرکلی ونه شو؟ داسې ښکاري چې اوس یا دپاکستان مړۍ غوړه شوې او تودې ژمنې ېې اخیستي دي او یا بیاهم په یوه ننداره ییز چلند پر افغانستان ملنډې وهي.دغني مریدان په دې بسنه کوي چې ته ېې پریږده چې لا څه کوي.

ښه ویني او پوهیږي چې ددوی دمبتکرپیر کیسه دهغې جلي کیسه ده چې دخوب په پلمه ېې ټول خوندونه واخیستل او لاېې ویل چې ماوې پریږده چې نور څه کوي.

د«ملي یوالي دحکومت»عمر له یوه کاله اووښتی دی. په دې یوه کال او څومیاشتو کې ټول څه په پټه خوځي.آڼ تردې چې اروپا ته دافغان مهاجرو دبرخلیک په هکله هم پټ حرکتونه او پڼې ژمنې تر سره کیږي.

په همدې برخه کې هم دمهاجرینو دوزیر او جمهور رئیس تر منځ شرموونکی اختلاف را منځ ته کیږي.داختلاف دلیل هم دادی چې غني هرڅه په خپله فردي اراده تر سره کوي په هیچا آن پر خپلوویندویانوباور نه لري خو غواړي چې ټول په پټو سترګو په ده باور ولري.

دغسې یو څه دحکومت او حکومت ولۍ رنګ نه لري .هیڅوک ددې ضمانت نشي ورکولی چې دغه فردي لیونۍ اراده به په کږواو خطرناکو لارو نه ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x