افغانستانخبرونه

د ملي امنیت د سرپرست لنډه پېژندنه

نن ټکی اسیا(شنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۴):تورن جنرال محمد مسعود اندرابي چې تر دا مهاله یې د ملي امنیت لوی ریاست د اوپراتیفي مرستیال په توګه دنده تر سره کړې، د مدیریت او معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې یې لوړې زده کړي لري.
جنرال اندرابي د ملي ژبو سر بیره په عربي، اردو او انګلیسي ژبو باندې هم په بشپړه توګه بلدیت لري.
اندرابي د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې زېږدلی، متاهل دی، دوه لورګاني او یو زوی لري.
محمد مسعود اندرابي د لوړو زده کړو له پای ته رسولو وروسته، په ملي او نړیوالو څانګو کې په بیلابیلوبرخو کې دنده تر سره کړې ده.
نوموړی اووه کاله د نړیوال سازمان په پراختیایي دفتر کې د افغانستان لپاره د پراختیایي پرګرامونو د مسوول په توګه دنده ترسره کړې ده.
محمد مسعود اندرابي د ملي امنیت لوی ریاست د رهبري په کچه دنده تر سره کړې او له دوو کالو راهیسي د ملي امنیت لوی ریاست د اوپراتیفي مرستیال په توګه په دنده بوخت و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x