نظــر

ایا طالبان ریښتیا داشخاصو له کمبودسره مخ دي؟

تیره ورځ خدمتګار ورځپاڼې د ((بشپړې ماتې)) تر سرلیک لاندې خپله سرمقاله لیکلې.

په مقاله کې په دې باورښودل شوی چې  ګواکي طالبان د اشخاصو له كمښت سره مخ شوي او كيداى شي جګړه بايلي.

په سرمقاله کې داهم لیکل شوي  چې ـ له افغان دولت او پوځ سره د امريكا او نړيوالې ټولنې ژمنتيا او د جګړې په ډګر كې د طالبانو د تلفاتو زياتېدلو، طالبان له خپل بري نهيلي كړي او د جګړې په ليكو كې يې تېښته زياته شوې.ـ

سرمقالې په خپل وار دکابل رژیم ددفاع وزارت دورکړل شویو ارقامو په استناد په تیرو څلورومیاشتوکې دطالبانو په تلفاتوهم خبرې کړې ،اود خپل عندې تخمین له مخې یې دطالبانو دوسله والو ځواکونو شمیره  د۵۳ او ۳۱ زره ترمنځ اټکل کړې چې هغه هم دسرمقالې په وینا مخ په کمیدوده .

مونږ غواړو په څوټکیو کې دخدمتګار ددغه  ګیډي تحلیل په اړه څوخبرې مطرح کړو:

داچې خدمتګار دطالبانو په لیکوکې داشخاصو دکمښت خبره کوي   هغوئ باید لومړی په دې سرخلاص کړي چې دیرغلګرو په مقابل کې دافغان ولس اسلامي مقاومت له پیل نه داشخاصو او وسائلوپه مټ نه بلکې دایمان اوعقیدې په زورپیل شوی ،که چیرې ریښتیاهم مجاهدین(طالبان) له یرغلګرو امریکایانوسره  داشخاصوپه مټ جنګیدلای نو ستاسې دخپلې احصايي له مخې به څرنګه ممکن وای چې ۵۳ یا ۳۱ زره غیرمنظم جنګیالي دي دنړۍ له ترټولو مجهز۱۵۰۰۰۰ کسیز بهرني او۳۰۰۰۰۰ کسیز داخلي منظم پوځ سره داسې مقابله وکړې چې نن یې دتیښتې په مسابقه کې  له ټولویرغلګرو  لاره ورکه کړې ،په زرګونويي ترې وژلې په لسګونوزره  يي ژوبل کړي اوڅونورخويي  ګوري مري تري ژوندي هم نیولي.

ښايي دخدمتګار تحلیل لیکونکی  به هم   نن دپژواک خبري آژانس  دهغه نشرکړي خبر په لوستلوسره د خپلې تحلیلې مقالې په ریښتیا والي  شکمن شوی  وی چې سرلیک یې دی:  ((امنيتي ځواکونه له مازيګر وروسته خپلې سيمې پرېږدي)).

http://www.pajhwok.com/ps/2013/02/02/

که  دخدمتګار دتحلیل له مخې واقعا مجاهدین(طالبان) دسړیو دکمښت له وجې  کمزوري شوي وي نو بیا په اصطلاح امنیتي پوځونه  دچاله ویرې خپلې سیمې پریږدي اولکه  ډاران چغالان  څوړ غوږونه   دامریکايي بادارانو په سوړوکې  یواځې سرونه پناکوي ؟

نوموړی خبر دمجاهدینو دتبلیغاتي  رسنیواړوندخبرنه ،بلکې  دپژواک دمعتبراژانس په حواله  خپله په اصطلاح دامنیتي ځواکونو دمسؤلیتونو دلیږد دمسؤل اعتراف دی  چې  دیوې مهمې  ناستې په ترځ کې دیوه ترخه حقیقت په توګه  ترخولې وتلی.

خدمتګار وال باید داخبره درک کړي چې یرغلګرو امریکایانو دافغان ولس په سپیڅلي حریم یرغل کړی او له تاسې  بغیر نورټول ولس نن دخپلې خاورې له حریم څخه ددفاع په غرض دهغوئ  په مقابل کې دمقابلې ډګرته راوتلی.

دغه دولسي دفاع مستحکم سنګرله یوې خوا دالله په نصرت باندې په اتکاء اوله بلې خوا دخپل مسلمان ولس په ملي ملاتړسره نن دامریکایانو په شمول دهغوئ داطلسي ایتلافیانو په مقابل کې تربل هروخت زیات قوي اوځواکمن دی .

دځواکمن والي ښکاره نښې یې دادي چې دساړه ژمي په ساړه  موسم کې یې هم د یرغلګرو اودهغوئ دبي ننګه ملاتړوپه شکیدلوځالو سره اورونه بل کړي .

دخدمتګار دناسم تحلیل برخلاف دمقاومت جهادي صف (طالبان) نن داشخاصو دکمښت په ځای داشخاصو دزیاتوالي له هغه مشکل سره مخ دی چې له تسلیحاتي پلوه یې داکمال ترعهدې نشي وتلای .

ځکه په دغه صف کې  له کرزي اودهغه  دمزدور رژیم له اجرتي منسوبینو ،بی بندوباره اربکیانو اوهمدغو خدمتي لیکوالانو سیوا نور ټول افغان ولس له خپل اسلام اوهیواد څخه ددفاع  په سنګرکې سره راټول شوي  او دغه سنګریې په خپلو اتلولیواوسرښندنو ګرم ساتلی .

ددغه صف دلاریانو اتکاء په مادیاتواومادي وسائلونه  بلکې دالله په نصرت ده ،هغوئ دامریکایانو اودهغوئ دبي مروته ملاتړوپه څیر اجرتي جنګیالي نه  دي چې دمقابلې په مهال دتیښتې لاره غوره کړي ،  بلکې  هغوئ دخپل سرپه  وینو داسلام ،عقیدي  اووطن څخه ددفاع دلاري  سپيڅلي مجاهدین دي  چې دیوه معنوي  هدف لپاره  مبازره کوي .

هغوئ  هوډ کړی چې یابه حتما دالله په نصرت  په ټولومختوریو مادیینو بریالي کیږي  اویابه په دې لاره کې خپل وروستي  ارمان (شهادت) ته رسیږي .

دازادي دلارې  دغازیانو دبریالیتوب په هیله .

شاهد(غزنیوال)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x