افغانستان

د بغلان ولایت د برکې ولسوال عبدالجبار اسلامي ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۱مه، ۱۳۹۴ ل): د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ ولسوال عبدالجبار اسلامي د طالبانو په یوه ناڅاپي برید کې وژل شوی او موټر یې طالبانو له ځانه سره بیولی دی.

د برکې ولسوال عبدالجبار اسلامي د مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه مرکز پلخمري ته پر لاره وو چې د لویې لاري په اږدو کې د طالبانو د برید سره مخ شو، په برید کې نوموړۍ ځای پرځای وژل شوی دی.

د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ د ولسوال عبدالجبار اسلامي جسد
د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ د ولسوال عبدالجبار اسلامي جسد

طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: نن له غرمې مخکې د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ ولسوال عبدالجبار د شهاب الدین اړوند دبابانظر سیمه کې په یوه برید کې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x