اشرف غني ترکمستان ته ورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۱مه، ۱۳۹۴ ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني «ټاپي» کنفرانس کې د ګډون لپاره د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته رسېدلی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني ټاپي پروژه کنفرانس کې د ګډون په موخه نن سهار د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته رسېدلی دی.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر به عشق اباد کې د ټاپي پروژې پرانستونکې غونډې او د افغانستان په اړه د بې پرې پاليسيو کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

له ترکمنستانه، د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ګاز نل لېکې خپرولو پروژه د ټاپي پروژې په نوم پيژندل کيږي.

اشرف غني سره په دې سفر کې د کانونو وزير داودشاه صبا، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني، د سوداګرۍ وزير همايون رسا، د منځنۍ اسيا لپاره د ولسمشر سلاکار شاکر کارګر، د اشرف غني سلاکار، همايون قيومي، د هرات او فارياب واليانو په ګډون يو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينه وايي، چې اشرف غني او ورسره مل پلاوی به د خپل سفر پر مهال د ترکمنستان چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو هم خبرې وکړي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د