
نړۍ
روسیې د سوریې پاڅونوالو مشر خپل هېواد ته وروباله
د روسیې حکومت په سوریه کې د ملي مقاومت او ملي جبهې مشر احمد معاذ خطیب ته بلنه ورکړې چې په سوریه کې د روان کړکېچ د هواري او مذاکراتو لپاره دې دغه هېواد ته ورشي.
ویل کېږي دا بلنه د مونیخ د امنیتې غونډې په څنډه کې او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او معاذ خطیب د ځانګړې لیدنې – کتنې په ترڅ کې ورکول شوي.
دا د بشرالاسد پر ضد د پاڅونوالو او روسي چارواکیو ترمنځ لومړنۍ رسمي لېدنه- کتنه بلل کېږي.
د رویټر خبري اژانس د خبر له مخې د سوریې د ملي ایتلاف مشر ښاغلی معاذ خطیب به د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره هم وګوري او له روان بحران څخه د سوریې د اېستلو پر سولیزو لار-چارو به په ګډه غور وکړي.