ورزش

ویسټ انډیز له استرالیا څخه سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۱مه ۱۳۹۴ل): نن د استرالیا او ویسټ انډیز تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه پای ته ورسیده. دغې لوبې کې استرالیا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۲۱۲ منډو او یو اننګز ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د استرالیا لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د استرالیا توپ وهوونکو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ویسټ انډیز ته يي سخت هدف وټاکه.

په لومړی وار توپ وهنې کې استرالیا د ووګس او مارش پیاوړې توپ وهنې په مرسته یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۵۸۳ منډې جوړې کړې.

مارش دغې لوبې کې د ۱۵ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۸۲ منډې جوړې کړې. ووګس د ۳۳ څلوریزو په مرسته ۲۶۹ منډې جوړې کړې او دلوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

استرالیایۍ لوبډلې له ستر هدف ټاکلو څخه وروسته د ویسټ انډیز لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. ویسټ انډیز لوبډلې خپل لومړی وار توپ وهنې کې د براوو غوره توپ وهنې سره یوازې ۲۲۳ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره لومړی وار توپ وهنې کې یوازې براوو ښه وځلید. براوو د شلو څلوریزو په مرسته ۱۰۸ منډې جوړې کړې او دلیون په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د استرالیا لپاره په لومړی وار توپ اچونې کې ټولو توپ اچوونکو پیاوړې توپ اچونه وکړه. هذلووډ څلور، لیون درې او سېدل دوه ویکټې واخیستې.

استرالیا له دوهم وار توپ وهنې پرته بیا هم ویسټ انډیز ته د توپ وهنې بلنه ورکړه خو د خرابې توپ وهنې له امله ویسټ انډیز بیا هم له لږو منډو جوړولو وروسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ.

ویسټ انډیز لوبډلې په دوهم وار توپ وهنې کې یوازې د براتویټ غوره توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۴۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ستر توپیر وبایلله.

دوهم وار توپ وهنې کې د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره براتویټ په ۱۲۲ توپونو د دیارلسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۹۴ منډې جوړې کړې.

استرالیایي توپ اچوونکو یو ځل بیا پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. دوهم وار توپ اچونې کې پټېسن پنځه، هذلووډ درې او مارش یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x