نړۍ

په لندن کې د افغانستان په اړه درې اړخېزه غونډه نن پيل کېږي

په دغه درې اړخیزې غونډه کې به افغان، پاکستاني او برتانوي چارواکي ګډون کوي.
په دغه غونډه کې به له ولسمشر حامد کرزي سره د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د وسله وال پوځ لوى درستيز ستر جنرال شيرمحمد کريمي، له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد د کمېسيون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزى، د سولې د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني، په نړيوالو چارو کې سلاکار يحيى معروفي او د جمهوري رياست وياند ايمل فيضي  ګډون لري.
ویل کېږي په پاکستاني لوري کې د پوځ مشر جنرال کیاني او د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر شامل دي.
ټاکل شوې چې دوی به په ۲۰۱۴ کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته حالات، د سولې بهیر،سېمه ایزه همکارۍ ،نړیوال امنیت او یو لړ نور مهم موضوعات وڅېړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x