هلمند : مارجې ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ

نن ټکی اسيا (شنبه، لېندۍ ۲۱مه، ۱۳۹۴ ل): د هلمند مارجه ولسوالي چې څه موده وړاندي د جګړو شاهده وه نن يې د طالبانو په لاس سقوط وکړ .

له سيمي څخه يوتن عيني شاهد د نن ټکي آسيا همکار ته وويل چې اوس مازديګر د حکومت ټانګونه او رېنجر د لښکرګاه په لور روان دي .

حکومتي ځواکونو د مارجې ولسوالۍ مرکز او امنيه قومنداني تخليه کړي .

تر اوسه په دې اړه دولتي سرچینو څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو رسما د ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی .

نور جزئيات وروسته له نن ټکي آسيا سره اوسئ !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د