نړۍ

فلسطین: یهودان په یو مسجد کې د اختر نڅاوې کوي

aqsa-attack

صهیونستي ځواکونو په اشغال شوي فلسطین کې یو مسجد د لمونځ کوونکو پرمخ تړلی، او په کې ئې خپل مذهبي اختر، چې دوی ئې د (هانوکا) په نامه یادوي، لمانځلی.

د راپورونو له مخې اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو په “الخليل” ښار کې د “ابراهیم خلیل الله” مسجد د ۱۰ ورځو لپاره د لمونځ ګذارانو پرمخ تړلی وه او په کې ئې خپلې اختریزې میلې کولې.

ویل شوي چې اسرائیلي ځواکونو په ځانونو پسې د مسجد دروازې بندې کړې وې او د ګډا، نڅا، او سندرو په ترڅ کې ئې خپل اختر ولمانځه.

د ترکي ورځپاڼو په حواله، تر ۱۰۰ زیاتو یهودانو له هغه منبر نه چې “سلطان صلاح الدين ايوبي” جوړ کړی وه، د ګډاوو او نڅاوو لپاره د ستیج په توګه کار واخیست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x