
پاکستان: جلا پېښو کې متقاعد جنرال او یو سرتیری وژل شوي ۳ ټپيان دي
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۱مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان په تر ټولو لوی او تجاري ښار کراچي کې نامعلومه وسلوالو د پوځ یو متقاعد جنرال په ډزو وژلی دی.
پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې متقاعد جنرال علی رضاء د کراچي په قائد ښارګوټي کې د نامعلومه موټر سایکل سپرو بریدګرو له لوري ویشتل شوی او وژل شوی دی.
په یوه بله ورته پېښه کې د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټه ښار کې د یوې چاودني له امله د پوځ یو سرتیری وژل شوی او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.
پېښه د کوټي ښار د بروري سړک پر مرکزي چوک رامنځته شوي ده.
د کوټي چارواکو خبریالانو ته ویلي چې په چاودنه کې شاوخوا پنځه کلو بارود استعمال شوي او چاودنه له لیري کنترولیدونکي ریموټ په وسیله رامنځته شوي.
د یادو دواړو پېښو پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستي ده.