پاکستان: د ټاپي ګازو نل لیکې د امنیت په خاطر به د طالبانو سره خبري وکړو

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۱مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، د ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لاري هند ته د تیرېدونکي ګازو نل لیکي د امنیت او حفاظت په خاطر به په افغانستان کې د طالبانو سره اړیکه ونیسي.

ددغې نل لیکي په مټ به له ترکمنستان نه پاکستان او هندوستان ته ګاز صادریږي.

د ټاپې ګازو نل لیکه په افغانستان کې د هرات، فراه، هلمند او کندهار په هغو سیمو کې تیریږي چیرې چې طالبان واکمن دي.

د تاپي د ګازو نل لیکي د پروژې رسمي پرانیستنه سبا ورځ (یک شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل) تر سره کیږي، د پرانیستني په غونډه کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په ګډون د پاکستان او هندوستان لومړي وزیران هم ګډون کوي.

د ۱۷۰۰ کلیومتره اوږدې نل لیکې په مټ به له ترکمنستان نه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته هر کال ۲۷ ملیارده متر مکعب ګاز صادر کړل شي، چې ۲ ملیارده به یې افغانستان، ۱۲ ملیادره پاکستان او پاته هندوستان ته صادریږي.

که دا پروژه عملي شي، نو له برکته به یې د افغانستان دولت په ملیونونو ډالر عاید تر لاسه کړي، او همداسي به ۱۲ زره کسانو ته په هیواد کې دننه د کار فرصت برابر شي.

دغه پروژه په آینده دوه کلونو کې تکمیلیږي، خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بي بي سي اردو ته ویلي د امنیتي ستونزو له کبله کیدای شي یو کال نور هم تاخیر په کښي راشي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د افغانستان طالبان به ددې پروژې مخه ونه نیسي، ځکه چې هغوی مخکې هم د خپل حکومت پر وخت د یونیکال په نامه امریکايي شرکت ته اجازه ورکړې وه چې د افغانستان له لاري دغه پروژه عملي شي.

باید وویل شي چې نن اشرف غني د ټاپي د ګازو نل لیکي د پرانیستني په غونډه کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته ورسید.

اشرف غني سره په دې سفر کې د کانونو وزير داودشاه صبا، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني، د سوداګرۍ وزير همايون رسا، د منځنۍ اسيا لپاره د ولسمشر سلاکار شاکر کارګر، د اشرف غني سلاکار، همايون قيومي، د هرات او فارياب واليانو په ګډون يو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينه وايي، چې اشرف غني او ورسره مل پلاوی به د خپل سفر پر مهال د ترکمنستان چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو هم خبرې وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د