ادبي لیکني

مونولوګ

جمشیدعمر عمر-

د داستاني او نندارییز ادبیاتو یوه داسې طریقه ده، چې په هغه کې کرکتر د زړه خبرې خپل ځان، لیدونکو او یا اوریدونکو ته کوي. ځینې وایي، چې کیدای شی مخاطب ولري او یا نه. دا کیدای شي د داستان یوه برخه اوسي، پوره داستان او یا ننداره. مناجات، غنایي شاعري او مرثیي یې غوره بیلګې دي.

مونو ډرام: هغه ننداره ده، چې کرکټر پکې یو وي.

ننی (دروني) مونو لوګ: هغه څه چې د کرکټر په ذهن کې تیريږي، مخکې له دې چې خبرو ته ځان چمتو کړي له خولې یې راوځي، چې د دواړو ډولونو مناجات او مرثیه یې ښه مثال دی.

مناجات

په لغت کې پټې جرګې او د راز خبرو ته ویل کیږي او په اصطلاح کې الله تعالی ته د بنده عاجزي، خواري او احتیاج وړاندې کولو او له هغه جل جلاله څخه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو غوښتنه، بلنه، دعا، سپارښتنه او زاري کولو ته مناجات ویل کیږي. د جوړښت قید نه لري په هر قالب کې جوړ راځي، لکه:

زموږ ربه ای زموږ د امیدونو ربه
د کائیناتو د پیدا او د رازونو ربه
دمخلوقاتو د بقا او دپناه څښتنه
ای د نړۍ د هر زوال او ارتقاڅښتنه…
زموږ په ستونزو کړاونو او دردو خبره
د زمانې په ناروا کږو وږو خبره
په حال مو رحم وکړه ای د رحمتونو ربه
د کائیناتو د پیدا او د رازونو ربه

مرثیه

په لغت کې پر مړي باندې ژړلو، ویر کولو او د هغه ښه یادونو او کړاونو ستایني کولو ته وايي. هغه شعر یا کلام چې د مړي د ویر کولو یا ستایني په اړه ویل کیږي مرثیه ورته وایي. موضوع یې پر مړینه باندې خواخوږي او خواشیني څرګندولو دي.

دا چې کله یو شاعر وفات شي، نو بل شاعر یې ورباندې د مرثیي شعر وایي.

ننداریز مونولوګ: په دي کې کرکټر یو خاص کس یا یو خیالي مخاطب لپاره د تیر وخت او وضیعت څخه په لوړ غږ خبرې کوي. دا د ډیالوګ په ډول کیږي.

پخپله ویل یا د زړه خبرې

دا هم د مونو لوګ یو ډول دی، چې کرکټر خپل افکار او احساسات په خوله راوړي، چې مخاطب، لوستونکی او نندارچي یې له نیت او مقصد څخه خبر شي. دداوړو ډولونو به غنایي او نور شعري فورمونه ښه مثال وي.

غنايي شاعري

دغه ډول په اصل کې په هغو لنډو شعري ویناو باندې اطلاق کیږي، چې فرد یا شخصي عواطف او احساسات څرګندوي. په یونان کې به د موسیقي یوې الي (بربط) په یوناني ژبه کې (Lura) او په فرانسو کې (Lyre) د غږولو سر ویل کیدل. ددي ډول شعر ویونکي په ټولنه کې یوازې عاشقان او شوقیان نه دي، بلکې کلیوال، شپانه، کاروانیان او نور هم دي.

په اروپایې ادبیاتو کې د لیریک شعر څخه موخه هغه شعر دی، چې لنډ وي او غیري روایتي وي یعني یوازي ویونکي پکې خپل عواطف او احساسات څرګندوي او په دي لړ کې مرثیه هم د لیریک (غنايي) ادب یو جز ګڼل شویدی.

که شعر روایتي بڼه ولري، لکه: ادم خان او درخانۍ، مومن خان او شیرینو دي ته بیا داستاني ننداریز (Dramaticlyiric) غنايي شعر ویل کیږي او که عشقي تغزلي وي، نو بیا (Love lyric) یې بولي.

دا هغه وخت رواج موندلی چې هغه وخت واکمني د ښځو وه او له هماغه وخته د ښځو ستاینه او مدحه دود شوه.

رباعي او غزل یې ښه مثالونه دي:

هغه   یو  چا ته چې  له  خیاله  ما کتلی هم نه
اوس دهغه دیدن ته خپل زړکي سوالګره کړمه
خمارو سترګو یې وکړو پرما دومره اثر
چې رنګا رنګو اداګانو یې شاعره کړمه (زمزمه نیازی)

دا غزل به د (په خپله ویل او یا د زړ خبري) چې د مونو لوګ له ډولونو څخه دي،  ښه واضح کړي، چې شاعر څنګه له ځان نه پوښتنه کوي او یا د مخاطب نه:

حواس مې چېرته وي؟ الوتې مې څېره ولې وي؟
چې ستا راتلو ته زما دومره تلوسه ولې وي؟
خاموشي ولې وي؟ دا ټوله دنيا مړه ولې وي؟
تنهايي ولې وي؟ دا هره شپه دا شپه ولې وي؟
زه ستا د عشق او امکاناتو ترمنځ بند ولې يم؟
راښکلې ګډوډې کرښې په تخته ولې وي؟
د کاغذ جوړه په اوبو کې خوشې کړې کيښتۍ
چې رانه ځي، زما په سترګو کې هغه ولې وي؟
زه که ژوندون کوم؛ نو تا ته ضرورت څه لرم؟
که عبادت کوي څوک، مخ ته يې کعبه ولې وي؟
چې کوم يو ښکلى مې روان کړي؛ نو روان ولې شم؟
په دغه وخت کې مې خاموشه حافظه ولې وي؟
زه چې له تا نه وفا غواړم، عقيده لرمه
وايم له ځان سره، خچنه اۤيينه ولې وي
د محبت او د ښکلا په راز ناپوه ناقدان
وايي اجمله، شاعرۍ کې فلسفه ولې وي؟

د زړه خبرې او نني مونو لوګ ترمنځ توپير دا دي چې د زړه په خبرو کې اشخاص په لوړ غږ خبرې کوي او په نني کې په ذهن کې ګرځي او نا څاپه یې له خولې راوځي.

مخکې به راوي خپل کرکټرونه تحلیلول او اوس د کرکټر سره اړیکه ټینګه وي او راوي غلی یوي خواته کیني، بس موږ د کرکټر د رواني او ذهني احساساتو نه خبریږو. دا په شلمه پیړۍ کې یو ضرورت و، چې موږ باید د کرکټر له رواني او ذهني ژوند نه خبر شو، چې د داستان یا ننداري په مخکې وړلو کې له لوستونکي یا مخاطب سره کومک وکړي.

ماخذونه:

۱ـ شریفی، محمد. محمدرضا جعفری. فرهنگ ادبیات فارسی. تهران: فرهنگ نشر نو و انتشارات معین، ۱۳۸۷.

۲ـحسین بیات، داستان‌نویسی جریان سیال ذهن، انتشارات علمی و فرهنگی (تهران)، ۱۳۸

۳ـ  صالح حسینی و پویا رئوفی، گلشیری کاتب و خانه روشنان، انتشارات نیلوفر (تهران)، ۱۳۸۰

۴ـ رفیق، محمدرفیق، ادبپوهنې بنسټونه، کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پښتو څانګه، ۱۳۹۰هـ، ش.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x