broken heart

کرکي دخپل منځي شخړو بنیاد

عن زبير بن العَّوام رضي الله عنه أن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: دبّ اليكم داء الأمم قبلكم الحسد والبغضاء ، والبغضاء هي الحالقة ، لا أقول تحلق الشعر ولكن تحلق الدين ، والذي نفسي بيده أو والذي نفس محمد بيده  لا تدخلوا الجنة حتى تؤمنوا ، ولا تؤمنوا حتى تحابّوا ، أفلا أنبئكم بما يثبت ذلك لكم افشوا السلام بينكم. (سنن الترمذي)
له زبير بن عوام رضي الله تعالی عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: تاسوته دتېروامتونو بيماري لګېدلي ده چې هغه نه لورونه اوكينه ده اوكينه او يا كركه یوخرېيونكی عمل دی, 

زه نه وايم چې وېښتان خرييي بلكې دين خرييي، اوپه هغه ذات قسم چې زماساه دهغه په واك كې ده چې تاسوبه جنت ته له ايمان څخه بغير داخل نشئ، اوكله به هم دايمان خاوندان نشئ ترڅوچې يوله بل سره مينه ونه كړﺉ، ايازه تاسوته هغه كاردروښيم چې ستاسو په منځ كې مينه ټینګـوي،  يوبل ته زيات سلام اچوﺉ
دمسلمانانو تر منځ نفرت او کرکه اچول ، حسد ته وده ورکول، دشیطان یوه اغېزمنه وسله ده هغه تل هڅه کوي چي په ټېټه او لوړه کچه چي څومره يې وس ورسېږي دمسلمانانو تر منځ  نفرتونه  پیدا کړي او ورو ورو دغه کرکي بيا په لویو شخړو او لانجو واړوي ترڅو هغوی پخپل منځ کي په دښمنیو، جګړو، وېني تویولو او په پایله کي يې ددنیا او اخرت په همېشنیو بد مرغیو اخته کړي .
ډېر ځله لېدل شوي چي له وړو خبرو څخه چي په پیل کي يې په بښنه، تېرېدنه او خوش اخلاقي چي زمونږ دین مونږ ورباندي مکلف ګرزولي یو په ډېره اساني سره درملنه ممکنه وه خو دشیطان دهڅو او دښکېلو خواوو دغفلت او لاپروايي په نتېجه کي هماغه وړې خبري دوخت په تېرېدلو سره په جګړو اوښتي دي چي نه یوازي دښکېلو خواوو بلکه دنورو دېرو بېګناه انسانانو دوېنو ویالې يې بهولي دي، که په پیل کي مونږ دیوڅه وخت لپاره سترګي ورباندي پټي کړي وای، خپله غصه مو زغملي وای او مقابل لوری مو معذور ګڼلی وای، نولانجه به دومره نه لویېدله چي زمونږ او دهغه ترمنځ اوسپنېز دېوالونه ودروي .
که تاسو پام کړی وي اسلام مونږ ته هروخت او په هرځای کي دښو اخلاقوتوصیه کوي ایا کله مو هم په دې غور کړی دی چي ددې توصیو بنیادي محرکات څه دي؟دبحث دلنډون په خاطر دعربي متن او نصوصو له راوړلو ډډه کوم او یوازي په مفاهیمو اکتفاکوم :
ایا مونږ دکلمه توحید دویلو او دایمان راوړلو په وسیله ددې تعهد ندی کړی چي مونږ به دالله تعالی او دهغه دنبي ټول حکمونه منو؟
چي چېرته هم په قرانکریم کي دایمان یادونه شوي ده ورسره جوخت دعمل صالح هم یادونه شوي ده او عمل صالح یاښه خویونه يې دایمان بشپړوونکي ګڼلي دي ایامونږ کله هم پدې مورد کي فکر وهلی چي اسلام ولي په عمل صالح او یا ښوخویونو ټېنګار کوي؟
 اسلام  مونږ ته داسي دژوند کولو لاري چاري راښيي :
مسلمان دي مسلمان ورور دی .
تاسو یو دبل غیبت مه کوﺉ.
څوک چي غیبت کوي هغه دخپل مړه ورور غوښي خوري.
تاسو یوبل په بدو نومونو مه یادوﺉ.
تورونه مه لګوﺉ.
په خپل مسلمان ورور دښو ګمان کوﺉ .
ترڅو چي دخیر احتمال ورته موندلای شئ دخپل  مسلمان ورور خبره په چپه مه اړوئ .
په رښتیا او یا په دروغو دیوه ورور خبري بل ته مه رسوﺉ.
دخلګو مالونه په ناحقه مه خورﺉ.
مسلمان هغه څوک دی چي نور مسلمانان يې دخولې او لاس له ضرر څخه ساتلي وي
دمسلمان سپکول ستره ګناه ده.
هغه څوک مسلمان نه دی چي ګاونډي ته يې ضرر رسېږي
دمسلمانانو ترمنځ روغه کوﺉ .
روغه دخیر کار دی.
عفو او بښنه کوﺉ .
الله تعالی هغه نېکان بندګان خوښوي چي خپله غصه زغمي او دنورو په تېروتنه سترګي پټوي .
مسلمان ته ندی روا چي خپل مسلمان ورور تر دریو ورځو زیات مرور پرېږدي .
مسلمان دخپل ورور ته هغه څه خوښوي چي ځان ته يې خوښوي.
پخپل منځ کي مه سره اخته کېږﺉ دامو دناکامۍ سبب ګرزي او باد به مو ووزي
او نور هم دېته ورته بې شمېره دښو اخلاقودرسونه …

داهسي تشي خبري ندي دازمونږ دهغه دين لارښووني دي چي مونږ ورته معتقد یو اودهغه لپاره خپل ژوند، سرونه او مالونه قربانۍ کوو، دهمدغو خبرو په ورځني ژوند کي پلي کول زمونږ مکلفیت دی، منل يې راباندي فرض دی .
 که مونږ له الله تعالی څخه دخپل ایمان او عقیدې په بدل کي داجرونو او ثوابونو تمه لرو باید هغه هوډ چي مونږ يې دکلمه توحید په ویلو سره له الله تعالی سره په هره ورځ کي پنځه ځلي نوی کوو او دا په ځانونو لازم او فرض ګرزوو چي مونږ په

په هرڅه کي دالله تعالی او درسول صلی الله علیه وسلم حکمونه منو او له منهیاتو څخه به ځانونه ساتو،  بیاولي پورتنۍ الهي او نبوي لارښووني په ورځني ژوند او خپل منځي چلند کي نه عملي کوو.
ایا مونږ کله هم داسوچ کړی دی چي دقیامت په ورځ به له مونږ څخه ددې هري خبري جلا جلا پوښتني کېږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو پوښتنه وکړه آیا تاسو خبریاست چې نېستمن څوک دی؟ هغوی په ځواب کي ورته وويل : نېستمن خومونږ هغه چاته وايو چې درهمونه او دېنارونه نلري، بیا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : بېشکه زما دامت نېستمن هغه څوک دی چې دقیامت په ورځ به له ځان سره لمونځونه، روژې اوزکاتونه راوړي، دېته به يې ښکنځلي کړي وي ، په دې بل به يې تورلګولی وي، دبل به يې مال خوړلی وي، ددې بل به يې ويني تويې کړي وي اودابل به يې وهلی وي، دې کسانوته به دده نېک عملونه ورکړل شي، نو که يې دپورونو له اداکولو مخکې نېکيوي ختمي شي بيابه دهغوی ګناهونه راوړل کېږي او په ده به اچول کېږي اوبيابه په جهنم کي وغورزول شي

که مونږ ددې حکمونو ژورو او پایلو ته لاړشو الهي حکمت او عملي ستره راوړنه يې داده چي مونږ مسلمانان له خپل منځي، کرکو، نفرتونو، دښمنیو او بد اېسولو څخه راګرزوي چي پایلي يې خپل منځي جګړي ورانۍ، او وروروژڼي دي، ددې حکمونوپه پلي کولو  کي دمسلمانانو ستره نېکمرغه دا نغښتي ده چي دهغوی ژوند به ډاډمن، پرسکون او پرامنه وي، دهغوی ځواک به غېښتلی او خوندي وي اودلګښت ځای به يې یواځي دهغوی ددېن، عقیدې اوخاوري دښمنان وي.
که مسلمان دې الهي او نبوي لارښوونو ته شا کړي نو یقیناً چي هم به يې په دنیا کي ژوند جحیم وي او هم به په اخروي ژوند کي له سخت حساب سره مخامخ او دالهي عقاب مستحق وي الله تعالی دي مونږ ټول مسلمانان لدې ډول سرغړونو څخه وساتي .

ابو خلیل قدوسي {jacomment off}

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د