نړۍ

د بلوچستان وزیراعلی عبدالمالک بلوچ له خپلي دندې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۱مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت وزیر اعلی چې د نیشنل بلوچ ګوند یو مخکښ مشر دی، نن د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګوند سره د پخواني تفاهم پر اساس له خپلي دندې څخه لاس په سر شو، او دغه چوکۍ یې د پاکستان مسلم لیګ ګوند ته پرېښودل.

د پاکستان په مرکز کې اوسني واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) او د نیشنل بلوچ ګوند د ټاکنو وروسته په ګډه په بلوچستان کې حکومت جوړ کړی، او هوکړه یې سره کړې وه چې لومړی به د ټاکلي مودې لپاره د نیشنل ګوند کاندید وزیر اعلی کیږي، وروسته به هغه له خپلي دندې استعفا ورکوی او پر ځای به یې د مسلم لیګ ګوند یو کاندید وزیراعلی کیږي، چې د هوکړي سره سم نن عبد المالک بلوچ له خپلي دندې ګوښه سو.

د نوموړي پر ځای به د مسلم لیګ (ن) ګوند بل مشر ثناء الله زهري وزیر اعلی ټاکل کیږي.

په دې مناسبت پخواني وزیر اعلی عبد المالک بلوچ وویل چې ده خپل تر اوسه هر هغه څه وکړه چې د بلوچستان په خیر تمامیده، او د نوي وزیر اعلی سره یې د بشپړي همکاري ژمنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x