ټولنیزه برخه

د زړه د متخصص ډاکټر يوه خاطره

احمدالله احمدزی

وړمه ورځ مې پلار د زړه يو ډاکټر ته بوولی و، داکټر ډېر لايق او متوجه سړی و، مريض ته يې ډېره توجه کوله، ښې پوښتنې يې کولې، د مريض له څېرې يې د هغه پوښتنې او اندېښنې معلومولې او په ښه توګه يې ځواب ورکاو.

له پوښتنو، ټيسټونو، «اي سي جي« او «ايکو» وروسته ډاکټر صيب د زړه سکېلېټ راواخيست، زما پلار ته وايي، چې دا زړه دی، دا سره والونه پاکه وينه زړه ته رسوي، تور والونه بيا خرابه وينه له زړه باسي، بيا يې د زړه دننه وړو والونو او رګونو ته اشاره وکړه، چې ستا دا يو وال زړه ته سمه وينه نه رسوي، نو بايد ډېر احتياط وکړئ.

ډاکټر صيب بيا وويل، چې دا نري رګونه، چې د زړه پر سر ښکاري، دا هغه وينه زړه ته رسوي، چې د زړه خوراک بلل کيږي.

د خوراک تر څنګ زړه د جسم په څېر تنفس ته هم اړتيا لري او زړه دا تنفس له کومه کوي؟

داکټر د انسان سږو «پړپوس» ته اشاره وکړه، چې ښه سږی په اسانه حرکت کوي او له دې حرکته زړه ته اکسيجن رسيږي.

ډاکټر وويل، چې څوک سيګريټ څښوي، ګردجن چاپېريال کې ژوند کوي، يا داسې ځايونو کې ناسته ولاړه کوي، چې هلته سيګريټ څښول کيږي، نو دې سره د سړي سږي د وخت په تېرېدو خپل فعاليت پرېږدي، سږي چې کمزوري شي، زړه ته اکسيج رسېدو کې کمزوري محسوسيږي او چې زړه ته اکسيجن ونه رسيږي د زړه حرکات او فعاليت هم اغېزمنيږي.

ډاکټر وويل، چې موږ تاسې ټول بايد له پيله دې ته متوجه يو، چې د نور بدن تر څنګ د سږو او زړه روغتيا خيال وساتو.

که پر موږ داسې حالت راشي، چې ناوخته د سږو او زړه روغتيايي حالت ته متوجه شو، چې روغتيايي حالت يې اغېزمن شوی وي، نو بايد څه وکړو؟

ډاکټر وويل، چې زړه د موټر ماشين په څېر دی، که ماشين جوړ وي، نو موټر به هم ښه او لرې مزل کوي او که ماشين کمزوری وي، نو موټر ښه او لرې مزل نه شي کولای.

دغه وخت بيا د موټر څښتن هڅه کوي، چې د موټر ماشين بدل کړي، ولې که د ماشين بدلېدو توان ونه لري، نو په موټر دروند بار نه چلوي او نه هم لرې مزلونه کوي.

همدا مثال د زړه هم دی، چې کمزوری شي، نو بايد له هغو کارونو ځانونه لرې وساتو، چې د زړه فعاليت زيانمنوي.

ډاکټر صيب وويل، چې يو وخت په شېرپاو روغتون کې وم، چې نويمو کلونو کې امريکا پر عراق بريد وکړ او په يوه شپه کې يې ۱۹ ناروغان د زړه حملې له امله روغتون ته راوړل.

په ظاهره خو سړی فکر کوي، چې بريد پر عراق شوی او د زړه حملې دلته پر خلکو راغلي دي.

د ډاکټر سپارښتنه دا وه، چې ناروغ په خپله، کورنۍ او دوستان يې بايد د زړه ناروغ ته ذهني بوج پيدا نه کړي او هڅه وکړي، چې تر خپل توانه ناروغ له ذهني فشاره لرې وساتي او همدا رنګه فزيکي فعاليتونه يې هم بايد ډېر کم او د نشت برابر وي؛ ځکه چې زړه د بدن د غړو رييس دی او زړه چې صحتمند نه وي، نور بدن هم فزيکي فعاليت نه شي کولای.

دغه مهال ډاکټر صيب ناروغ ته څو ايتونه وويل، چې ابراهيم عليه السلام الله تعالی په اور کې وساته، هغه مبارک دا دعا کوله، چې الله تعالی پيدا کړی يم، هغه راته هدايت کوي، هغه راته خواړه او څښاک راکوي، چې ناروغ شم، هغه شفا راکوي او داسې نور ډېر نصيحتونه يې وکړل، نسخه يې وليکله او له ناروغه يې د دعا په غوښتنه موږ ته رخصت راکړ.

چې راووتو، درملتون يې هم خپل و، ګورم، ځينې درمل خو ګزاره حال ليکلي وو او ځينې يې داسې شيان ليکلي، چې د ده ټول شخصيت، دومره توجه او دينداري يې له پامه رابده کړه.

ډاکټر صيب داسې درمل ليکلي وو، چې مريض ته يې هېڅ ګټه نه وه او يوازېنۍ ګټه يې د دوا شرکت او ډاکټر صيب جېب ته تله. ما چې نسخه بيا وکته، هسې نه، چې ډاکټر صيب ښه درمل ليکلي وي او درملتون وال مې تېرباسي؛ ګورم، چې ډاکټر صيب په خپل قلم مبارک!! دا جعلي درمل ليکلي دي.

دا خبره مې تر دې وليکله، چې موږ تر اوسه هم په دې فکر يو، چې عبادت يوازې تر جوماته محدود دی او له جوماته بهر چې هر څه کوې، لاس دې خلاص دی.

که يو انسان په ژوند او عملي کاروبار کې له خلکو سره غلطي کوي، نو دی بايد پر دې خبره پوه شي، چې لمونځ او شخصي عبادتونه يې د قبلېدو وړ نه دي.

موږ بايد پر دې خبره ځانونه پوه کړو، چې الله تعالی موږ ته د ژوند په هر ډګر کې د ښو او نېکو کارونو امر کړی او له بديو يې منعه کړي يو.

دې ښو کارونو کې ټول هغه څه راځي، چې بشريت ته يې خير رسيږي او بديو کې هم هغه څه راځي، چې بشريت يې زيان اوړي.

د اصول فقهې علما د انسان اعمال په څو برخو وېشي.

انسان که د ژوند په هر پړاو کې ګام اخلي، نو هغه به فرض، واجب، سنت، مستحب، مکرو او يا حرام وي. له دغو پورته خبرو هر انسان کولای، چې خپل هر عمل په دغو شيانو کې وګوري، چې دی په څه اخته دی؟

دلته زموږ صوفيا کرام يوه طريقه لري، چې د هرې ورځې په پای کې ځان سره تنها کيني او د ورځې ژوند ارزوي، چې ورځ يې په ښو کارونو کې تېره شوې او که بدو کې.

دې ته صوفيان حضرات «مراقبه» وايي، خو زموږ يو استاد دکتور محمود حسن مخلوف به ويل، چې مراقبه څار ته وايي او څار داسې وي، چې انسان تل خپل عمل او نفس ته متوجه وي، چې څه کوي او څه غواړي او هر وخت په دې لټه کې وي، چې نفس يې په حرام کار بوخت نه کړي. دا صوفيان حضرات يې، چې د ورځې په پای کې د خپل ورځني ژوند کارونه ارزوي او دوی يې مراقبه بولي، حقيقت کې دې ته محاسبه وي.

موږ هم بايد د ژوند په ګام او هر پړاو خپل اعمال مراقبه او وڅاروو او د ورځې په پای کې يې بيا محاسبه کړو، چې موږ ښه کارونه ډېر کړي او که بد.

دې سره موږ د خپل ځان د اصلاح هڅې هم کوو او خلک به هم زموږ له نېکو کارونو، اعمالو او اخلاقو ښه تاثر اخلي؛ ځکه د دعوت علما دا ويي، چې دعوتګر بايد د قول تر څنګ خپل عمل خلکو ته د نمونې په توګه وړاندې کړي او خلک ترې اغېزمن کړي.

اصل خبره د عمل ده، ښې خبرې خو يې په دېوالونو هم ليکلي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x