دیني، سیرت او تاریخ

له عبرت نه ډکه رښتینې “کیسه”

ژباړه: حمد الله (دانشمند)

کتاب: “بحر الدموع لابن الجوزی”

“مالک بن دینار” – رحمه الله – یوه ورځ د “بغداد” په یوه کوڅه کې روان و، ناڅاپه یې سترګې په یوې داسې وینځې و لګېدې، چې له پاچاهي کورنۍ سره یې تړاو لاره په داسي حال کې، چې سوارلۍ یې مریانو او خادمانو بدرګه کوله، نوموړي چې کله د هغې حالت، تازګي او هیئت ولید، نویې ورته کړه: (اې وینځې! تا خپل مالک پلوري؟) هغې یې چې کله غږ واورید، ور ویې کتل، نوموړی – رحمه الله – د لباس (پوښاک) له کبله ورته ناداره و برېښېد، هغه مبارک دهیئت له کبله ښه، خاکساره او اطمناني شخص وو. یادې وینځې خپلو خادمانو ته کړه: زما د سوارلۍ اوښه څه تم کړئ، هغوی همداسي وکړل، مخ یې ور واړاوه، ورته ویلې: ته دي خبر یو ځل بیا تکرار کړه. هغه ورته ویل: (ایا تا خپل (مالک) پلورې؟) هغې ور ته و ویل: عجیبه ده، چې ستا په څېر نادار دي زما څښتن شي؟!.

هغه – رحمه الله – ورته کړه:  پرېږدئ، زه هم له تاسو سره ځم، ور سره روان شو تر څو هغه خپلې ماڼۍ ته ورسیده، د دروازې څوکیداران یې مخې ته و خوځېدو او را ښکته یې کړه، نوموړې کورته د ننه شوه، یاد مالک – رحمه الله – د ماڼۍ په دروازه کې پاتې شو، هغه چې کله خپل مالک ته ورسېده، ورته کړه یې: نادره درته وکړم؟! هغه ور غبرګه کړه: څه دي اې ښایستې؟ هغې ورته کړه: یو زوړ بوډا را سره مل شو، چې ډېرې زړې جامې یې په تن وي، کله یې چې زما ښایست، کمال او مریان ولیدل، زما هیئت یې خوښ شو، راته کړه یې: ستا مالک تا نه پلوري، هغه د یادې کیسې په اورېدو وخندل، ویې ویل: هلاکه شې! چېري دی؟ هغې ور غبرګه کړه: را ویستی مي دی، دلته د “کلا” د دروازې مخې ته ولاړ دی. یاد پاچا (د وینځې مالک) امر وکړ: همدلته یې راولئ. مالک بن دینار – رحمه الله – راغلی د کور څښتن یې نه پېژني، نوموړی چې د پاچا د ځای ناستې دروازې ته ورسېد، و درېدل، که ګوري کوټه په رنګ رنګ فرشونو، څوکیو او مېزونو پوښلې ده، د ماڼۍ څښتن په لوړه څوکۍ کې ناست دی، مالک – رحمه الله – ورته ګوري. پاچا ورته ویل: راننوزه اې بوډا! هغه – رحمه الله – ورته کړه تر هغه به درنشم ترڅو چې دي له کوټې نه دا د دنیوي زینت اسباب (فرشونه، مېزونه او…) لرې کړي نه وي. الله پاک د ماڼۍ د څښتن په زړه کې د هغه – رحمه الله – رعب، او اطاعت وا چاوه، امر یې وکړ، له کوټې نه یاد څېږونه و باسئ، هغوی همداسې وکړل، د ماڼۍ څښتن په څوکۍ کې کېناست، وېلې: اې شیخه! اوس نو، ستا له غوښتنې سره سم، کېنه، هغه – رحمه الله – ورته کړه: نه! ته به هم له څوکۍ ښکته په دې لڅ “مر مر” را سره کېنې، دواړه په  زمکه کېناستل د کور (ماڼۍ) څښتن ورته وېل: خپله اړتیا دي وایه اې شیخه! (څه ته راغلی یې) شیخ (مالک بن دینار) ورته کړه: دا وینځه، چې یوه ګړۍ مخته راغله پر ما پلورې، د کور څښتن: ایا دومره څه لرې، چې نوموړې پرې و پېرې؟! هغه مبارک ور ته ووې: په څو یې پلورې؟ هغه ورته ډېر لوړ قیمت و ښوود. هغه مبارک ورته کړه: زما په آند خو د خورما په دوو زڼو هم نه ارزي، هغه و خندل، وینځې هم و خندل، مریانو، خادمانو او وینځو هم د دې خبر په اورېدو د پردې تر شا په کړس کړس و خندل. هغه مبارک ورته کړه: ولې خاندئ؟ د کور مالک: څنګه دي داسې نا کاره قیمت یاد کړ؟ مالک- رحمه الله- : عیبونه یې زیات دي. د کور مالک: ته یې په عیبونو څه خبر یې؟ مالک- رحمه الله- : ځه یې په هغو  عیبونو خبر یم، چې ته نه یې پرې خبر. د کور مالک ور غبرګه کړه: ما هم پرې خبر کړه. “مالک بن دینار” -رحمه الله – ورته ویل: که ځان معطر نه کړې، بدن یې بد بویه وي، که مسواک و نه وهي، خوله یې بد بویه وي، که غسل و نه کړې خرنېږي، که سر ږمونځ نه کړې، سپږې کوي، که یې عمر زیاتېږې، زړېږي. دا د بخار، لاړو، حیض، بولو، ګندګیو؛ ښکاره آفتونو او … څښتنه ده. ښایې د خپلې ګټې له پاره دي در سره مینه لري او ته دي د خپلې ګټې له پاره ور سره مینه لرې، ستا په وعده دي وفا و نه کړې، ستا په مینه او وعده کې دي رښتینې نه وي، له تا وروسته دي هم ستا په څېر وګړي باندي بسنه وکړي او بس. ماته داسې وینځه مالومه ده، چې له کافورو نه پیدا شوې، که یې لاړې له تریخ دریاب سره ګډې شي، خوږ به شي، که مړی یې په خبر را وبللی شي، نو هغه به یې بلنه و مني، که خپله څېره و لمر ته څرګنده کړي ټکۍ به یې بې نوره شي، که خپل ځان و تاریکې شپې ته را څرګند کړي د ورځې په څېر به د زرینو وړانګو مېرمنه شې، که یې دنیا د سنګار له ګېڼې  یوه لحظه (شیبه) برخمنه شي هره کناره به یې زرینه شي، که یې د څڼو خوشبویي زمکې ته ورسي ټوله زمکه او په هغې موجود څېزونه به معطره (خوشبویه) شي، هغه د څېرې له پلوه ښکلې ده، د هغې نشوه، نما د مشکو او زعفرانو په باغونو کې شوې ده، هغې د “تسنیم” (جنتي چینې) اوبه څښلې، د هغې حال تغیر نه مومي، د هغې وعده رښتينې ده، د هغې مینه نه بدلېږي، او… کومه یوه د مرتبې په لحاظ لوړه ده اې مغروره؟ د مینځې مالک ورته وویل: هاغه چې تا و ستایله. د هغې قیمت څو دی؟ – الله پاک دي درباندي رحم وکړي – هغه مبارک ورته و ویل: قیمت یې ډېر ارزانه دی، د شپې یوه ګړۍ وخت یواځې  د الله پاک و اطاعت ته ورکړه، ولاړ شه، دوه رکعته لمونځ د خپل ستر څښتن د خوښۍ په پار ادا کړه، کله چې مړۍ ستا مخ ته کېښودل شوه، تر خپل ځان یې په وږي، ناداره و لوروه، چې کله پر لاره مزل کوې له لارې کاڼې او لوټې لری کړه، خپله ژبه په ګټورو خبرو یا د الله پاک په یاد خوزوه، په لږ خوراک بسنه کوه، دا د غفلت له  کوره همت لوړ و ساته، په دنیا کې د قناعت ژوند تر سره کړه، او… صبا به په امن کې یې، د تلپاتې پاچاهۍ څښتن به شې. یاد مالک خپلې مینځې ته ور غږ کړ: اې وینځې! هغې وېل:  په خدمت کې دي حاضره یم اې زما مولا. ویلې: د سړي وینا دي واورېده؟ هغې ویل: هو! مالک: ایا نوموړی رښتینی وو په خپله وینا کې کنه؟ مینځه: په الله پاک قسم رښتینی وه، مالک: نو ځه ته دالله دخوښۍ په موخه حره (ازاده) یې، زما پلانکۍ پلانکۍ زمکه مې و تاته بښلې ده، ځئ مریانو دالله د رضا په خاطر ازاد یاستئ، پلانکۍ زمکه مې تاسو ته بښلې ده، زما دا ماڼۍ مې له ټولو وسائلو او مالونو سره و نادارو ته بښلې ده. ټولې د فخر جامې یې له ځان نه بېلې کړلې، د دروازې پرده یې له ځان نه تاو کړه. وینځې ویل: ماته هم نور عیش په کار نه دی، اې زما مولا، قیمتې جامې یې لرې، پر ځای یې زړې جامې په تن کړلې، له خپله مالکه سره و وته. دواړو له “مالک بن دینار – رحمه الله – نه رخصت واخیست، روان شول، هغ ورته دعا وکړله، هغه یوه دوی  بله لاره و نیوله، تر هغه د الله پاک په عبادت کې پاتې شول تر څو چې یې د اجل داعي ته لبیک ووایه. – رحمة الله تعالی علیهم و علینا اجمعین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x