د سليمان لايق دورستۍ مرکې په اړه يو څو خبرې

لیکوال: خپلواک

پر هيواد د غوايي د اوومې کودتا د ټولو ناخوالو مور او د ظلم ، وحشت او انسان وژنې پیلامه وه، افغاني کمونستانو له لومړې ورځې له خپلو خلګو او هيواد سره د میني او دوستي پر ځای د”لیلن” د ناکامې مفکورې او شوروي اتحاد د پراختيا، مينې او دوستي ته په زړونو کې ځای ورکړی و؛ هغوي د خپلو هيوادوالو لکونه ککرۍ په خپلو لاسونو د همدې پردۍ مینې قرباني کړې؛ افغان کمونستانو”خلقيانو او پرچميانو”  د خپلو خلګو د ايډيالوژي، دود او دين په وړاندي بې سارې وحشیانه چلند وکړ؛ دوي هر هغه څوک چې د دوي نادوده افکار يې نه منل د مرګ وړ وګڼل، له همدې امله د هيواد لوي اکثريت د دوي په قانون کې د مرګ مستحق وګڼل شو، ځګه ډيره محدوده طبقه افغانان د دې پردۍ او دښمنې نظريې پلويان وو. هغوي چې کله د ولس له درانه مقاومت سره مخ شول، نو مستقيما يې د شوروي اتحاد تر چتر لاندي روسي یرغل ته لاره هواره کړه او روسانو پر افغانستان یرغل وکړ.

د کمونیستي رژيم له خوا د مرګ او زندان له ويرې افغانانو د تېښتي او هجرت لاره غوره کړه، يو لوي اکثريت افغانان ګاونډيو او ليرې هيوادونو ته په ډير بد حالت کې مهاجر شول، چې ډير يې تر ننه بيا خپل هېواد ته نه دي راغلي.

د همدې يرغلګرې زورواکۍ د وينو اوبارودو په ناتار کې، افغانستان له مادي او معنوي شتمنيو نه تش لاسی شو او د نړۍ له سیالي ولويد.

د افغاني کمونستانو يوه مهمه فرهنګې څېره د هيواد د روحاني شخصيت مرحوم حضرت ضياء المشايخ محمد ابراهيم مجددي د مشهور خليفه غلام مجدد زوی ملا سليمان و، چې وروسته په سليمان لايق مشهوره شو، خليفه غلام مجدد د پکتيکا له ولايت نه د کندوز شمالي ولايت ته د ناقلينو په ډله کې راغلی و، دلته يې امامت کاوه او ګڼ مريدان يې لرل.

سليمان لایق د کمونيزم په ملاتړ کې احساساتي شاعري وکړه او د کمونیستي دولت په دوران کې يې د اطلاعاتو او کلتور، اقوام وقبایل وزارتونو پر څوکيو او پر يو شمېر نورو دولتي او ګوندي دندو کار وکړ، هغه ته دکمونیستي دورې حکومت د اکاډوميسن علمي رتبه په اعزازي توګه ورکړه.

د غوايې د بدمرغه کودتا نه وړاندي لايق هم د يو شمير نورو مهمو کمونستانو (چپيانو) سره په زندان کې و.

جنرال عمرزی په خپل کتاب “شبهاي کابل” کې ليکې: د غوايي د کودتا له بري سره سم د خلګ ديموکراتيګ ګوند د مشرانو په ډله کې چې له زندان نه را ووتل  يو هم سليمان لایق و، سليمان لايق په دغه ورځ د ثور کودتا د بريا له امله له ډيرې خوښۍ ژړل.

واقعا لایق يو احساساتي پرچمي و، چې پر ليلن به يې درود وايه او نږدې خپله ټوله شاعري يې د کمونیزم دفاع ته وقف کړې وه.

د افکارو تر څنګ يې خپل ژوند او سټايل هم له خپل مرشد ليلن سره مشابه ګرځولی و!

هغه په ټوله کمونیستي دوره کې په واک پاتې شو، کله چې د مجاهدينو په لاس د کابل د سقوط پر مهال د دو تنظيمونو تر مينځ انډوخر پیل شو، لايق په کابل کې و، د کابل د شمالي اوسېدونکی د حزب اسلامي يو سر ګروپ  سيد ادريس کیسه کوي: چې موږ يو څو تنه په لومړي ځل مرکزي کميټې ته دننه شو، هلته لومړی سليمان لايق په مخه راغی، چې کله يې پر موږ سترګې ولګيدي، پښو يې کار پريښود، ما ورته وويل تاسو خپل کور ته تللی شئ، خو لايق فکر کاوه چې د شا له خوا به راباندي د ټوپک ډز وکړي، نو ځکه شوټ ولاړو، اخير زه” ادريس” ورغلم ورته ومي ويل لايق صيب ته بې فکره روان شه، ستا لور اوږۍ زما همصنفۍ پاتې شوي، زه به تا هیڅکله ونه وژنم، له هغه وروسته په لایق کې سا وچليده او ما ته يې وويل چې ترکوره مي بدرګه کړه ، خو ما اطمنان ورکړ چې څوک درسره غرض نلري، ادریس وايي په دې ورځ مي پر لایق زړه وسوځيد او هر څه يې رانه هېر شول.

له هغه وروسته لايق لومړی پاکستان او بيا اروپا ته ولاړ، افغانستان ته د امريکا او متحدينو له فوځي راتګ وروسته سليمان لايق بیرته کابل ته راستون شو، اوس نږدې د ۸۵ کالو په عمر دلته په کابل کې د افغانستان د علومو اکاډومي په رياست کې  د سلاکار په توګه کار کوي.

تېره ورځ مې د zalaand.com وېبپاڼه کې د سليمان لايق يوه تازه مرکه ولوستله، د ځلاند ويب پاڼې خبريال ښاغلی لايق په ډيره ژورنالستيکه لهجه پوښتلی، رو رو يې دمقصد ټکو ته درولی، خو لايق د پوښتنو په جريان کې له يو ډول فکري تزلزل سره مخ ښکاري، هغه يو ځاي د خپل ګوند غړي مخلص او دښه ډسپلين خاوندان ګڼي او له خپلي ګوندي پاليسي نه دفاع کوي، خو بل ځاي بيا د خپل ګوند په اړه وايي:

“هر هغه ګوند، چې د خارجي هېوادونو د مفکورو، د هغوی د ګوندي او دولتي طرز فکر په اساس خپله کړنلاره ټاکي، چې د دې هېواد له کلتور سره مخالف وي، هېڅ وخت ښې ته نه وځي. زه تاسې ته وايم، چې موږ په خپل ګوند کې د سياسي او ټولنيزو اصلاحاتو لپاره په شوروي باور وکړ او کله، چې بحران راغی، نو همدغه شوروي نظام هم سقوط وکړ، موږ په دې هم نه پوهېدو، چې خلکو ته خپله خبره په سمه توګه ورسوو، چې موږ څه غواړو او پر ځای د دې، چې موږ خلکو ته د سياسي او اقتصادي اصلاحاتو خبره ورسوو، داسې شيان مو تبليغ کړل، چې نه يوازې، چې ګټور نه و، بلکې د ټولنې په زيان وو”

له دا ډول ښکاره اعتراف نه وروسته بيا څنګه ښاغلي لايق خپل ګوند ددې ټولني خيرخوا او له مخلصو خلګو جوړ ګڼي، ايا له دا ډول اعتراف نه وروسته به څوک څه ډول قضاوت کوي چي ددغه ګوند غړي افغانستان ته مخلص وو او که يرغلګرو روسانو ته ؟

خلقيان او پرچميان فطرتا غلامانه مزاج لري، شعاورنه خو يې پريږده ، هغوي ته حتی خپل ګوندي اهداف او اصول هم مهم نه وو ، خو د غلامي په برخه کې يې هيڅ کله له باداره سرغړاوي نه کاوه، د روسانو هرجنايت يې مانه، د دغو جناياتو تکرار او تاييد يې د فرض لمانځه په څېر پر ځان لازم ګاڼه.

خو د ګوند دننه، نه د يو بل پر مرګ و، لکه امين چې د ترکي پر خوله بالښت ورکېښود  او مړ يې کړ او نه يې کله روسانو ته وويل چې زموږ د دې بې چاره ولس په اړه لږ له بشري اصولو سره سم چلند وکړئ، حتی روسي جنرالانو په خپلو کتابونو کې ليکلي: چې زموږ د عسکرو نارواوي به افغاني کمونستانو سمې توجيه کولې، جنرال ګروموف په خپل کتاب کې ليکې: چې زموږ عسکرو په لوګر کې جنسي تيري کړي و، کرملين غوښتل محاکمه يې کړي، خو داکتر نجيب ويل چې دا عادي خبره ده!

دلته دی ، چې نجيب د خپل بادار په غلامي کې پر خپل افغاني او پښتني پت باندي هم، ننګه ونکړه، د هيواد له غليمانو سره کلکه وفا او د هغوي په غلامي کې اخلاص د افغاني کمونستانو يواځنی کمال او ځانګړنه وه او بس!

نن موږ وينو چې د کمونیزم هم هغه مخلص خادمان نن د امپريالیزم او امريکايي يرغل په چوپړ کې همدومره مخلصين دي، ځکه هغوی ته نظريه او اهداف مهم نه دي، بلکې د هغوی ځانکړی وصف او کمال ښه او پوره غلامي ده.

ځيني اسناد ښيي چې د مجاهدينو په لاس د کابل د سقوط پر مهال د استخباراتو مهم نظامي اسناد او ځيني اسرار هم يو شمېر پخوانيو کمونستي جنرالانو پر پاکستاني ادارو پلورلي و.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close