افغانستان

د لغمان د رضاکارو ځوانانو او ځوانان په عمل کی ټولنی لخوا د چاپیریال ساتنی په اړه مباحثوی غونډه جوړه شوه

د سلواغی د میاشتی په ۱۲ د تیری پنجشنبی په ورځ د سری میاشتی درضا کارو ځوانانو او ځوانان په عمل کی تولنی لخوا د چاپیریال ساتنی په اړه د ځوانانو ترمنځ مباحثوی غنډه جوړه شوه چی پکی خوا او شا ۲۵ رضاکارو ځوانانو ونډه لرله. نوموړی غنډه چی پکی د لغمان مرکز مهترلام ښاراو خوا اوشاکلیو  څخه راغلو ځوانانو برخه لرله د لغمان د سری میاشتی د ځوانانو په کلوپ کی ترسره شوه چی موخه یی د د چاپیریال په اړه د ځوانانو ضرفیت لوړول او خپلو مسئولیتونه ته پام اړول و، د دی سره سره د ځوانان په عمل کی ټولنه او اهداف یی د لغمان رضاکارو ځوانانو ته وپیژندل شوه.

غونډه چی کور بانه  یی د لغمان سری میاشتی رضاکار ځوانان او د ځوانان په عمل کی ټولنی غړی  وو د د سپیڅلی کتاب په څو ایاتونو سره چی د رضاکار ځوان قاری خلیل الرحمن  لخوا تلاوت شول پیل شوه.

 عزیز الرحمن زکی د د لغمان د رضاکارو ځوانانو د ټولنی مسئول ته بلنه و رکړ شوه ترڅو د غونډی د موخی او اهمیت په اړه خبری وکړی، ښاغلی زکی د غونډی د اهمیت په اړه وویل ؛ هرځوان د ټولنی لپاره مسئول دی چی باید خپل مسئولیت وپیژنی، ځوانان احساس لری خو باید اوږه په اږه کار وکړی ترڅو خپل هدف ته ورسیږی دوی باید یو بل سره و پیژنی او په همغږی سره کار وکړی چی یواځی او یواځی په داسی پور مفهومه ناستو سره شونی ده؛

په دویم پړاو کی د ځوانان په عمل کی ټولنی د ختیځ ساحوی مسئول حمد الله ارباب د ستیج سر ته و غوښتل شوی ترڅو ځوانان په عمل کی ټولنه د لغمان رضاکارو ځوانانو ته ور و پیژنی او د هدف او کارونو په اړه یی خبری وکړی، ارباب د ټولنی، اهدافو،  د ټولنی د غړو او کارونو په اړه تفصیلی معلومات ورکړل چی کټور وبلل شول، د غونډی د اجنډا سره سم ځوانانو ته بلنه ورکړل شوه چی یو پر بل پسی د ستیج سر ته راشی او د ورکړل شوی موضوع په اړه ګډونوالوته معلومات وړاندی کړی.

محترم عزیز الرحمن ذکی صاحب د چاپیریال ساتنی، د چټلی د اثراتو او د ځوانانو پر مسئولیتونو خبری وکړی او ځوانان یی و هڅول ترڅو خپل مسئولیت ته مخه وکړی او د چاپیریال په ساتنه کی ونډه واخلی. ورپسی ځوان عالم او رضاکار مولوی قاری خلیل الرحمن په خپل وار د ستیج پر سر د چاپیریال په اړه د قران او حدیث نبوی په رڼا کی خبری وکړی او ځوانان یی و هڅول تر څو خپله ایمانی او اخلاقی مسئولیت تر سره کړی، خپل چاپیریال وساتی اونورو ته د چاپیریال ساتنی په اړه پیغامونه ورسوی. د موضوع په ادامه سره محترم قاری جاوید جواد د ستیج پر سره په ورته موضوع کټوری خبری وکړی او د چاپیریال په ساتلو کی یی د ځوان ونډه اړینه او ګټوره و بلله، ده وویل ؛ ځوان د ټولنی د راتلونکی ضامن دی چی باید خپل مسئولیت ادا او د چاپیریال په ساتنه کی پوره ونډه واخلی؛

د غنډی په پای کی د ټولو ګنډونوالو ترمنځ د چاپیریال ساتنی په اړه خپلواک بحث ترسره شو چی ډیری ګډونوالو پکی برخه واخیستله اوګټوری خبری یی شریکی کړی.
په پای کی د غنډی د کوربه له خوا د غنډی لاسته راوړنو څخه یادونه وشو او د راتلونکی فعالیت لپاره تصمیم و نیول شو او د ځوانان په عمل کی ټولنی له خوا د د چاپیریال د ساتنی په اړه معلوماتی پانی ګډونوالو ته وویشل شوی .غونډه چی ستیج چاری یی د نظیف الله پردیس له خوا تریره شوی د مولوی خلیل الرحمن په دعا سره پای ته ورسیده.

راپور نظیف الله پردیس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x