افغانستان

ترکمنستان کې نن «ټاپي» پروژه پرانیستل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ټاپي په نوم د افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان ګډه پروژه نن رسماً په ترکمنستان کې پرانیستل کېږي.

دغه پروژه چې ټول ټال اته میلیارده ډالره لګښت لري، له ترکمنستان نه به پاکستان او هند ته ۳۰ میلیارد مترمکعب ګاز ولېږدوي.

د ګازو دا نل لیکه په ترکمنستان کې ۱۴۷ کیلومتره لاره وهي او وروسته افغانستان ته داخلېږي، چې له هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو څخه تېرېږي، چې طالبان پکې پراخ نفوذ لري.

افغان چاراوکي وايي چې د دې پروژې د خوندیتوب لپاره به ۷۰۰۰ تنه ځانګړي ځواکونه وګماري او په وينا يې هر کال به ۱۲۰۰۰ تنو ته د کار زمینه پکې برابره شي.

دغه پروژه په آینده دوه کلونو کې تکمیلیږي، خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بي بي سي ته ویلي د امنیتي ستونزو له کبله کیدای شي یو کال نور هم تاخیر په کښي راشي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د افغانستان طالبان به ددې پروژې مخه ونه نیسي، ځکه چې هغوی مخکې هم د خپل حکومت پر وخت د یونیکال په نامه امریکايي شرکت ته اجازه ورکړې وه چې د افغانستان له لاري دغه پروژه عملي شي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دوی په ساحه کې د دې نل ليکې د تېرېدو په اړه څرګندونې نه دي کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close