نظــر

ډونالډ ټرمپ ته سلام

له بهرنيو سرچينو څخه د عبدالمالک همت ژباړه

زما د دې سره څه کار نسته، او نه له دې څخه کومه خوښي او هوسايي راته په برخه کيږي چي د امريکې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره چی په ۲۰۱۶ زیږدیز – لمریز کال تر سره کیږی د جمهوریت غوښتونکو د ګوند نوماند، لوی مليارډر ډونالډ ټرمپ اوسنۍ څرګندوني په ګرده نړۍ کي په پراخه کچه غندل کيږي. bush cartoon

ټرمپ داسي ډېري خبري کړي دي، خو اوس هغه تر ټولو پولو ورتېر سوی دی.  هغه ويلي دي چي امريکې ته دي د مسلمانانو پر راتلو بنديز ولګيږي. په دې اړه ترټولو په زړه پوري تبصره د سپیني ماڼۍ ده. سپیني ماڼۍ ويلي دي چي د ټرمپ دغه څرګندوني هغه په ولسمشريزو ټاکنو کي له درېدو څخه بې برخي کولای سي. هغه نور په ټاکنو کي د کمپاين کولو وړ نه بلل کيږي.

ټرمپ دمخه ويلي وه چي په امريکا کي دي د مسجدونو څارنه وسي. بیا هغه يو ګام وړاندي واخيست ويې غوښتل چي د امريکايي مسلمانانو لپاره دي ډيټا بیس جوړ سي.

پوښتنه داده چي ټرمپ چي څه وايي آيا د امريکې حکومت په تېرو دیارلسو کالو کي پر دغه حکمت عملي باندي کړنه نه ده کړې؟ د ۲۰۰۱ع.کال د سټمبر د ۱۱ می تر پېښي وروسته ولسمشر بش وويل: نوې صلیبي جګړه پیل سوې ده. امريکې د ملګرو ملتونو له اجازې پرته پر افغانستان یرغل وکړ. هغې نړۍ ته يو انتخاب وړانډي کړ، چي يادي د امريکې سره واوسي، که نه دښمن به وګڼل سي.

بیا امريکې پر عراق يرغل وکړ او هغه هم مازي په دې اټکل چي د صدام حسين سره اټومي او کيمياوي وسلې سته. دا رپوټ د برتانيې استخباراتو جوړ کړی وو، او اوس برتانیه اعتراف کوي چي دا رپوټ غلط وو. د برتانیې پخواني لومړي وزير ټوني بلېر پر دې درواغو بخښنه هم وغوښته. جالبه لا داده چي د برتانوي استخباراتو کوم مامور چي دغه رپوټ جوړ کړی وو، هغه سمدستي په اسرار آميزه توګه ووژل سو. پر عراق باندي د امريکې د یرغل په هکله خپله امريکايانو مخالفت وکړ، په اروپاکي يې مخالفت وسو، په آسیا کي يې مخالفت وسو، مګر د امريکې پوځونو ټول عراق وران وجاړ کړ.

ډېرو هيوادونو د سټمبر د ۱۱ مي د پېښي سره له ډېر ليري څخه لا څه تړاو نه درلوده، خو تر دغي پېښي وروسته د امريکې او د هغې د ملګرو او همقطارانو له خوا د ډول ډول ستونزو، نارواوو او کړاوونو سره مخ سوي دي. په فلسطين، سوريه، ليبيا، مصر، کشمير، سنکیانګ او چيچنيا کي بې دفاع او بې ګناه خلک دا دیارلس کاله شپه او ورځ کړول کيږي او خوږ ژوند يې ځني اخيستل کيږي.

اوس باید ډونالډ ټرمپ ته سلام وسي چي هغه  يوازي امريکې ته د مسلمانانو له ورتلو څخه د منع کولو خبره کړې ده. ښه دی چي هغه نه دي غوښتي چي د بش او اوباما د پاليسيو په رڼا کي دي مسلمانان تر تېغ تېر سي. obama_cartoon

دامريکې ولسمشرانو بش او اوباما چي کومي پاليسۍ غوره کړي دي، د هغو په پايله کي له يوې خوا په اسلامي نړۍ کي بنسټ پالني وده وکړه او له بله پلوه په خپله امریکا کی د ټرمپ غوندي کسان رامنځ ته سول، چي مسلمان دښمني يې وروستۍ پولي ته رسېدلې ده. که په لومړيو دوو لسيزو کي بش او اوباما د مسلمانانو پر ضد د هلوکاسټ د جرم مرتکب سوي نه وای، نو کوم امريکايي ته دا اړتيا نه پېښېده چي هغه امريکا ته د مسلمانانو پر ورتلو باندي د بنديز لګولو غوښتنه وکړي. دغه کومي خبري چي اوس ټرمپ کوي د امريکې حکومت مخکي تر مخکي لا ټکي په ټکي عمل په کړی دی. یوازي د امريکايي مسلمانانو ډيټابيس نه دی جوړ سوی، بلکي د ټولي نړۍ د خلکو لپاره جوړ سوی دی. په نړۍ کي داسي څوک نسته چي له دې ډيټا بيس څخه دي مستثنا وي. موږ واورېدل چي د جرمني د مشري مرکل او نورو جاسوسي کيږي. د امريکې پخوانی ولسمشر (۹۱) کلن ضعیف جيمي کارټر وايي چي هغه د حکومتي څارني څخه د ژغورني لپاره چاته ايميل نه لېږي. په خپل لاس ليک ليکي او په خپله پلی ځي اوپوست بکس ته يې اچوي. د امريکې د قانون سره سم د يو چا کور له مخکنۍ خبرتیا او اجازې پرته تلاښي کېدلای سي. او د سان فرانسسکو د ډزو د پېښي په اړه ولسمشر اوباما د خبرو پرمهال ويلي دي چي امريکا به د نړۍ په هر هيواد کي چي وغواړي د خپلو اتباعو د ژوندانه د امنيت ساتلو لپاره عملیات کوي. پام مو وي چي داخبره ټرمپ نه ده کړې، دا د امریکې د ولسمشر خبر ده او د هغه دغه وينا د سپیني ماڼۍ په دولتي ويب سايټ کي موجوده ده.

زما باور نه راځي چي د برتانيې لومړي وزير دی د ټرمپ غندنه کړې وی يادي د کاناډا نوي لومړي وزير ټرمپ غندلی وي. هسي خو په لکونو کسانو د ټرمپ غندنه کړې ده، خو دا هرڅه ژبنی جمع، خرڅ باله سي. د مسلمانانو سره چي کوم چلند کيږي، تر هغه ډېر بد دی چي ټرمپ وړاندي کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ghaforor mama

His current ill and digraced strategy towards 1.8 billion Muslim is unamerican and sickning.MayAllah(SWT) mute this monsterious monster permanently and ruin his throat

Amin

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x