افغانستان

د ملي امنیت لومړي مرستیال هم استعفا وړاندې کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنیت د رییس رحمت الله نبیل له استعفا وروسته د هغه لومړي مرستیال اديب فهیم هم خپله استعفا وړاندې کړه.

د کابل پوسټ په نوم ورځپاڼه وايي چې دوی ته کره سرچينو ويلي چې ادیب فهیم خپله استعفا اجراييه ریاست ته وړاندې کړې ده، خو تر اوسه يې د رد یا تاييد خبر نه دی ورکړل شوی.

سرچینه وړاندې وايي چې ادیب فهیم له عبدالله عبدالله نه په دې خپه شوی، چې تر مسعود انداربي چې اوس د ملي امنيت سرپرست رییس ټاکل شوی، دی پخپله ډېر وړ کس و.

ویل کېږي ادیب فهیم اجرایوي رییس پر دې ملامت کړی چې د ده د پلار په ژوند کې يې هم ورسره اړیکې ښې نه وي او اوس يې هم له هماغه عقدې کار اخیستی او اندرابي د سرپرست په توګه وټاکه.

مسعود اندرابي دوه ورځې وړاندې وروسته له هغه د ملي امنیت سرپرست رییس شو، چې رحمت الله نبیل خپله استعفا وړاندې کړه او په پاکستان کې يې د ولسمشر غني پر څرګندونو افسوس څرګند کړ.

د شنونکو په باور په دې حساس وخت کې د ګډ حکومت په دې مهمه دستګاه کې دا ډول بې باوري او ګوښه کېدنې ښايي د ګډ حکومت ور پاتې باور هم له منځه يووسي.

ویل کېږي پر دې سربېره په کابینه کې هم د ادلون بدلون خبر ورکړل شوی دی، چې ټاکل شوې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې اوسنی مشر غلام جیلاني پوپل د رحمت الله نبیل پر ځای د ملي امنیت رییس او د هغه پر ځای محمد اکرم خپلواک وټاکل شي.

تر اوسه رسمي سرچينو د دې څرګندونو پخلی نه دی کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجنر حبیب الرحمن
میلمه
انجنر حبیب الرحمن

دا دغریبو افغانانو ازار وهلی خدای ج به تول وشرموی او شه ماړه شو وی فر دوی اشرف غنی دغلا لاری ودرولی نوری دا وظیفی څه کوی

ډاکټر کامران
میلمه
ډاکټر کامران

تا سو خدای چی داخلق دافغانستان دومره لوی ریاست لایقت لری والله با الله چی سل زلی خویی تږی له اوبو تیر باسم داڅه ټفوسان ده چی دافغانستان ددومره لوی ریاست دعوی کوی وایی متل ده شی یی ماشوم ته ورکړ له خاورویی ډک کړ ۰۰۰ دا ټول تر اوسه فیمفرس اغوندی دخدای دپاره دملی ریاست مشر باید داسی کس وی چی اقلا دکتورا په سیاست کی ولری دغو خو ۱۲ هم سم نه دی لوستی له ۱۲ نه په واسطه کامیاب شو وی افسوز ده تاسو ور شی دخلکو دامنیت مشران وګوری غولنګو کی یی هم سفین لګیدلی وی

Back to top button
Close
Close