gender

آیا نر او ښځه سره برابر دي؟

۱ ـ  د نر او ښځې فزیکي جوړښت یو شان دی  او که توپیر لري؟ که توپیر لري نو په دې کې بیا حکمت څه دي؟  

۲ – نر ولې اولاد نه زیږوي؟ او ولې هغه میاشتنۍ بیماري په نر نه راځي کومه چې په ښځه راځي؟

۳ – د حمل او زيږولو  په وخت کې ښځه په  عادي حالت وي او که په غیر عادي؟ که  په غیر عادي او دمریضۍ په حالت وي نو بیا مریض باید شاقه کارونه وکړي او که آسانه؟  استراحت او آرم وکړي که د روغ کس په څېر بهر وګرځي را وګرځي؟

۴ – ښځه د خپل ژوند زیاتره وخت له ځینو طبیعي ناروغیو سره مخ وي، یو خو میاشتنۍ بیماري پرې راځي، او بل د اولاد له هر ځل زیږېدو وروسته  دڅه وخت لپاره ناروغي لري.

۵ – انساني ټولنه په کوم وخت کې ښه پرمختګ کوي؟ هغه وخت چې دټولنې هر وګړي ته له خپل وس او صلاحیت سره سمه دنده وسپارل شي اوکه نه دا چې ټولو ته یو رنګه دنده ور کړل شي؟  او دا کار امکان لري؟

۶ – له آدم علیه السلام نه بیا تر ننه په ټولو انساني ټولنو کې په عام ډول د ماشومانو پالنه ښځې کوي او که نارینه؟ که یې ښځې کوي نو دا ټولې انسانې ټولنې ولې دومره زیاتی کوي چې دماشومانو پالنه یې ښځې ته سپارلې ده؟

۷ – د ماشومانو پالنه په کور کې ښه کېدای شي، چې ورته وزګار  وي، او که نه بهر په کارخانو، مارکېټو، بازارونو اودفترونو کې د کار تر څنګ؟

۸ – په غربي ټولنو کې چې ددوی په ګومان نر او ښځې ته یې برابر حقوق ورکړي، ولې په وړکتونونو کې په عام ډول د ماشومانو د پالنې لپاره ښځې ګمارل کېږي؟ دا د ښځو لپاره امتیاز دی او که زیاتی؟ که زیاتی وي ولې داسې کېږي؟ او که امتیاز وي نر او ښځې ته باید برابر ور کړل شي؟

۹-  د اسلام احکام په تدریجي ډول را نازل شوي، اسلام په تدریجي ډول تغیر راوست، داسلام په لومړیو وختونو کې ځینې داسې کارونه وو چې خاص بندیز نه و پرې، بیا وروسته بندیز پرې ولګول شو، په لومړي سر کې د پردې په اړه ډېر څه نه و، وروسته د سورت احزاب ۵۹ آیت را نازل شو: (  يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (59) دلته نبي علیه الصلاة والسلام ته امر شوی چې خپلو بیبیانو، لورګانو او دمومنانو ښځو ته ووایه چې په خپل ټیکري پر ځانونو را خواره کړي.

د احد غزا دهجرت په دریم کال، او داحزاب سورت د هجرت په پنځم کال را نازل شوی، د احد په غزا کې د دښځو ګډون یو استثنايي او اضطراري حالت و، د عادي او غیر اضطراري حالاتو احکام په اضطراري او استثنايي حالاتو نه ور قیاس کېږي.

 د پردې په اړه وروستنی سورت سورت نور دی، که تفاسیرو ته مراجعه وشي د ډېرو به  ډېر ې اندېښنې لیرې شي.

۱۰ – بل مهم ټکی په مسلح جهاد کې د ښځې ونډه ده،  قدرمنو صحابیاتو رضی الله عنهن مسلح جهاد کولو، داسې خلک شته چې نارینه له جهاد نه منع کوي، که په مسلح جهاد کې د ښځو دګډون خبره ورته وکړې فشار به یې د ۱۰۰ پر ځای ۱۰۰۰ ته  پورته شي، او ټول ویني چې د اشغالګرو ښځې د مسلمانانو د وژلو لپاره په جګړه کې ګډون کوي!

۱۱ – الله جل جلاله د ښځې فزیکي جوړښت ، اوکورني مسولیت ته په کتو سره د ښځې نفقه او اړتیاوې د نر پر غاړه ایښي، د لور اړتیاوې پر پلار دي، که پلار نه وي پر مشر ورور دي، او د مېرمنې د اړتیاوو پوره کول پر خاوند دي، او د مور اړتیاوې پوره کول د زامنو پر غاړه دي، سبحان الله!  دا په حقیقت کې له ښځې سره د اسلام یوه لویه ښېګڼه ده، اسلام وايي دښځې اړتیاوې دهغې د کورني مسولیت او فزیکي جوړښت له وجې باید  دنر پر غاړه وي، او دبشر حقوقو دعوه داران وايي: نه، ښځه بایدخپله کار وکړي، څه بلا وهلې ده، ولې یې په تیاره خوري، باید ستړې شي، ۹میاشتې دې اولاد په نس ور ګرځوي، بیا یې دې وزیږوي، بیا یې دې وپالي او کار دې هم وکړي!

۱۲ –  په عام ډول په ټولو انساني ټولنو کې خلک ولې ښځه دننګ او غیرت پانګه ګڼي؟

۱۳ –  الله جل جلاله ښځې ته د هغې دفزیکي جوړښت، او دانساني ټولنې د ځینو اړتیاوو دپوره کېدو له کبله  ځینې هغه امتیازات او مسولیتونه، نه دي ور کړي کوم چې یې نارینه وو ته ور کړي، دبېلګې په توګه:
د بشریت له ابتدا نه زمونږ تر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پورې په څه کم او زیات ۱۲۴۰۰۰ پیغمبرانو کې یوه ښځه هم  دپیغمبر په توګه نه ده را استول شوې!
ښځه نه امامت صغری ( د لمانځه امامت ) کولی شي، او نه امامت کبری (  دمسلمانانو  امارت او خلافت ) کولی شي!

دطلاق واک الله جل جلاله نر ته ور کړی.

د جماعت او جمعې لمونځ  د نر لپاره ضروري دی، مګر د ښځې لپاره مستحب دی، ضرور نه دی.

مسلح جهاد پر نر لاز م دی، مګر پر ښځه نه دی لازم، هو دضرورت په وخت کې پر ښځه هم لازمېږي.

دکور د اړتیاوو پوره کول د خاوند پر غاړه دي، د مېرمنې پر غاړه نه دي.

ښځه په هره میاشت کې یو څه وخت شرعا له لمانځه نه منع شوې ده، همدا رنګه د روژې په  مبارکه میاشت کې د خپل عادت له مخې څو ورځې به روژه نه نیسي، دمیاشتنۍ بیمارۍ، او دماشوم له زیږیدو وروسته تر څو چې یې بیماري نه وي ختمه شوې، قرآن کریم نه شي تلاوت کولی او نه یې مسح کولی شي، اونه جومات ته داخلېدی شي.

نورخېل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د