
افغانستان
د عامې روغتیا وزارت لپاره د ځانګړې شوې بوديجې ۷۰سلنه ورکه ده
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د عامې روغتيا وزارت مسوولین وايي چې د مالي کال په پای ته رسېدو سره لا هم د دې وزارت لپاره د ځانګړې شوې بودېجې څخه ۷۰ سلنه بودېجه نه ده ورکړل شوې.
د عامې روغتیا وزارت وزیر فيروز الدین فیروز په پلازمېنه کابل کې د ماشومانو لپاره د یو دوه سوه بستریز روغتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
فیروز وویل چې که څه هم د مالي کال وروستی وخت دی، خو دوی ته د ور ځانګړې شوې بودېجې څخه یوازې دېرش سلنه بودېجه ورکړل شوې ده، چې ګڼې ستونزې يې په وړاندې لا هم بې حله پاتې دي.
د ګډ حکومت دواړو مسوولینو د ټاکنیزو ناندریو په وخت کې ژمنې کړې وې، چې افغانان به نورو هېوادونو ته د درملنې پر ځای پخپل هېواد کې د درملنې بشپړ امکانات ولري.
ياده دې وي د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د ۷۰ سلنې بودېجې د نه ورکړې شکایت کوي، چې نور مالي کال پای ته په رسېدو دی او دا نه ده څرګنده چې دا ۷۰ سلنه ځانګړې شوې بودېجه چېرته لګېدلې ده.