ټکنالوژي

د ایچ ټي سي (HTC) د راتلوونکی سمارټ فون پیاوړې ځانګړتیاوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۴ل): روان کال ایچ ټي سي (HTC) کمپنۍ د ځینو غوره ماډلونو وړاندې کولو سره وتوانید خپل له لاسه ورکړي پیریدوونکي بیرته جذب کړي او د پام وړ ګټه ترلاسه کړي.

دغه کمپنۍ د پام وړ بریا څخه وروسته اوس غواړي خپل نوی سمارټ فون له ځانګړو ځانګړتیاو سره وړاندې کړي. د راپورونو پر بنسټ د ایچ ټي سي دغه سمارټ فون پرفیوم (Perfume) نومول شوی.

له دې وړاندې یوازینی معلومات چې د دغې سمارټ فون په اړه شتون درلود هغه دا و چې دغه سمارټ فون به له انډرایډ ۶.۱ (Android 6.1) سره کاروونکو ته وړاندې کیږي. له دې څخه معلومیږي چې دغه سمارټ فون به د ۲۰۱۶ کال په نیمايي کې کاروونکو ته وړاندې شي.

تر دې مهاله بیا هم د دغې سمارټ فون په اړه بشپړ معلومات شتون نه لري او د ټکنالوژي برخې څیړوونکي فکر کوي چې پرفیوم (Perfume) به د دغې سمارټ فون کوډ وي.

ویل کیږي چې دغه سمارټ فون به له ۶ انچه ډسپلې او ۱۴۴۰*۲۵۶۰ پیاوړی ریزولوشن سره کاروونکو ته وړاندې شي. همدراز دغې سمارټ فون کې سنپ ډراګن ۸۲۰ (SnapDragon 820) ډوله پروسېسر ځای پر ځای شوی.

دغه سمارټ فون به له ۴ ګیګابایټ رېم او ۱۲۸ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره وړاندې شي. یوه نسخه به یي له ۱۶ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره هم وړاندې کیږي.

د شته راپورونو پر بنسټ د دغې سمارټ فون اصلي کامره به ۲۰.۵ میګاپکسله او مخکینۍ کامره يي ۵ میګاپکسله ده. دغې سمارټ فون کې ۳۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لروونکی بیټرۍ کارول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x