افغانستانخبرونه

امت ورځپاڼه : نبیل د هندوستان جاسوس وو

نن ټکی اسیا (د لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۴ل ):پاکستان پوځ ته نږدې مطبوعاتو د افغانستان د ملی امنیت د رئیس ښاغلی جنرال رحمت الله نبیل پر استعفأ تبصری او لیکنی کړی دی له کراچی څخه خپریدونکی امت ورځپاڼه چی د پاکستان له پوځی کړیو سره اړیکی لری تیره ورځ د افغانستان د ملی امنیت د رئیس ښاغلی رحمت الله نبیل پر استعفأ لیکنه کړی او د یوی تبصری په ترځ کی ئی لیکلی دی چی رحمت الله نبیل په مری – اسلام آباد کی د طالبانو او افغان حکومت تر مینځ د مذاکراتو او خبرو اترو بشپړ جریان د هند د استخباراتو د شبکو په واک کی ورکاوه او دلمړی ځل لپاره د ملا محمد عمر د مړینی خبر هم د رحمت الله نبیل له لوری بربنډ شوی ؤ .
ورځپاڼه زیاتوی چی د جنرال نبیل دغه تور چه ګنی پاکستان ته یی د اشرف غنی پر سفر د اعتراض له لامله استعفا وکړه درست نه دی . ورځپاڼه لیکی چی د اسلام آباد د مری دغونډی بشپړ جریان هم درحمت الله نبیل له خوا د هند د استخباراتی کړیو په واک کی ورکړل شوی ؤ . ددی سره سره د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړینی خبر یی هم لومړې د هند ورځپاڼو په واک کی ورکړ او بیا وروسته په نړیوالو ورځپاڼو او خپرونو کی خپور شو .ورځپاڼه په هم هغه وخت کی په ځانګړی توګه د افغانستان د ملی امنیت اداری لپاره د هغو اطلاعاتو راپورونه چی زیات محرم حیثیت یی درلوده او د رحمت الله نبیل له لوری د هندوستان د امنیتی شبکی RAW په واک ورکول کیدل هم ډیر له مخه یادونه کړی وه .او آن تردی چی د امریکا د متحده ایالاتو زیاتره استازیو ښاغلی اشرف غنی ته یادونه کړی وه چی د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ په مذاکراتو کی یو خنډ هم رحمت الله نبیل دی چی له هم هغه وخته یعنی څلور میاشتو را پدی خوا یی له اشرف غنی سره اړیکی ترینګلی ؤ . ویل کیږی چی په راتلونکو څو اونیو کی به له طالبانو سره په رسمی توګه د خبرو بهیر له سره پیل شی او اوس به دغه خبری اتری د امریکا – چین – پاکستان او افغانستان په حضور کی تر سره کیږی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x