نظــر

سوله د چا سره کوه

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

دافغانستان په تاریخ کی داسی نه دي سوي چی خپله سوله د بل هیواد څخه غواړي په دی کی شک نسته چی د هیوادونو لاس به پکښي وي هر هیواد به خپلي ګټي دلته پیدا کوي خو زموږد هیواد مشرانو ته په کار ده چی خپل مشکل د خپلو خلګو سره په خپله حل کړي تا سي فکر وکی ولسمشر اشرف غني چی پاکستان ته ولاړی پاکستاني چارواکو په ډاګه ورته وویل د افغانستان د پاره سوله حتمی ده افغانستان زموږ ګاوندی هیواد دی د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن دی دا چی دلته داتیر ۴۰ کاله جنګ دی او هره ورځ زموږ خلګ بیګنا وژل کیږي تر اوسه موږ په دی خبره نه پوهیږو چی رښتیا د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن دي ؟

د افغانستان په تاریخ کي که سړی وګوري د افغانستان د ګاونډي هیواد پاکستان سره ډیر مشکلات لرلي دي اود افغانستان خلګ هم اوس وایی چی پاکستان د افغانستان ښکاره دښمنی کوی ترهګر را استوی عام افغانان اومهاجرین په تنګوی خوراکی توکی کله ناکه را باندی بند وی او کله پټ او کله ښکاره هم په دی خاوره حملی کوی، د بیلکی په توګه ۴ کاله یی د کنړ ولایت څو ولسوالی تر را کټي بریدو لاندی راوستلي وې او د پاکستان فوج په ډاګه وویل چی د پاکستانی طالبانو مر کزونه په افغانستان کی سته او موږ هغه په نښه کو.

هره ورځ به عام خلګ ماشومان اوښځی وژل کیږی خو د افغانستان حکومت یوازی تر خبرو پوری دا موضوع یادول عمل بلمثل یی نسوای کولی زما په یاد دی چی یوه ورځ مخکني ولسمشر حامد کرزی وویل چی که موږ هم بمبار وکړو او يا توغندۍ د پلی هغه خوا ته ور و غورځوو،نو هلته هم پښتانه پرا ته دی اوهغه زموږ وروڼه دي وژل کیږی زه نه غواړم چی پښتون بچی که هغه د پولي هاغه خوا ته وی یا دی خوا ته مړ سی اوس دلته سوال پیدا کیږی چی د افغانستان دښمن خو معلوم سو چی پاکستان دی، نو د پاکستان دښمن هندو ستان دی خو هندوستان بیا د افغانستان سره دوست دی دلته خبره پیدا سول چی د پاکستان دښمن د افغانستان دوست دی نه دښمن دلته چی د سولی خبري شروع کیږی په هغه ورځ د هلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ سقوط وکړ اودکندهار پر هوای ډګر وسله وال برید ترسلو زیات کسانو ته مرګ ژوبله واووښته.

موږ دولت تر اوسه په خپل داخلی عواملو نه دی خبر چی زموږ خلګ ولی جنګیږی او خلګ ددولت څخه څه غواړی او دولت د خلګو څخه کوم شی دی چی دولت د خلګو څخه پټ کړی دی؟

خلګ ناراض سوي دي او کوم شی دی چی خلکوددولت څخه پټ کړی دی؟ چی دولت باندی ناخوښي سوي دي دا کار نو بیا معلوم سو چی سوله که خارجی عوامل لری دا خلی عوامل هم لری او دلته سوله په وطن کی دولت او جنګیالیان نسی راوستلی،بلکی ثالث بالخیر.
۳یمه ډله خلک چی نه په دولت کی وی او نه د وسله والو مخالفینو سره ولاړ وی هغوی باید دواړو خوا ته ور سی او د سولی خبر ی له سره شروع کړی دا سی نه کیږی چی هم دی جنګ وی هم دی د سولی خبری روانی وی د یوی خوا دی مرګ ژوبله روانه وی د بلی خوا دی بیا دولت د وسولی خبری کوی په دا سی وخت کی نو بیا سوله نسته بلکی د خلکو په سترګوکي خاوري پاشل دي لکه دا څو کاله چی یاده لوبه روانه ده او ترټولو زیات تاوان عام ولس ته رسیږي.

په هیواد کي د تلپاتي سولي په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x