
غزل – بلال باسل
ښه اسلوب لری ښه سم غـزل لیکــمـه
زه خــورا په لــوړ پـرتــم غــزل لیـکمـه
ستا لپاره، ستاپه مـینه ستـا پـه یــاد کی
کرۍ شپــه هـم صبحدم غــــزل لیـکمـه
دا می درد دی دامـی څړیـکه دپرهـــر ده
خوله کی اه سترګو کی نم غــزل لیکمـه
له دی یوی ګنــاه راتیرشی باری خـدایـه
داچــی کــله دصـــــــنم غـزل لیکــمـه
زموږ ژونـد ،پاس پری لیکـــلی کلـمه ده
دخپل سپین تـوغ سپین پرچـم غـزل لیکمه
دامی هیــلــه تـمـنا دامـی دعــــــا ده
خــــدایه راکړی یـو قلــــم غـزل لیکمه
داڅو کرښی می تر تاســو پوری راوړی
زه باسل نور درنه ځــــم غـــــزل لیکمه
ایا زه کولای شــم چی ستاسو پوست خفل ایدی ته کافی کړم
منننننه