نړۍ

د ازاد شویو پنځو طالب بندیانو په اړه د سپنۍ ماڼۍ او کانګرس ناندرۍ

نن ټکی اسیا (لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۴ل ): د امریکا په کانګرس کې جمهوریت غوښتونکو ویلي چې له طالبانو سره د بندي امریکايي عسکر «بو برګډال» په مقابل کې له ګوانتنامو زندان څخه د پنځو طالب بندیانو د تبادلې په موضوع کې دوی له پامه غورزول شوي او په جریان کې نه دي اچول شوي.

د کانګړس غړي وايي چې سپینې ماڼۍ سیاسي ګټو ته پر قانوني اجراءاتو لومړیتوب ورکړی.

خو د دیموکرات ګوند غړي وايي چې دا نیوکه سیاسي انګیزه لري او د اوباما ادارې پر وړاندې جدي ګواښ نه شي جوړولی.

د اوباما اداره استدلال کوي چې د امریکايي بندي برګډال په ژوند له ویرې له کبله یې ګانګرس په جریان کې نه و اچولی او زیاتوي چې د داسې کړنې قانوني حق لري. خو مخالفین یې دا استدلال نه مني.

د کانګړس جهوري پال غړي په یاده موضوع کې دوی ته د سپینې ماڼۍ نه پام «ستره بې نظمي» بولي او د اوباما ادارې دا استدلال ردوي چې ځکه یې ګانګرس بې خبره وساته چې «حالات غیر عادي» و.

له ګوانتنامو زندان څخه ازاد شوي پنځه تنه طالب مشران د هغو ۴۸ بندیانو له ډلې څخه وو چې د اوباما ادارې یې د نه ازادولو پرېکړه کړې وه. خو سپینه ماڼۍ وايي چې د امریکايي پوځي «برګډال» د خلاصون لپاره یې بله هیڅ چاره نه درلوده.

د جمهوریت پال «ماک تورنبیري» په مشرۍ د کانګرس نظامي کمیټه له ۱۸ میاشتنیو تحقیقاتو وروسته دې نتیجې ته رسیدلې چې د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو ته له تبادلې څخه یوازې څو اونۍ مخکې په مذاکراتو کې د ګډون حق ورکړل شوی و. نوموړې کمیټه په خپل راپور کې لیکي چې «له همدې کبله له ګوانتنامو څخه د طالب بندیانو په انتقال سره به د خطرناکو پایلو امکان ډیر زیات شي».

د یادې کمیټې غړو د اوباما په هغې پرېکړې هم نیوکې کړي چې د دفاع وزارت اړوند متخصصین یې تر ناوخته پورې له دې پروسې څخه لرې ساتلي وو.

د کانګړس غړي دا نیوکه هم کوي چې د ۲۰۱۳ کال په ډیسمبر کې پخپله اوباما هغه پرېکړه لاسلیک کړې وه چې له مخې به یې د ګوانتنامو هر بندي له ازادولو یوه میاشت مخکې ګانکرس ته خبر ورکول کیږي، خو زیاتوي چې دوی ته له پېښې دوه ساعته مخکې خبر ورکړل شو، حال دا چې پنځه طالب بندیان دوه ورځې وړاندې خبر کړل شوي وو.

خو د سپینې ماڼۍ یو لوړرتبه چارواکي د دغو نیوکو په غبرګون کې سي ان ان ته ویلي دي چې د ملي مسئولیت پر اساس دوی مکلف وو چې هیڅ امریکايي تبعه د جګړې په ډګر کې په پوځي یونیفورم کې تر شا پرېنږدي، نو ځکه یې د موضوع جریان له کانګرس او دفاع وزارت سره نه دی شریک کړی.

«مونږ له ګوانتنامو څخه تر هغه پورې بندي بل ځای ته نه انتقالوو تر څو د نوموړي له پلوه د امریکا ملي ګټو ته د ګواښ نه متوجه کیدو ډاډ تر لاسه کړو. په دې موضوع کې مونږ دغه ډاډ تر لاسه کړی».

نږدې ۱۹ میاشتې مخکې د طالبانو سیاسي دفتر د قطر هیواد په منځګړتوب له امریکا سره د مذاکراتو په پایله کې خپل پنځه تنه مشران د یو امریکايي بندي په مقابل کې له ګوانتنامو څخه ازاد او قطر هیواد ته انتقال کړل. د هغې توافقنامې له مخې چې د طالبانو، قطر او امریکا ترمینځ لاسلیک شوې، پنځه تنه ازاد شوي طالب مشران به تر یوه کاله په قطر کې اوسیږي او د دغې مودې له پوره کیدو سره سم به په ازاد حیثیت هر ځای کې اوسیدلی شي.

که څه هم دغه یو کلنه موده شپږ میاشتې وړاندې پای ته رسېدلې خو داسې راپورونه شته چې لا هم نوموړي طالب مشران له دې هیواد څخه د وتلو اجازه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x