نظــر

روسیی ته د سوریی د ملی مقاومت مشر احمد معاذ خطیب بلنه

بسم الله الرحمن الرحیم
خوږو مسلمانانو ورونو او خویندو  اسلام علیکم :
که تاسی  د نړی خبرونه تعقیب کړی څو ورځی مخکی د نن اسیا ټکی  په  وسیله دا خبره  په ډاګه شوه چه  د ویکی لیک ( سی ای ای  لیک )  څخه د حقایقو دا پرده  برسیره شوه  چه  امریکا  بشار الاسد ته د  اسلامی انقلاب په ضد مخکی له  مخکی پنځه بیلونه ډالر ورکړی وو چه  د مجاهدینو  اسلامی پاڅون د ماتی سره مخ کړی  ، خو دا کار ډیر محرامانه شوی وو ، دا چه اسلامی خو څښت  سره ددی هم  په زور کی شو  نو  ټول لویدیز د هغه دوه مخی  له مخی چه لرلو  یی ، 

د  سوریی د مچاهدینو سره  یی  خپل ملاتړ اعلان کړو  په دی غشی یی دوه هدفه په نښه کړی وو ، یو داچه نړیوالو ته  دوکه ورکړی چه مونږ خو  په سوریه کی د  دیکتتاتوری په خلاف د  قاطع اکثریت سره  و لاړ یو دیموکراسی حمایه کوو  چه مونږ په نړی کی د  دیکتاتوری رژیمونو سره ملګری نه بلکه د هغو په خلاف  ولاړ یو .
 له بلی خوا  به د سوریی مجاهدین په قوس کی ونیسو  چه نور اسلامی ملکونه ورته  د بشار د هوایی ضد  کومه وسله ورنګړی کوم چه تر اوسه یی ۶۰۰۰۰ کسان وژلی دی  ، دا یی دوهم بل  لوی هدف د مجاهدینو د مخنیوی د پاره وو  ډریم دا چه د مجاهدینو سره د دوی  نزدی اړیکی  به د مجاهدینو منځ کی درزونه رامنځته کړی  او دا  ویش به د مجاهدینو د ماتی  بله وسیله شی .
که سره ددی بیا  هم مجاهدین  د بریالیتوب خواته  روان وی   نو مونږ  به ورپکی خپل خلک  وروزو  او یا به یی په بیه واخلو  لکه ربانی ، سیاف او نور چه  یی  په ډیر اوچت قیمت واخستل  نو له بریالیتوب وروسته به دغه کسانو ته سیاسی قدرت په لاس ورکړو  او  د مجاهدینو وینی به لکه د افغانستان د مجاهدینو په شان ضایع کړو د سکولریزم  بله مهره به  را منځته کړو  او په  دی وسیله به  یی( د دوی په اصطلاح) د شیطانی خط  د بیا جوړیدو مخه نیولی وی   ، په دی هکله  ما څو ورځی مخکی اوږده لیکنه هم لیکلی وه.
بل نوی خبر زما  دمخکنی  لیکنی رشتینولی لا پسی  اثبات ته ورسوله ،  دسی  ای  ای  د  لیک  په  خپریدلو  (ګمان)   په  ( شک ) ،  د سوریی د مجاهدینو مشر بلنه روسی ته  ( شک ) په  (  یقین ) او قرار قرار به  (یقین )  په (  پوره یقین )  او اخره کی به لکه د لمر په شان د لویدیز دوه مخی نړیوالو  ته   لکه ( دزد با پشتاره )  په ډاګه شی.  ټولو که څه هم زه  د مجاهدینو د مشر د بلنی سره  ډیر مخالف نه یم  کیدی شی دا د سیاسی حل د پاره  لیار هواره کړی .  که  دا  کار د خلک وژنی مخه ونیسی او هم  د مجاهدینو  روا غوشتنی ( اسلامی نظام پیاده کول ) بر اورده شی زه  یی دا سفر نیکمرغه  او پرځای ګڼم .  خو د  سوریی د مجاهدینو د پاره د بدو عواقبو تصور هم کیدی شی .
د روس له دی بلنی دا خبره هم په ډاګه شوه  چه  روس د امریکا سره  په ضد کی نه   بلکه د اسلامی نظام د مخنیوی د پاره  یوه پالیسی او یو  دریز لری  ، خوله په خوله او اوږه په اوږه دی .  د سوریی حکومت ته د امریکایانو پنځه بیلونه  (ښکاره شوی) ډالری د مجاهدینو په ضد مرسته کول د ډیری حیرانتیا وړ خبره ده ،  د بشار د رژیم د تحکیم   د پاره د دومره مرستو سره سره بیا هم  مجاهدین بریالیتوب ته نزدی شو.  استعمار په دی ویره کی چه که  حالات مهار وساتلی شی  مجاهدینو ته د سولی لاس باید  اوږد کړی  او ددی سولی د پاره  پرونی دشمن  ( روسیه ) د نن  ورځی دوست ټاکلی شوی ده  او د سولی صلاحیت یی هم روسانو ته ورکړو  .  لکه د  ولیبال په لوبه  کی چه  روس پاس او  امریکا شو ټ کوی دا ثابتوی چه دوی  دواړه  په یو اړخ کی واقع دی  مخالف قطب کی قرار نه لری.
لکه څنګه چه ټول کفار یو واحد ملت ، مسلمانان هم یو واحد ملت یا امت دی ،  لکه څنګه چه روسانو د لویدیز استعمار سره  په یوه اړخ او یا یوه جبهه کی کار کوی یو بل ته لکه د ولیبال د لوبی  په شان پاس ورکوی  او شوټ کوی .
نو  د نن ټکی پاڼی هم د سوریی په ورپیښو شوو پیښو  کی مونږ ته  دا دوهم ځل دی معلومات برابروی او مونږ ورباندی څیړنه  او بیا لیکنه کوو او نړیوال له پټو او مرموزو حقایقو خبروو.  او د نننی د جالی استعمار دوه مخی په ډاګه کوو .
د سوریی د مجاهدینو مشر ورور (ښاغلی خطیب صاحب ) چه روسانو ورته  د سوریی د سیاسی حل د څیړلو د پاره بلنه ورکړی ده  شاید څه ګټه ولری ، شاید څه بد عواقب هم ولری   . مونږ  مسلمانانو ته الله ج فرمایلی دی چه تاسی  ته د کفارو په مقابل جنګ ( جهاد ) کی  اجازه نه شته  چه کفارو  ته د سولی لاس اوږد کړی  څکه دا لاس اوږدونه  ستاسی مورال ماتوی ، ستاسی دریز کمزوری کوی برخلاف د کفارو مورال تقویه او لاس بری کیږی  خو که کفارو د سولی صادقانه  لاس دراوږد کړو  ، ویی منی .  دا به ددی معنی هم ولری چه مسلمانان یواځی په جنګ نه  ، سولی ته  تر جنګ ډیره  ترجیح ورکوی  ، اسلام د سولی او رحمت  دین دی.  د مسلمانانو جنګ او مجادله یواځی د نړی د استثمارګرو  او ظالمانو سره ده  دغه ظالمان او استعمار هڅه لری چه غیر مسلم له  مسلمانانو  څخه لیری او په ویره کی وساتی په داسی حال کی چه د اسلام  دین نړیوالو ته سوله او هوساینه تضمینوی خو همدا  د مظلوم بشریت هیلی که  پوره کیږی د استثمارګرو او حریصوسرمایدارانو   د حرص کاسه چپه کییږی .
لنډا  دا چه مونږ باید د کفارو د ( سولی لاس اوږدولو) ته که مخلصانه وی لبیک ووایو  ، الله ج فرمایی چه د  کفارو سره په سوله کی هم   محتاط  و اوسی .
 په دی خاطر د سوریی د مجاهدینو د محترم مشر  په سفر به د احتمالی بدو عواقبو  څه یادونه وکړم    هغه ځینی بد عواقب به دا وی :
اول ـــــ د ا چه مونږ  په اخرو دوه  پیړیوو  کی د دواړو شیطانی نظامونو بد نیتونه   او بد عواقب ولیدل   چه دواړه نظامونو  زمونږ د اسلامی نړی سیاسی قدرت  په خپلو کی سره ویشلی دی  چه همدا اوس مونږ  په  افغانستان ، عراق او سوریه کی د همدی شیطانی طاقتونو دیکتاتور او  ګوډاګی  نظامونو په لیری کولو  څو میلونه خلک شهیدان او اوس په لیری کیدو  به یی  څو میلونه بی ګناه او بی دفاع خلک شهیدا ن ورکوو ، دوی بیا هم  مونږ  خپلی خپلواکی ته نه پریږدی ، نو د سوری  ددی مشر  ورور تګ روس ته  به د مجاهیدنو په صفوفو کی ډیره بی باوری رامنځته کړی (لکه دا کار د طالبانو سره  په قطر کی هم وشو) نزدی وو چه مجاهیدین سره وویشی چه تر دیره حده بریالی هم شول یعنی حزب اسلامی  او امارت اسلامی یی سره  غوښه چاړه کړل او حزب اسلامی یی دی نزدی کړو  چه د اوسنی فاسدی اداری سره یوځای شی  .
دوهم ـــــــ دوی به دا کوشش هم وکړی چه دروند مشر خدای ناخواسته ترور کړی او د ترور پړه هم په مسلمانانو ور واړوی  او لا به څوک نه پوهیږی  چه دا کار چا وکړو  او که ښکاره هم شی  نو هغه مشر خو بیا نه راژوندی کیږی وایی( سل دی ومره خو د سل مشر دی مه مره) ممکن چه مجاهدین د بل مشر په ټاکلو کی پاتی راشی  او دابه د اسلامی غورزنګ د ماتیدو پیله وی .
دریم ـــــــ ددی هڅی به هم وشی که ډروند مشر ورور په بیه واخلی  او داسی مواد ورته تزریق کړی چه نور به  هغه مشر نه وی کوم  چه مخکی وو .
څلورم ـــــــ  کیدی شی  هغه مشر  ورور د امریکا او  روس په مرستو کی مشکوک کړی  چه د کوم یوه مرستی  واخلی او کومی ردی کړی ، کوم یو به  یی دشمن او کوم یو به  یی رشتینی دوست وی .
پنځم ـــــــ په دی قانع شی چه دده  څو ملګری د بشار سره  وزیران شی ، چه وروسته به هغه وزیران یا په بیه واخلی او یا به لا په یوه پلمه یا بله ترور ، بدنام او له دندو ګوښه کړی  شی .
شپږم ـــــــ د دی مشر اړیکی ، به ددی باعث شی چه د اسلامی ملکونو مرستی ورباندی بندی شی  لکه اوس چه امریکا ورباندی له اسلامی ملکونو څخه د بشار د رژیم د هوایی ضد وسله  بنده کړی ده  .
اووم ـــــ  دوی خپل  پلانونه د خپلی شیطانی میدیا په واسطه  مخی ته بیایی  دوی به د سولی پروسه اوږده کړی، جنګ به اوږد ، انسانی تلفات به زیات شی ورو ورو به خلک  د میدیا په واسطه له جنګه ساړه شی او لا به یی نوره وسه نه رسیږی .
اتم ــــــ شاید دوی د مجاهدینو  مهم قوماندانان په بیه واخلی یابه  په یوه یا بله وسیله له منځه یوړل شی یا  به قوماندانانو ته مستقیمی مادی او نظامی مرستی کوی رهبران ا و قوماندانان به سره جلا  کړی ( چه دا کار افغانستان کی هم وشو او افغانان لسو کلونه خپل منځ ګی وجنګیدل).
داسی نور بد عواقب هم شته  ځو عمده عمده  می ولیکل .  له ټولو مهمه خبره داده که روسیه او امریکا په دی سوله کی رشتینی وی نو دا کار یی ولی له اوله او یا منځ کی نه کوو ددی ۶۰۰۰۰ بی ګناه او بی دفاع انسانانو وینی خو به نه تویدی له ینمه زیات سوریه خو به په کڼدواله نه بدلیدی. بله ډیره مهمه خبره ،  چه سوریه نیمه مړه او نیمه ژوندی د ځنکدن په سلګیو کی ده اسراییلو  جنګی طیاری د سوریی  کوم مهم جنګی مهمات  بمباردوی ، که دا ځایونه اسراییلو ته مهم وو نو دا بمباری یی مخکی ولی  نه کوله  ایا دا د بل ملک په حقه حقوقو تیری  او د بین المللی قوانینو څخه سر غړونه  نه ده ؟ خو پس له دی چه مجاهدین د بریالیتوب ته نزدی کیږی او د بشار الاسد رژیم (سره ددی چه د امریکا، روس ،چین او ایران مرستی ورسره کیږی)  بیا هم په ړنګیدو ښکاری  او ډیره نزده ده چه د سوریی حکومت د مجاهدینو  لاس ته ورسیږی  نو اسراییل  دا اوس مناسب وخت ګڼی  چه د مجاهدینو حکومت مخکی له مخکی کمزوری شی  ، تاسی وګوری څومره دوه مخی ، نړیوال تروریزم او یا بین المللی مافیه په کار اچولی ده .

  په درناوی

( الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x