افغانستان

د سیمه ییزو ارګانونو مشر له استعفا وروسته امريکا ته لاړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د ملي امینت عمومي رییس رحمت الله نبیل استعفا ورکړه، د ګډ حکومت په کابینه کې دا لړۍ نوره هم پراخه شوې ده.

د ملي امنیت ریاست د لومړي مرستیال اديب فهیم د استعفا خبر هم ورکړل شوی دی، خو تازه راپورونه وايي چې د سیمه ییزو ارګانونو مشر غلام جيلاني پوپل هم له خپلې دندې استعفا ورکړې او امريکا ته يې پښې سپکې کړې دي.

پژواک خبري اژانس د یوې سرچينې په حواله وايي چې پوپل له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کومه موضوع ناندرۍ ترسره کړې او له خپګان وروسته يې له دندې استعفا کړې او امريکا ته روان شوی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو وياندې منیرې يوسفزۍ هم منلي چې د دوی مشر امریکا ته تللی، خو د دې په وينا پوپل د ولسمشر په اجازه امریکا ته سفر کړی دی.

وړاندې تر دې ویل شوي و، چې ښايي پوپل له رحمت الله نبیل وروسته د ملي امنیت عمومي رییس شي، خو ویل کېږي که د پوپل او غني تر منځ خپګان په خوښۍ بدل نه شي نو د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی به دې ریاست ته ور معرفي شي.

پاکستان ته د ولسمشر له سفر وروسته د ګډ حکومت په کابینه کې د بدلونونو خبرونه ورکړل شوي دي، چې شنونکي يې د پاکستان د فرمایشاتو پوره کول بولي.

ویل کېږي غلام جيلاني پوپل یا هم معصوم ستانکزی د ملي امنیت د رییس، محمد اکرم خپلواک د سیمه ییزو ارګانونو د مشر، د ماليې وزیر اکلیل حکيمي به د ولسمشر د دفتر مشر او د دفتر اوسنی مشر سلام ر رحیمي به د ماليې وزیر په توګه معرفي شي.

تر اوسه دولتي سرچينو رسماً د دې راپورونو پخلی نه دی کړی.

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close