افغانستان

اجرايوي رييس د يو پلاوي په ملتيا چين ته ځي

نن ټکی اسیا (نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): ): اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د یو پلاوي په ملتیا نن د چين پلازمېنې بيجنګ ته روانېږي.

د اجرايوي رياست له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ډاکټر عبدالله عبدالله د شانګهای د سیمه ییزو همکاريو سازمان په کلنۍ ناسته کې د ګډون لپاره ځي.

خبرپاڼه کاږي چې اجرايوي رییس به د ۱۱ وزیرانو په ملتيا نن ماښام بېجنګ ته روان شي.

د شانګهای د همکاريو سازمان په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې پرانیستل شو، چې قرغزستان، تاجکستان، قزاقستان، ازبکستان، چين او روسیه يې غړيتوب لري، خو افغانستان، هند، پاکستان، ایران، ترکمنستان او منګوليا پکې د ناظرينو په توګه ګډون کوي.

خبرپاڼه وړاندې زياتوي چې دغه پلاوی به له چيني چارواکو سره بېلابېلې ناستې هم ولري.

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close