نظــر

شمالی ټلواله او راتلونکی ټولټاکنی

لکه څنګه چی د افغانستان د ټولټاکنی لپاره موده رالنډیږی نو د دولت هره مخالفه سیاسی ډله ددی په لټه کی شی چی د ځان د پایښت لپاره پکی مناسب ځای ولری نو د همدی حقیقت په اساس ځینو جنګ سالارانو له دی ویری چی ګنی بیا پښتانه حکومت واګی په لاس وانخلی سره سلا او مشوره شول.
دا د جنګسالارانو هغه ډله ده چی هر افغان ددوی له لاسه په مختلفو ډولونو کړول او ربړول شویدی، کورونه لوټل شوی، مورګانی بوری شوی، د خلکو عزت او ناموس ته سپکاوی کړی او بالآخره داسی جنایتونه له دوی څخه شوی چی د بشر په نوم د نړی په یو ګوټ کی هم نه وی تر سره شوی او یا هم څاری یی ډیر کم وی.

زما مطلب نفاق اچول او بد بینی نه ده بلکه غواړم ددوی شیطانی څیری چی ځینو اوس هم پری اعتماد او اعتبار لری خپل مجاهد، دریدلی، کړیدلی او شهید پرور ولس ته ور ښکاره او ددوی خیانتونه او جنایتونه ور په ګوته کړم تر څو خدای مکړه په راتلونکی ټولټاکنو کی دوی غلط نشی او بیا د کرزی د ککړی او له فساده ډک اداری په شان یا له هغی په بد حالت غداران او جلادان حکمرانان نه شی. نوپه لاندی ډول ددوی په تیرو کړنو په یوی لنډی کتنی ستاسو پام اړوم:
د ملي جبهی مشر (نشنلست) احمد ضیا مسعود وایی: (جمهوري دا معنا نه لری چې حکومت اوحاکمیت دې میراثي او په یوه قوم پوری مربوط وی او هغه هم د درغلۍ له لارې نو ځکه که څوک د افغانستان د خلکو په سیاسي حقوقو کې د درغلیو لامل ګرځي، ملت به یې نوره ونه زغمي او موږ به په لاریونونو لاس پورې کړو.)
زه د کرزی پلوی نه کوم خو دی صاحب ته وایم چی کرزی همدومره ظرفیت درلود چی ستاسو په شان خلکو ته په حکومت کی ځای ورکړه چی درغلی او خیانت مو وکړل، د خلکو کورونه مو تالان کړل، د خلکو په ناموس مو صرفه ونه کړه، د عزت په نوم مو چاته څه پرینښودل او سل نور فجایع مو وکړل نو تاسو محترم اوس څنګه د درغلۍ او د خلکو د حقونو خبری کوی. د افغان اصیل بچی نور په تاسو نه غولیږی خو دا څلور یا پنځه غله چی ستاسو شاوخوا راټول دی آیا همدا ستاسو ملت دی او که نه بیا کوم ملت؟ په کورنی جنګونو کی دا ملت چیرته وو؟
کله چی د خپل سکرتر کاظم پواسطه د همدی ملت جایدادونه مو قاچاقبرانو او جلادانو ته د پیسی په مقابل کی ورکولی بیا دا ملت چیرته وو؟ کله مو فکر کړیدی چی بیت المال هم د ملت مال دی؟ آیا تاسو په خارجی بانکونو کی د همدی ملت له وینو خپل اکاونټونه ډک نه کړل؟ که د کابل په مهمو ځایونو کی جوړ شوی لکسو بلند منزلو کورونو، مارکیټونو، دکانونو او سرایونو هغه پلټنه وشی چی ستاسو جناب د لمړی مرستیالی په دوران کی توزیع شوی نو ستاسو ټولی غلاوی به په ګوته شی خو چی نه کیږی هغه ستاسو وسله واله ګواښونه اوهم لکه ستاسو په شان خپله فساد ضد اداره په فساد ککړ دی.
احمد ضیا مسعود هغه خبری چی په ۱۲/۶/۲۰۱۲ کی په یو مطبوعاتی کنفرانس کی کړی په لاندی ډول دی:
۱- ملی خیانت دی ته وایی چی په کندهار کی د ملی اردو ځمکی غصب او په هغه کی ښارګوټی جوړ شول.
۲- ملی خیانت هغه ته وایی چی به غیر د کومی شفافی پروسی څخه د غوری سمټ قرارداد خاصو خلکو ورکړل شو.
۳- ملی خیانت هغه ته وایی چی۹۰۰ میلیونه غلا د کابل بانګ څخه وشو.
۴- خاین هغه څوک دی چی په تانکونو کی ناست او شورویان یی افغانستان ته راوستل او مونږ د همدی هیواد بچیان په هغه وخت د جهاد په سنګرونو کی پراته وو.
۵- خاین هغه څوک دی چی امریکایان یی دی هیواد ته راوستل.
نو اوس ددی جناب لپاره ځوابونه په دا ډول دی:
دولتی ځمکی چی غصب شویدی دی په رښتیا هم دا یوه ملی خیانت دی راځی چی له کابله دغه لړی پیل کړو:
د ۳۱۵ ساحی تر هزاره بغل پوری د چا له خوا غصب شو؟
د آزادی ښارګوټی (شهرک آزادی) د هوایی ډګر په څنګ کی د چا له خوا غصب شو؟
کوتل خیرخانه ساحی تر چمتلی دښتی پوری د چا له لوری غصب شوی؟
د خیرخانه تپی او نوی خواجه بغرا د چا له خوا غصب شو؟
په دومره وخت کی د پنجشیر زمرد (لعل) د چا له خوا لوټیږی؟
په ټول پنجشیر کی ددی جناب پانګه  د شلو توتانو ونی وی نو سوال دادی چی دا اوسنی پانګه دی لکه کومه کړه؟
هغه مظلوم کسان چی د شورای نظار د حکومت له ډاره خپل کورونه پریښی وو او امن ځایونو ته تللی وو نو کله چی بیرته راغلل د هغوی کورونه د چا له خوا غصب شوی وو؟
ستاسو د جمهوری ریاست د لمړی مرستیالی په دوران کی چی کله د کابل مستوفیت تاسو ته خبر درکړ چی د ده کیپک په ساحه کی دولتی ځمکی غضب کیږی تاسو څه وکړل؟
شورویان چی د ببرک کارمل، خلقیانو او پرچمیانو په مرسته کابل ته راغلل په رښتیا هم یو ملی خیانت ګڼل کیږی خو د شورویانو د کاروانونو امنیت او ساتنه چی د شمالی ولایتونو څخه کابل ته راتلل د نظار شورا مسولیت نه وه؟
ګلاب زوی، عظیمی، علومی، بابه جان او نور د دوی اړوند کسان چی د خلق او پرچم پخوانی غړی وو ستاسو په ایتلاف کی شامل نه شول؟
د پخوانی شوروی سره شرموونکی معاهده چا وکړه؟ د مجاهدینو تر منځ قرارداد چا له منځه یوړل؟ د شر او فساد حکومت په دوران کی ملی شتمنی چا ولوټل؟
اوس راځو دی ته چی امریکایان د چا له خوا راوستل شول؟
آیا تاسی نه وی چی امریکایانو ته مو ویل لوی لوی بمونه پر افغانانو ووروی دا بمونه کفایت نه کوی؟
د امریکایانو پوسیله تاسو کابل ته داخل نه شواست؟ په زرګونو جنګی بندیان مو په بی رحمی ونه وژل؟
نو بیا د کومی نیکی او ښه کار پر بنیاد تاسو راتلونکی حکومت ته بډه وهلی او غواړئ چی د ولس خدمت ته ودانګئ؟

محقق صاحب د کارنامو څخه یو څو د نمونی په ډول را اخلم :
محقق صاحب چی ښوونخی یی تر ۶ ټولګی هم نه دی لوستی د تهران د استخباراتی مدارسو له لوری په یوه فتنه اچوونکی او تروریستی افکارو پیچکاری شوی د افغانستان د جهاد په وخت کی میدان ته شوچی بیا د وزارت ترڅوکی پوری ورسید، خو ډیره د نیکبختی ځای ده چی جمهور ریس نه شو د ۹۰یمو لسیزو په تنظیمی جنګونو کی چی د مزاری، حاجی محمد او کریم خلیلی وحدت حزب په مشری، د سولی شهید ربانی!! جمعیت اسلامی او د بیسواده سترجنرال دوستم په اصطلاح اسلامی جنبش!! او د نظار عزت پلورونکو شورا چی د ۷۰۰۰۰ څخه زیات ولس پکی شهیدان شول د کابل غیرتی مسلمان ولس د ښار په واټونو کی د وحدت حزب د داړونکو چی د محقق صیب په ابتکار شروع شوی وو بالآخره د مړی نڅا نمایش هم وکتل د خلکو غوږونه پری کړل شو، دویمه کربلا یی په افشار، دریمه او څلورمه کارته، د مامورینو په کارته، سید جمال الدین مینه، کابل پوهنتون، میرویس مینه، پل سوخته او پل سرخ کی جوړه کړه، چی بیا د زور، جبر، برچی او ټوپک څخه په ګټی اخیستنی ځان په مظلومو خلکو ولسی جرګی ته ورسول او ټول هغه شیان یی چی مخکی کړی وو هیر کړل لکه د بانک، فابریکی، وزارت خانو، ښوونځي، پوهنتون، ګمرک، موزیم، د امنیت آرشیفونه، د خارجی وزارت، ددفاع او داخلی وزارتونو او نور یی چور او چپاول کړل او محرم اسناد یی په کابل کی د ایران سفارت ته تسلیم کړل او په ایرانی بانکونو کی د میلیونونو ډالرو خاوندان شول، د خلکو په ناموس تجاوز وکړل کابل یی په یو کنډواله بدله کړه او بالآخره د ایران د پیسو او استخباراتو په فشار او د خپل تروریستی ډلی په مرسته په ولسی جرګه کی هم ځای پیدا کړ. په دی ورستیو کی د دی جنایتکار نوم د جناتت له وجهی د هر پښتون، تاجک، هزاره او ازبک په خوله دی او د کابل – مزار نجیبو خلکو کله هم له دوی څخه ترخی خاطری هیری نکړی او تاریخ به یی په ننګینو کرښو شاهدی ورکړی.
د محقق بل جنایت هغه وو چی دی یو ځانی محکمه درلود چی خپله او د وحدت حزب اکثرو قوماندانانو ته دا اجازه ورکړل شوی وو چی په خپل سر په دی محکمه کی اعدامونه وکړی، سرونه غوڅ کړی، میخونه پکی ټک ووهی، د زنانه وو څخه سینی غوڅی کړی، په عام محضر کی د ماشوم زیږیدنی تماشه جوړه کړی، په سره غوړیو کی خلک وریته کړی او نور په زرګونه د ظلم او ستم پلانونه د دوی د محکمی په حکم کی شامل او په خلکو تطبیق شول چی دوی ته دا کار د عدالت تامینولو ځای درلود چی د ملګرو ملتونو د مجرمینو په لست کی د دوی دا شمیره د ۲۰۰۰۰۰ څخه پورته ثبت شویدی.
پټه دی پاتی نه وی چی محقق صیب یو جلاد هم درلود، هغه حاجی احمد قرچه نومیده خپل زیاتره اعدامونه چی په شکنجه یی ډول ترسره کیده پر دغه جلاد اجرا کول.
یو ځل په یو خبری ناسته کی محقق داسی ادعا وکړه چی (باید عاملان سر بریدن ها شناسایی و مجازات شوند) او په پارلمانی ناسته کی وویل (طالبان و پولیس افغانستان مردم بی گناه را سر می‌برند و به ناحق می‌کشند) د دری ژبی یو متل دی چی (بګیرش که نګیرت) خپل ټول جنایتونه یی هیر دی چی نن نور خلک په جنایتونو تورنوی او کوم وړاندیز چی دا ښاغلی په دی وخت کی کړی د افغانستان مظلوم ولس او اکثره د بشر د حقونو مدافعین په دی شلو کالو کی یی کوی، په دی ورستیو کی (نیویارک ټایمز) دا خبره راسپړلی ده چی د دوی جنایتونه یی په مستند ډول په ۸۰۰ مخونو کی رانغاړلی دی او دوی یی د ۱۳۷۱ – ۱۳۷۵ کلونو جنګونو کی د بشر د حقوقو په سرغړاوی مجرمین بللی خو د دی مافیایی ګروپ شتون په ولسی جرګه او لوړو دولتی څوکیو کی ددی لامل شوی چی دغه پلټنه میدان ته را ونه وځي.
امرالله خان صالح :
صالح خان چی تل د عدالت، انصاف او مساوات ناری وهی د چور، چپاول، زورګیری څخه شکایت کوی اوپه فساد دولت تورنوی نو دا ورته ددی د هر محفل شعار ګرځیدلی او خلکو ته ځان یو عادل او د هیواد ریښتینی خواخوږی ورپیژنی خودا یی هیره ده چی دا هم د همدی فساد پیشه حکومت غړی وو او دولت کی د قومی، توکمنی او سمتی فساد له امله خپله اعتبار او دنده له لاسه ورکړه، په کمونستی نظام کی ډیر ریښتینی مجاهدین شهیدان کړی دی.
دا ښاغلی د افغانستان په ټوټه کیدو او د فدرالی نظام په جوړیدوکی تر ټولو مخکښ نشنلست دی ډیر ښه بیلګه یی د ملی امنیت ریاست دی چی په هغه وخت کی د دی ریاست ډیری کارمندان او لوړپوړی کسان یی له پنجشیر څخه راټول کړی وو، ځکه چی د نورو قومونو سره په تضاد کی په هیڅ یو باندی اعتماد نه درلود.
ستا د ملی امنیت د ریاست په دوران کی په زرګونه پښتانه د طالب او القاعدی په نوم په زندانونو کی واچول شول او حتی شهیدان شول خو یو مجرم د تیمور په نوم چی په یو خارجئ ښځه (کلیمنتا کاتونی – ایټالوی) پر سر په اعدام محکوم وو ستا په امر او منځګړیتوب له بنده خلاص شو. ولی؟ دا خیانت نه دی؟ هغه ځمکی (نمری) چی د ملی امنیت کارکوونکو ته برخه ورکړل شوی وو تا یوازی د شورای نظار او پنجشیریانو ته توزیع نه کړل؟  همدا اوس ۹۰٪ جرمونه چی کابل ښار کی کیږی ستا پلوی پنجشیریان نه دي؟
آیا عبدالقدیر فطرت د افغانستان بانک پخوانی ریس ستاسو د بانډ څخه نه دی؟
آیا یفتلی چی د ملی اردو د صحیی ریس وو او د میلیونونو ډالرو غلا یی وکړو ستاسو له ډلی نه دی؟
او نور ستاسو هغه جنایتونه چی زمونږ مظلوم هیوادوال تری کړیدلی  …………………………

.
د عطا محمد نور کړنی :
عطا یو قدرت طلبه شخص دی او کله هم د ملت غم ورسره نه شته او نه په سر بل سرمنی ددی خبری ډیر ښه مثال دادی کله چی دی د جمعیت سره په لمړیو وختونو کی یوځای شو نو د اعاشی مدیر وو ددی لپاره چی ځان قدرت ته ورسوی د جمعیت سره هم غداری وکړه دی د خپلو موخو رسیدو ته په سل ګونو بیګناه کسان او په لس ګونو قوماندانان لکه مولانا قوماندان چی د جمعیت غړی وو وواژه. د خپل قوماندانی په دوران کی ډیر کورونه یی هم لوټلی دی چی زمونږ مظلوم ولس پری شاهدان دی.
لکه څنګه چی په افغانستان کی ټول ګوندونه او حزبونه د سیاسی کړنی پر ځای په خیانت، چور چپاول، لوټل، انسان وژنه او سل نورو غداریو لګیا وو نو عطا محمد نور چی فعلا د بلخ والی دی د اوسنی حزبونو لکه حزب وحدت د محقق په سرکرده ګئ او حزب جنبش د رشید دوستم په سرکرده ګئ چی د غټو جنګسالارانو په صفت ملګرو ملتونو سره ثبت دی په ځلونو ځلونو له دوی سره د قدرت پر سر جنګونه کړیدی چی بیګناه او مظلوم ولس پکی شهیدان شویدی، خو نن دوی غواړی چی په راتلونکی ټاکنو کی برخه واخلی او د هیواد واکداران شی.
دغه جنګسالار (عطا) چی اوس یی خپله ځانته د (مرد معارف و مرد صلح) نوم ورکوی د خپل چپاولګری په دوران کی په سل ګونو ښوونځیو ته چی په هغه کی به د الله جل جلاله کلام هم وو اور ورته کړی او په ایرو یی بدل کړی، د عطا پلار د څرمن ګنډلو یو ورکوټی دوکان څخه بغیر نوره سرمایه یی نه درلوده خو نن چی دی دیو ځای څخه و بل ځای ته ځی ۵۰ موډرنی موټری یی په بدرګه روان وی آیا دا د پلاره ورته پاتی دی یا د ملت وینه ده؟ دا د خلکو حق خوړل نه دی؟ په خارجی بانکونو کی په ملیونونو ډالری سرمایه لری دا یی له کومه کړه؟
د مزار په ښار کی په لس ګونو ملکیتونه پیرودلی چی ځینی یی په خپلو نومونو او ځینو یی په نورو نومونو دی. له کومو پیسو څخه؟؟؟
د بلخ ولایت سینما چی د طالبانو په حکومت کی وران شو یو دولتی ځای دی چی اوس عطا محمد نور هغه د ځان ملکیت ګرځولی او پکی یو بلند منزل جوړ کړیدی، آیا دا بیت المال نه دی؟ نور ملکیتونه یی چی د خپلی میرمنی او خپلو زامنو او لورګانو په نومونو نومولی دی ټول ملت ته څرګنده ده خو ددی جابر له ډاره هیڅوک خوله خلاصولی نشی. که دقیقه سروی وشی نو ۴۰٪ د مزار ملکیت د عطا پوری مربوط کیږی چی دا ټول د خپل پلار له یوه دوکان څخه تر لاسه کړیدی ؟؟؟
دا والی صیب په ۲۰۰۹ز کال کی  د الجزیری د تلویزیون سره په یوه مرکه کی ویلی وو چی (طالب به مراتب بهتر از جنایات دوستم است) دا خبری هغه وخت کړی وی چی د رشید دوستم د والی کیدو آوازی خپری شوی وی چی ګنی دوستم به د مزار والی شی او خلکو ته په خطاب کی داسی ویلی وو (مردم ولایت بلخ با وجودیکه سال ها زیر فشار، تسلط و چکمه های ظالمانه دوستم را گذشتاندند و تجربه دارند ظلم و استبداد آن آدم را و فساد گسترده او را و هر گز حاضر نیستند که بعد از این يک آدم دزد نامی چپاولگر و فاسد را منحیث مسوول سر خود قبول کنند) تر څو ځان د خلکو په اعتماد سنبال او راتلونکی سیاسی تاوتریخوالی په مقابله کی بیمه کړی.
خو ډیر د تعجب ځای دادی چی نن د همدی فاسد سره ایتلاف کوی، او دا ددی ښکارندوی دی چی عطا د قدرت د ترلاسه کولو لپاره هر څه کوی که د ملت په لوټولو، د خلکو د ژوند په بیه یا په هره بله غیر قانونی لاره وی. دا هغه تقلب کاره شخص دی چی په تیر ټولټاکنو کی د ډبل عبدالله لپاره په شمال حوزه کی بی حده تقلب کړی وو لکه احمد ولی کرزی چی د قندهار په حوزه کی د کرزی لپاره کړی وی. نو بیا ولس پر دوی ولی او څنګه اعتماد وکړی چی د خلکو غوښی خوری او خپل موخی ته د رسیدو لپاره همدا مظلوم ولس استعمالوی. ډیر د افسوس او خفګان ځای دی.
رشید دوستم چی په تیر ټولټاکنو کی د کرزی ملاتړ وو اوس د شمالی ټلوالی خاصتا د عطا ملاتړی شو دا ځکه چی کرزی خو بیا د ټاکل کیدو چانس نلری او که دا ځل دغه داړه مارانو ته واک ورسیږی نو دوستم د خپل موقف د ساتنی لپاره باید ددوی پلوی وکړی تر څو دی هم د خپل جنایاتو په مقابل کی یو ځل بیا له محکمه کیدو پاتی شی.
په مزار کی په زیاته پیمانه اختطافونه او ډله ایزی وژنی د همدی صاحب له خوا یا ددی په قومانده شوی دی چی ژوندی مثال یی د مزار شریف په کفایت څلور لاری کی د سړک د جوړولو پر مهال د سلو کسانو یو ډله ایز قبرموندل وو، چی د عطا په امر نیمایی هغه مړی چی رابرسیره شوی وو له سیمی څخه انتقال شول او پر پاتی نیمایی مړو بولدوزر وخیژول شو او سړک پری تیر شو.
همدا راز د خالد بن ولید ښارګوټی چی د قوماندان عطا له چور او چپاول څخه دی په ۲۰۰۷ کی د جوړولو چاری پیل شوی چی پکی دوه ډله ایز قبرونه پیدا شول چی ډیر په آسانی ورباندی خاوری واړول شوی او ښارګوټی پری جوړ شو. د دشت لیلی په شمول په مزار کی ۱۳ ډله ایزی قبرونه موندل شویدی خو عطا او دوستم چی ددی کارونو اصلی عاملان دی په سرو سترګو ګرځی او بیا د حکومت داری او خلکو ته په دروغو د خدمت ټټری ډبوی.
ازبک رشید دوستم :
جنرال دوستم چی د کمونستانو په دوره کی په یو نساجی فابریکه کی یو عادی کارګر وو د ډاکتر نجیب الله له خوا جنرالی څوکی ته ورسیده، وایی چی دوستم (خورد ضابطی په لمړیو کی) یو وار د داکتر نجیب الله د دفتر څخه ورته د تلګراف په وسیله خبر ورکړشوی وو چی خپل بیوګرافی ولیږی خو دا بیسواده سړی خپله په ټانک سور او د جوزجان څخه کابل ته د ارګ مخی ته ځان ورسول او د ارګ ساتندویان یی ارګ ته نه پریښودل بالآخره له ډیری لانجی وروسته نجیب ته خبر ورکړ شو چی یو ازبک راغلی وایی نوم می رشید دی او نجیب غوښتی یم او ……
نو تاسو فکر وکړی نن داسی خلک چی بیوګرافی نه پیژاند د هیواد په برخه لیک کی فیصله کوی. دا هغه سړی دی چی په خپل لس کاله حکومتی او رسمی دنده کی په غیرحاضری کی د نړۍ په کچه ریکارډ جوړه کړه یعنی ۳۶۶ ضرب لس کاله مساوی ۳۶۶۰ ورځی ناسوب دی. دا جناب هیواد جوړوی او هیوادوالو ته خدمت کوی.
دوستم د ګلم جم په نوم یو ټولګی درلود چی د کمونستانو په وخت کی هم د خپلو یاغیانو او سپیو په وسیله د خلکو وینی څښلی، دا هغه نمک حرام سړی دی چی داکټر نجیب یی د مرګ خولی ته برابر کړ نو دا به اوس څنګه زما او ستا خدمت وکړی؟
دوستم د ملګرو ملتونو له خوا د یو جنګی مجرم په توګه پیژندل شوی څیره ده چی د ۲۰۰۰ بندی طالبانو په ډله ایز قتل کی لاس لری.  او هم ۴۰۰۰ نور طالبان یی په کانتینرونو کی بندی او بیا سیند ته واچول
دوستم هغه بی مسولیته او بی کفایته انسان دی چی په دی وروستیو کی د دفاع وزارت ویاند جنرال عظیمی تری غوښتنه وکړه چی د اساسی قانون په اساس یا خپل دولتی دندی ته حاضر شه یا هم خپل سیاسی فعالیت مخ ته یوسه یعنی د قانون په اساس کولای شی له دی دواړو یو یی وټاکی چی د دوستم د سخت غبرګون سره مخ شو.

ګرانو لوستونکو:
مونږ او تاسو ته په کار دی چی ددی جلادانو، خاینانو، هیواد پلورونکو، قاتیلینو، مداریانو او د الله جل جلاله په غضب ککړ خلکو ملاتړ ونه کړو که مو وکړ نو په خدای قسم چی د آخرت په ورځ کی به د الله پاک په نزد شرمیدلی به ولاړ یو او هم د ۵ یا ۱۰ کالو لپاره د دی قصابانو د چاړی لاندی به ژوند تیر کړو، د دوی په خیانتونو او جرمونو تاریخ شرمیږی چی ویی لیکی، دوی د ملت وینه څښلی، دوی به څنګه هیواد او هیوادوالو ته خدمت وکړی؟ ها د کرزی او د هغه د کورنی ملاتړ هم مه کوی ځکه د دی پرځای چی کرزی په خپل حاکمیت کی د دوی لاسونه لنډ کړی وای، دوی یی مجازات کړی وای، لا اقل دوی د زور څخه اچولی وای له دوی سره په خیانت او لوټولو کی شریک شو اودوی ته نوره هم ترقی ورکړه، او دوی هم په هر ډول خیانتونو لاس پوری کړل او په هیڅ یی صرفه ونه کړل چی اوس د حکومت او حکومت دارۍ دعوی هم کوی.

 
بخښنه غواړم ډیره هڅه می کړی چی مضمون راڅخه اوږده نشی تر څو ستاسو د سرخوږی سبب نه شی خو بیا هم د دوی ډیر لږ خیانتونوپه ذکر سره موضوع یو څه اوږده شوه.
 
نثار احمد علیزئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x