نړۍ

پاړه چنار کې چاودنې لس تنه ووژل

نن ټکی اسیا (نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان قبايلي سيمې کرم ايجنسۍ چارواکي وايي، چې د پاړه چنار بازار کې چاودنې لږ تر لږه لس تنه ووژل او پنځوس نور يې ټپيان کړي دي.

راپورونه وايي، چې دا چاودنه نن له غرمې وړاندې د پاړه چناره عيدګاه او توري مارکيټ تر منځ شوې ده.

د پاکستان ملي اسامبلۍ کې د پاړه چنار استازي ساجد حسين توري رسنيو ته وويل، چې تر اوسه په دغه چاودنه کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي، پنځوس نور ټپيان دي او د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د توري په وينا امنيتي ځواکونو له پېښې وروسته سيمه کلا بنده کړې او هېڅوک د پېښې ځای ته ور پرېږدي.
د پارلمان وکيل وايي، چې د پېښې ټول قربانيان ولسي وګړي دي، چې بازار ته د سودا لپاره راغلي وو.

ساجد حسين توري وايي، د چاودنې ډېری قربانيان شيعه مذهبي دي، چې مړي يې امام باړو او ټپيان دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

بايد وويل شي، چې کرمه ايجنسۍ د سنيانو او شيعه ګانو تر منځ د خپلمنځي جګړو له امله ډېره حساسه سيمه بلل کيږي او له تېرو څو کالو راهيسې په دغه سيمه کې زرګونو کسان وژل شوي، مګر له تېرو دوو کالو دغه سيمه کې نسبتا امنيت ټينګ شوی و، چې نن غرمه يو ځل بيا د يوې درنې چاودنې له امله په خلکو کې وېره او ترهه خپره شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x