نظــر

په بي بي سي کې دخړو اوبو ستونزه

( په بي بي سي کې اوبه له پاسه خړې دي ) داجمله مي  ټیک څلور کاله وړاندې دبي بي سي پښتو له یوه سیمیز خبریال نه واورېده ، چې که یې دلته نوم افشاء  کړم ، شاید دسیدعبدالرحیم غوندې  په بي بي سي کې له کار سبکدوش کړل شي .

په هغه ورځ هم دبي بي سي پښتو خپرونې  یو مسخره راپور نشر کړی وو،  ماله خپل ملګري خبریال نه وپوښتل ، چې راپور او نشریدونکی هر خبرلږ ترلږه معقولیت خو باید  ولري ، نه داچې له دروغوالي سره سره یې دمعقولیت له بړستنې هم پښې باسلي وي ، خبریال غریب راته وویل په بي بي سي کې اوبه له پاسه خړې دي ، مطلب که دمشرتابه لخوا دکوم خبردنشر یا دکوم انګریز خبریال دراپور  دژباړې او نشر امر وشي ، دپښتو او فارسي کارکوونکي یې باید په پټو سترګو ومني ،

  په داسې صورت کې دهمدې محلي ژبو دبرخو کارکوونکو ته دا اجازه نشته ، چې دراپور معقولیت چیلنج کړي ، یایې په اړه کومه خبره راپورته کړي ، نو چې اوبه له پاسه خړې شوې ، کله ناکله همدا خړې اوبه داسې مسخره راپور  هم له ځانه سره   راوړي ، چې دمحلي ژبو کارکوونکي یې په دورغوالي او نامعقولیت  کې ذره شک هم نه ویني ، خو داصولو له مخې مجبور وي ، چې ترجمه او خپور یي کړي .

په دې وروستیو کې دبي بي سي  له انګریزي څانګې رابهیدونکو خړو اوبو  د پښتو څانګې په ورخ یو بل خورا مسخره راپور وربرابر کړی دی ، چې زما غوندې یې ښايي ډیر نور لوستونکي هم په بریتو کې خندولي وي .

راپور  دبي بي سي دانګریزي څانګې خبریال ډیویډ لاین جوړ کړی ، چې په هلمند کې دیوه  بیخي کم عمره هلک کیسه کوي ، ډیويډ لاین دعوه کوي چې دا ماشوم هلک طالبانو تښتولی وو او غوښتل یي چې دده په ژبه ځانمرګی (!) ترې جوړ کړي ، هلک ته یي بارودي واسکټ هم ګنډلی ، او سبا یي غوښتل چې حمله پرې وکړي خو هلک دشپې راتښتیدلی او لشکرګاه ته یی ځان رسولی .

په ویډیو کې یو ماشوم هلک ښکاري چې د ډیویډ لاین په خبره یي مور او پلار دناټو بمبار وژلي او بیا دی طالبانو بیولی  ، دهلک له خولې دطالبانو ، چاودنې ، بارودي واسکټ یا نور څه په اړه هیڅ نه دي ویل شوي ویډیو یوازې دهلک له خولې داخبره راخیستې  ( باره یې بوتلم  باره یې راته وویل چې واسکټ واغونده ) معلومه نده چې داهلک چابیولی او څنګه یي بې مقدمې  ورته ویلي چې واسکټ واغونده ، دلته واسکټ مطلق ذکر شوی ، دمنطق، فلسفې او عقل له نظره چې شی مطلق ذکر شي ، نو  ( فردکامل ) ترې مراد وي ، دواسکټ فرد کامل همدا دودیز واسکټ  ده چې زه ، تاسو او ټول افغانان یې اغوندو او دلباس برخه مو ده ، شاید دې ماشوم ته هم  همدې خبرې ته داماده کولو په خاطر چا یو واسکټ اخیستی  وي ، ترڅو داکیسه وکړي ، او د بي بي سي راپور ته  یو دروغجن سند په لاس ورکړي ، په داډول مصنوعي مقدماتي سناریو کې ذره شک هم مه کوئ ، غربیان خورا ظالمان دي ، تاسو به  دژیوګرافیک  خپرونې هغه انځور لیدلی وي ، چې یوازې  دیوه هیښوونکي عکس د اخیستلو لپاره یي یوه  افریقایي ماشوم دچمچه مارحملو ته  پرې ایښی او دوی ورنه  یوازې دخپلې  نشریې دښایسته کولو لپاره رنګارنګ عکسونه باسي ، بي بي سي هم ښایي په دې سرپه ونه کړي چې یو یتیم افغان ماشوم دخپلو تبلیغاتي موخو لپاره  استعمال کړي .

د ډیویډلاین داراپور ځیني نورې سوړي هم لري او داسي معلومیږي لکه ماشوم ته چې خبره په خوله کې ورکړل شوي وي ، ځکه دلوی کندهار او هلمند په حوزه کې دواسکټ اصطلاح ګرسره نشته  او ټول خلک یي صدرۍ بولي ، خو دلته ماشوم چې دهلمند دی  واسکټ یادوي ، داسي معلومیږي لکه بي بي سي چې په دې مصنوعي راپور کې هم ژبنی معیار ساتلی وي .

بله داچې که چیرې په هلمند کې  واقعا همداسې  پیښ وای ، شاید نورو ډیرو رسنیوهم په دې اړه راپورونه  او له همدې ماشوم سره تصویري او غږیزي مرکې خپرې کړې وای ،  مګر داچې یوازې داخبره دبي بي سي په انګریزي راپور کې راځي معلومیږي چې یوازې  مصنوعي تبلیغاتي  هڅه ده .

راځو د راپور معقولیت ته ، ددې راپور ترکتلو وروسته  یقین وکړئ چې زه د ډیویډلاین  او دبي بي سي پښتو دامان الله عمران  چې همدا راپور یي ژباړلی سادګۍ ته حیران شوم ، دوی وایي طالبانو داکوچنی ماشوم بیولی ترڅو ځانمرګی ترې جوړ کړي ،  آیا  څوک له چانه ځانمرګی (!) جوړولی شي .

شاید دغه دعقل څښتنان به په دې پوهیږي چې انسان الله تعالی په خپل ورځني عمل کې مختار پیدا کړی  چې له  مباشر جبر او اکراه پرته  په تنهایي کې څوک خپله اراده ورباندې نه شي منلی .

ځه امان الله عمران او ډیویډلاین صاحبانو دابه درسره ومنو چې طالبانو یو هلک په زور وتښتاوو ، مرکز ته یي بوت  او بیا یي بارودي واسکټ ورواغوست ، مګر سبایي چې دبرید لپاره یوځای ته لیږي ، هلته  په تللو کې دغه  هلک خپلواک دی اوکه هلته هم په کشولو او جبر بیول کیږي ، زیاتره فدایي بریدونو په ښارونو کې دحکومت او خارجیانو په مراکزو کیږي ، نو دا هیڅ امکان نلري چې یوڅوک دې په کشولو او جبر هلته کوم هدف ته ورسول شي ، ځکه په بازارونواو عامه لارو کې یي خلک ویني ، دغه راز حکومتي چارواکي او پولیس هم هلته وي ، چې سمدستي پوښتنه کوي چې له دې هلک سره ولې داسې چلند کیږي ، خو ځه  دایي ستاسو په باور هدف ته هم په کوم چل او هنر ورساوو ، نو هلته په هدف باندې برید څوک کوي او دبارودي واسکټ انفجاري  بټن دچا په اختیار وهل کیږي، که طالبان دا امکان لري چې په بارودو بار انسان چې دچاودنې ریموټ یې بالفرض له دوی سره وي ، په جبر یا بل چل خپلو مهمو اهدافو ته رسولی شي ، نو بیا خو دامکان هم لري چې له انسان پرته بمونه او چاودیدونکي توکي خپل مطلوب هدف ته ورسوي ، او په ریموټ انفجار ورکړي نو بیا ولې له دې اسانه لارې استفاده نه کوي .

بله داچې همیشه تاسو وایاست چې فلانی ماشوم یا ځوان چې طالبانو ترې فدایي جوړاوو له  هغوی څخه راوتښتید، آیاد داډول کسانو لپاره چې تاسو یي ادعا کوئ ، دا دخلاصون ښه لاره نه ده ، چې برید ته داستول کیدو په مهال په خپله ځان پولیسو ته وسپاري ، چې ماته په زوربارودي واسکټ راتړل شوی او دادی تاسو ته مې ځان وسپاره ، مګر تراوسه داسې نه دي پیښ شوي چې کوم فدایي دې پولیسو ته له برید مخکې ځان سپارلی وي .

دا ټول تفصیل ښیي ، چې د ډیویډلاین لوړ راپور او دهلمند دکوچني ماشوم کیسه هیڅ معقولیت نلري ، او بي بي سي ددې خودساخته  راپور په وړاندې کولو سره ښایي یوازې خپل لوستونکي په ځان پورې خندولي وي .

امان الله عمران وایي  ( یو ماشوم چې طالبانو ترې ځانمرګی جوړاوو)  آیا داامکان لري چي څوک دې له بل چانه ځانمرګی جوړ کړي ، په دنیایي تعامل کې یو څوک دپیسو یابلې طمعې په مټ له بل انسان څخه هرډول استفاده کولای شي خو  نغد مرګ یا ځان وژلو ته یي نه شي اماده کولای .

موږ همدا اوس شاهدیو چې غربیانو له خپلو ډالرو په استفاده د دریمې نړۍ له ځینو   انسانانو حیوانان جوړ کړي ، خپل بارونه پرې چلوي ، دروازې پرې ساتي ، خپل مخالفین پرې ویروي  او داړي  او لکه څوک چې له بوده نه څه ډول استفاده وغواړي دوی هم دپیسو په مقابل کې همدغه ډول کارترې اخیستلی شي ، چې تر ټولو ښه مثال یي همدغه امان الله عمران دی ، چې دمصر فارغ  عاقل ، بالغ او سالم العقل انسان دی ، خو ډیویډ لاین د سترلینګ پاونډ په زور  خپل له عقلانیت نه ماوراء راپور ورباندې ژباړلی دی .

دغه راز لویدیځوال په دې کې هم سخت بي رحمه دي چې نور انسانان دخپلو ناروا اهدافو لپاره څه ډول چې وغواړي وکاروي ، دوی په افریقایي ماشومانو باندې ډول ډول تجربې کوي ، زهري مواد ، وایروسونه ، درمل او حتی زهرجن غازونه ورباندې تجربه کوی ، چې په ډیرو کې یې دغه ترتجربه لاندې انسانان ژوند له لاسه ورکوي .

مګر له دغو ټولو هڅو او بي رحمۍ سره سره نه په تیر تاریخ کې او نه هم اوس دوی په دې توانیدلي چې یو انسان فدایي برید ته اماده کړي یا یي عملا ورباندې اجراء کړی ، ځکه دغه کار جبرا په چا باندې کیدلای نه شي ، که امکان یي وای  لویدیځوالو به پخوا یا اوس خامخا ځیني کسان دخپلو اهدافو لپاره په همدې ډول کارولي وای .

څو کاله وړاندې  مې په ملي هنداره کې دامان الله عمران  د اکا دزوی ( شهرت ننګیال ) یوه لیکنه لوسته ، چې فدایي مجاهد یي خپل اتل بللی وو ، او ویلي وو چې په دنیا کې هرڅوک هرچا ته اتل وایي خو زه یوازې ستا عظمت ته سلام کوم او زما اتل ته یي .

رښتیا هم فدایي برید یو خورا فوق العاده جهادي عمل دی ، چې قاصر عقول یې په اسانه نه شي درک کولای ، دا له خپل هدف اوارمان سره دوفادارۍ او ایثار تر ټولو وروستۍ نقطه ده چې هر للو پنجو نه یوازې ور رسیدلی نه شي بلکې په فکر کې یې هم نه شي تحلیلولی ، استشهاد او له خپل هدف نه ایثار   دژورنالیزم ، خبریالۍ یا بل څه غوندې کوم دودیز فن نه دی ، چې په تعلیم او کورس ویلو سره به  زده کیدلای او ورزده کیدلای شي ، بي بي سي وال فکر کوي ، چې دا به هم د دوۍ دخبریالۍ دکورسونو غوندې  سیستم لري او هره میاشت به ډلې ډلې فارغان ورکوي  .

نه ، هیڅکله داسې نه ده ، استشهاد یا له دین نه ایثارګري   یوه الهي ودیعه  ده ، چې الله تعالی یي خپلو خاصو او ځانګړیو بندګانو ته  دخپل رحم او عشق له خزانو څخه ورپیرزو کوي ، دانه په تحصیل کیدلای شي ، نه په زور او نه هم په  زاریو ، دا له الله سره دعشق اوج او په صوفیانه اصطلاح په الهي محبت کې دپناه  مرتبه ده هغه چې دبلخ ستر صوفي مولاناجلال الدین بلخي ثم الرومي یې په اړه وایي .

خنک آن قماربازي ،که بباخت هرچه بودش

بنماند هیچش الا  ،  هوس قمار دیګر

 دشهید او مستشهد دې مقام او حالت ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو احادیثو کې هم اشاره کړې او ویلي دي چې دشهید به په جنت کې بل هیڅ ارمان نه وي له  دې پرته چې یوځل بیا دالله تعالی په لاره کې شهید شي .

چې موضوع رانه په بله  نه شي راځم لوړې موضوع ته ، بي بي سي والو ته ( که پرنګیان دي یا پښتانه ) باید ووایو چې د سترلینک پاونډ په مقابل کې دروغ وایئ ، خو دروغ شرموئ مه  ، ځکه چې بیا یي لومړنی تاوان تاسو ته راجع کیږي ، طالبان چې خپل سلګونه  تدریب شوي اوا ماده فدایان په خپل وخت دعملیاتو لپاره  نه شي سوق کولای او نه پسې رسیږي ، دې ته به یې څه ضرورت وي چې کوچنی لایعقل او یتیم ماشوم په جبر وتښتوي ، بیا په زور واسکټ ورواغوندي ، استشهادي برید کومه مفته خبره هم نده ، ستاسو به تیرکال هغه فدایان په یاد وي ، چې  دهلمند په شوراب کې په نیمه شپه دامریکااو بریتانیا په ټولو امنیتي حصارونو ، څارونکو وسائلو او محافظاتي دیوالونو وروختل او د باسټن کمپ په زړه کې یې په امریکایي عسکرو برید وکړ ، هغه ماشوم چې دشپې مهال انساني حاجت  ته یوازې نه شي وتلی آیا عقل به دا ومنی چې په داسې خطرناکو عملیاتو کې ترې استفاده وشي .

فکر کوم دافغانستان جنجالي جنګ ستاسو دپوځي تصمیم نیوونکو غوندې  دتبلیغاتي کارکوونکواو خبریالانو  ماغزه هم شړومبی کړي دي ، نو ځکه داسې اپلتې غږوئ ، چې دراپور مبتداء مو له خبر سره سرنه خوري ، او عقل یې له منلو پناه غواړي .

دهلمند دکمکي ماشوم په حق کې طالبانو کوم تیری نه دی کړی ، بلکې تاسو یوځل پلار او مور وروژلي او بیا مو دخپلو تبلیغاتي اهدافو لپاره  په پوره بي شرمۍ استعمال کړ، چې دا دافغان ماشومانو په حق کې  نه بښونکی جنګي تبلیغاتي جنایت دی چې باید له ډیویډ لاین او امان الله عمران سره یې حساب وشي .

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x