افغانستان

د هلمند ولايتي شورا: طالبان له مارجې وروسته د نورو سيمو د نيولو هڅې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې تېره شپه طالبانو د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ ونيوله، اوس د نورو سيمو د نيولو په هڅه کې دي.

د هلمند د ولايتي شورا غړی بشير احمد شاکر وايي چې طالبان د مارجې له نيولو وروسته د هلمند دنورو سيمو د نيولو په هڅه کې دي خو دولت يې په وړاندې کمزوری دی او تر دا مهاله يې د مارجې د بېرته نيولو په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.

شاکر وايي چې دنظامي ځواکونو تر منځ نه همغږي اوپه نظامي ليکو کې د خيالي ځواکونو شتون هغه ستونزې دي چې دوی يې د طالبانو په وړاندې کمزوري کړي دي.

بل لور ته د هلمند يو شمير پوليس هم وايي چې طالبان غواړي چې له مارجې وروسته د هلمند نورې سيمې هم په خپله ولکه کې راولي او په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

که څه هم تېره ورځ طالبان په دې وتونېدل چې د هلمند د مارجې ولسوالۍ په خپل کنترول کې واخلي خو د هلمند امنيه قومندان عبدالرحمن سرجنګ د طالبانو له لوري د مارجې ولسوالۍ نيول هسې ګنګوسې بولي.

خو تېره ورځ د مارجې د ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو رسنيو ته ويلي وو چې د مارجې ولسوالۍ له مرکز څخه وروسته له هغې نظامي عسکر په بشپړه توګه ووتل چې د ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو له سختو بريدونو لاندې راغله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

وای،پریږده چی خړسیلاب می یوسی،،څوک چی دشګوبندتړی سیلاب بیوړینه،دپردولپاره چوپړ،دپردوپه لمسون أولس وژل،په پردوځان سپارل،أو۰۰۰۰؟داسی ترخی پایلی لری،ورته ټینګ شیئ:

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x