ټولنیزه برخه

فکري روزنه (12) – پر ځان باور (خود اعتمادي)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

پر خپل ځان باور (خود اعتمادي) څه شی دی؟ خود اعتمادي په خپل اندروني قوت د اعتماد، يقين او بروسه پيدا کولو نوم دی، انسان د خپل مقصد په تر لاسه کولو کې له څومره کاميابيو او ناکاميو سره چې مخامخ کيږي، دا د خود اعتمادي يو لوری دی.

د خود اعتمادي دويم نوم اولوالعزم دی، په موجوده دور کې ذهني انتشار عالمي بڼه غوره کړی، د کومې له وجهې چې د خود اعتمادي حصول ډير مشکل دی، دنيا چې په څومره تيزۍ سره پر مخ درومي په هماغه انداز داسې بيشماره ستونزې او مشکلات پيدا کيږي چې د هغوی امکاني حل په ټولنه کې نه تر سترګو کيږي، له همدې وجهې له خود اعتمادي، جرئت او اولوالعزمي څخه کار اخيستل پکار دي.

د خود اعتمادي الفاظ ډير ښايسته دي، اما په خپل کردار کې يې پيدا کول يو څه مشکل کار دی.

خود اعتمادي کوم خارجي شی نه دی چې مونږ يې د خپل ځان لپاره وارد کړو او بيا په خپل کردار کې بدلون راولو، دا يو داخلي صنعت دی، کوم چې آهسته آهسته د فطري وديعتو له نشو نما څخه پيدا شوی، په خود اعتمادي سره په کردار کې سکون راځي او د داخلي قوت خارجي اظهار دی، د خود اعتمادي ترکيبي اجزاء په لاندې ډول دي.

(۱) تاسو چې څه کول غواړی بايد په هغه مو پوره علم وي.

(۲) تاسو بايد پوهيږی چې د هغه د لاسته راوړو ممکن ذرائع څه دي.

(۳) د هغه په رڼا کې فيصله وکړئ.

(۴) خپلی فيصلې ته عملي جامه ور واغوندئ.

له هر عمل څخه د مخه لومړی فيصله کول ضروري دي او چې کله هم فيصله کيږي هغه بايد بالکل واضحه وی، د هر عمل لپاره يو صحيح وخت وي، دا عمل په هغه وخت کې پکار ده په کوم کې چې بهتر وي، مونږ بايد څه وکړو او په کوم وخت کې يې وکړو په دې باندې پوره علم لرل دا د خود اعتمادي لومړی زينه (پوړۍ) ده، کله هم چې کومه فيصله کيږي د هغې تر عمل لاندې نيول دومره ضروري دي لکه څومره چې د فيصلې کول ضروري دي، ځکه په دې سره د خود اعتمادي عملي اظهار کيږي.

کله چې مونږ په يوه وخت کې يو قدم پورته کوو او مونږ د معلوم له طرف نه د غير معلوم په طرف حرکت کوو، بايد زمونږه دغه تګ قدم په قدم او منزل په منزل وي، له خود اعتمادي سره چې کله هم يو قدم پورته کړل شي نو دويم قدم خود بخود پورته کيدلای شي او چې کله مونږ او تاسو د يوه قدم په پورته کيدا کې کامياب شو بايد مونږ همدغه کاميابي بر قرار وساتو او مخته مزيد تګ وکړو.

کله چې خود اعتمادي يو ځل خپله کړل سي هغه بيا زياتيږي او په يوه کامياب شخصيت کې يو مقناطيسي قوت پيدا شي، د کوم په ذريعه چې بيا نور خلک د ځان لوري ته را کش کولای شي، کوم وخت چې نور خلک له ده سره يو ځای کيږي هغه د يوې خوشحالۍ احساس کوي او دا غواړي چې دوی هم کامياب شي، د نفسياتو ماهرينو ويلي خود اعتمادي په نورو کې هم خود اعتمادي پيدا کولای شي.

په خود اعتمادي سره د نفس عزت راځي او په عمل کې نفس ته وقار پيدا کيږي، د ذاتي ترقي په لار کې دا لومړی منزل دی او په کردار کې له ټولو ښه خوبي او له دې پرته اخلاقي سالميت نشي پيدا کيدلای.

  • خود اعتمادي له داخلي زندګي سره تعلق لري او د داخلي زندګي مرکز ذهن دی.
  •        په بې اعمادي سره د کار کول په لوی لاس په کنده کې د ځان غورځول دي.
  •        د کوم انسان چې پر خپل ځان باور نه وي هغه خپلې ټولې ناکامۍ له تقدير څخه بولي.
  •        د يوه عالم قول دی چې پر ځان اعتماد کول د جهاد درجه لري.
  •        هغه څوک چې په خپلو صلاحيتونو باندې باور لري، هغه ناکامي هيڅکله نه مني، مسلسل کوشش کوي تر څو چې مقصود ته  نه وي رسيدلای.
  •        په خود اعتمادي کې ژوند دی.
  •        کله چې اخلاص او اعتماد ختم شي، نو انسان د ژوند په هيڅ يوه لاره نشي کاميابيدی.
  •        په کوم انسان کې چې د خود اعتمادي ماده نوي، هغه هيڅکله په دنيا کې ترقي نشي کولای.
  •        که تاسو په خپل ځان اعتماد وکړی، بيا نور هم په تاسو اعتماد کوي.
  •        د ژوند زهر څه شی دی؟ ويره، مايوسي او وهم.
  •        د ژوند دواء څه شی دی؟ حوصله، قوت او خود اعتمادي.
  •        په جنګ کې اسلحه نه جنګيږي، بلکه په مورچه کې د ناست عسکر زړه جنګيږي، زړه يې هم نه جنګيږي، بلکه په زړه کې موجود اعتماد يې جنګيږي.

هغه څوک چې پر خپل ځان کمزوری باور لري، په پرله پسې ډول له خپل ځان سره منفي فکرونه او سوچونه کوي، په داسې حال کې چې د منفي فکرونو او سوچونو پر ځای مثبته پالنه کولای شي چې پر خپل ځان باور مو زيات کړي او په ژوند کې لا زياتې برياوې ترلاسه کړی، ښايي د تاسو هم کله ځانته پام شوی وي چې په يو ټولنيز موقعيت کې خبرې کول درته ستونزمنې وي، په داسې حال کې چې د يوې ډلې پر وړاندې يا په يو مسلکي ځای کې پر خبرو کولو باندې چې تاسو د موضوع په اړوند پر خپلې پوهې او معلوماتو ډاډمن ياست هېڅ کله هم له ورته ستونزو سره نه مخ کېږی، ياپه بل عبارت کله چې د يو داسې ټولي او ډلې پر وړاندې درېږی چې احساس کوی او غواړی چې پر نورو باندې د اغېز ښندلو داسې لارې وټاکی تر څو مو په ټولنيز ډول مطرح کړي، نو له زياتو ستونزو سره مخ کېږی، کله مو فکر کړی چې ښايي دغه ستونزه مو د کوچنيوالي په دورې پورې تړاو ولري؟ يا په دې دوره کې له تاسو سره د مور او پلار چلند څه ډول وو؟

آيا تل د دواړو يا له هغو څخه د يوه په بنسټيز ډول او آم هره ورځ د نيوکو، ترټنو او مخالفت سره نه مخ کيدی؟

د اروا پوهنې هغه شنونکي چې د شخصيت په جوړېدنه کې په ژوره توګه د کوچنيوالي د دورې اغېزو ته معتقد دي وايي: په قطعي ډول د دغو ستونزو ريښې د کوچنيوالي د دورې له ستونزو څخه مېنځته راغلي او تکرار يې د فرد په اروا او فکر کې د ثبات وجه شوې ده، نو مونږ بايد ومنو چې له ماشوم سره د مور او پلار مخالفت او د هغه رټل به د ماشوم پر راتلونکي شخصيت باندې خپلې ژورې اغېزې پرېږدي، اګر چې د دې اغېزو څرنګوالی به مونږ ته مشخص نه وي او ځانګړو پلټنو ته به اړتيا ولري.

بې له شکه چې د هرې اروايي ستونزې د رغونې لپاره لومړنی ګام د هغو عواملو پېژندل دي چې د دې ستونزې په جوړولو کې يې مهم رول لوبولی دی، بيا د هغو لارو چارو پېژندل چې زمونږ په فکر او کړو وړو کې بدلون راوستلای شي، آيا په مثبت پالنې، مثبت غږېدلو او مثبت تاکيد سره کولای شو چې پر خپل ځان د باور زياتولو لپاره په خپل ځان کې بدلونونه را مېنځته کړو؟ د دې سوال ځواب مثبت دی، دغه کړنلارې راسره مرسته کوي چې يو ډاډمن او تلپاتې ذهني وضعيت خپل کړو کوم چې د دغو بدلونونو بنياد شمېرل کيږي، په خواشينۍ سره مونږ تل خپل ځانونه تخريبوو چې په پايله کې زمونږ د ستونزو د ژوروالي او ډېروالي لامل ګرځي، دا پروسه په اوتومات ډول رامېنځته کيږي، د دې ډول يوه ساده بېلګه کيدای شي دا ټينګار وي چې: زه قهرجن او غصه ناک يم! نو د هغه څه په اړه چې مونږ يې کوو، د ډېرې پوهې په لاسته راوړلو او د ګټورو لارو په ټاکلو سره کولای شو چې په خپل ژوند او کړو وړو کې بدلون راولو.

د ماشومانو دايمي مخالفت او رټل هېڅکله هم د روزنې يوه ګټوره لار نه ګڼل کيږي، بلکې ددې پر وړاندې هغه مېندې او پلرونه چې معمولاً خپل ماشومان هڅوي د هغوی په برياليتوب کې مرسته کوي، بې له شکه دواړه کړنلارې، رټل او هڅول، د انسان په کړو وړو اغېزه لري، نو که چېرته يو چا د وړکتوب ښه دوره نه وي لرلې، اوس بايد په خپله پلټنه وکړي او له خپل ځان سره مرسته وکړي او داسې شرايط ځانته برابر کړي چې پر خپلو ويناوو او کړو وړو کې د مثبتې پالنې له لارې پر خپل ځان خپل باور پياوړی کړي.

هېڅکله هم د خپلې مور او پلار رټنې له ځان سره مه تکراره وی، سمه ده چې دا مسئله به ستاسو پر ذهن کې پرته وي خو تاسو يې تکرارولو ته اړ نه ياست، د يو لړ داسې نويو فکرونو رامېنځته کول چې وکولای شي ستاسو د موخو په لاسته راوړو کې مرستندوی ثابت شي ډېر ارزښتمن دي، تاسو بايد دغه فکرونه په ورځ کې څو ځله تکرار کړی تر څو يوې پايلې ته ورسېږی، د ژوند په هره دوره کې مثبته پالنه د منفي پالنې په شړلو کې مهم رول لري او فکرونه تل بايد داسې وي: زه خوښ يم، نن زه خوښ يم، نن زه په رښتيا چې خوښ يم، زه په رښتيا چې د پام وړ يم او د هر چا په زړه کې ځای لرم، زه په حيرانوونکي ډول په خپل ټولنيز ژوند کې بريالی يم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x