ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (8)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

په مور او پلار مصرف وکړئ

قال الله تعالی
[يَسْـَٔلُوْنَكَ مَا ذَا يُنْفِقُوْنَ١ؕ۬ قُلْ مَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْاَقْرَبِيْنَ وَ الْيَتٰمٰى وَالْمَسٰكِيْنِ وَ ابْنِ السَّبِيْل].
ژباړه : پوښتنه کوي له تا نه (اې محمده ! مؤمنان) چې څه شی مصرف کړي دوی (په لاره د الله کې؟) ووايه (اې محمده !) هر شی (لږ يا ډير) چې صرفوی يې (خرچ کوی يې) تاسې له مالونو څخه نو (يې مصرف کړئ) لپاره د مور پلار او (لپاره د) خپلوانو او (لپاره د) يتيمانو (پلار مړيو) او مسکينانو (چې څه شی نه لري) او (لپاره د) مسافرانو.

حضرت ابن عباس رضي الله عنه فرمايلي : د دې شان نزول دا ده چې عمرو بن جموح رضي الله عنه کوم چې د احد په جګړه کې ووژل شو، يو ډير سپين ږيری او ډير مالدار سړی وو، هغه راغی له رسول الله صلی الله علیه وسلم يې پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! خپل مال په څه ډول د الله لپاره ورکړم؟ نو دا آيت نازل شو چې تر ټولو لومړی حق د مور او پلار دی، بيا د نورو خپلوانو، يتيمانو، مسکينانو او مسافرو.

د آيت مطلب دا ده چې اې نبي ! خلک له تا څخه پوښتنه کوي چې څه ډول مصرف وکړي؟ ته هغوی ته ووايه چې په هغو خلکو يې وکړئ کوم چې په آيت کې ذکر شوي.

په حديث شريف کې راغلي : په خپله مور مصرف وکړئ، په خپل پلار يې وکړئ، په خپله خور او ورور يې وکړئ، بيا يې درجه په درجه په نږدې خلکو وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x