نظــر

نیوکې نظام نه نړوي

 لیکوال او ژورنالیست: اجمل اند
لیکوال او ژورنالیست: اجمل اند

اجمل اند-

خلک ځوریدلي دي . کلي او ښارونه یې د اور په لمبو کې سوزي او د بې کارۍ کچه په تېرو څوارلسو کلونو کې تر ټولو لوړې سطحې ته رسیدلې ده . ورسره د شویو ژمنو په سلو کې لس یې هم په تېر یو نیم کال کې نه دي پوره شوي . نو نیوکې به کوي ، اعتراضونه به کوي او خپله ناخوښې به څرګندوي .

دا به عادلانه نه وي چې وویل شي، هر څه سمې خواته روان دي او د انتقاد لپاره ځای نه شته . او دا به هم عادلانه نه وي چې وویل شي، ټولې ستونزې د ولسمشر او دده د ملګرو له لاسه دي .

خو داسې ښکاري چې حکومتي چارواکي او ملګري یې د هیڅ نیوکې زغم او حوصله نه لري. د ښاغلي نبیل په اړه له ولسمشر څخه د یو خبریال پوښتنې چې هغه یې احساساتي کړ او چیغې یې پیل کړې ددې زغم د نشتوالي او یا کموالي ښه بیلګه ده .

راځئ ومنو چې لا هم د اعتراضونو او نیوکو لپاره په اداره کې ډير ځایونه شته . خلک باید پرېښودل شي چې په سیستم او روانو چارو خپل اعتراضونه په ډاګه کړي . په نیوکو نظامونه نه نړیږي بلکې که د نظام چارواکي ورته زغم وکړي ، په پراخه سینه یې واوري ، ویې ارزوي او له مخې یې خپلې چارې تنظیم کړي د نظامونو له ټینګښت ، پایښت او سمون سره مرسته کولی شي .

په دې کې هم شک نه شته چې پر نظام ځینې مغرض افراد او ډلې انتقادونه کوي چې له بهره خړوبیږي ، خو دا په دې معنی نه هم ده چې پر حکومت او چارو یې هر اعتراض له بهره سرچینه اخلي او دننه په هیواد کې د عامو او مخلصو ځوانانو انتقادونه او نیوکې هم دښمني وبلل شي او پر خولو یې د لاس اېښودلو هڅې وشي .

ولسونو تل خپلو ډیرو ناکاره چارواکو ته هم زغم کړی ، خو د واک پر ګډۍ ناست باید د ولس په پرتله د خلکو د اعترضونو او نیوکو لپاره څو چنده پراخه سینه، اوریدونکي غوږونه او لوی زغم ولري .

څو چې خلک په خبرو خپل اعتراضونه چارواکو ته رسولی شي ، ټوپکو ته نه لاس کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x