
۱۹ کلنو ملي لوبډلې د زیمبابووي لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۴ل): نن د افغانستان او زیمبابووي د ۱۹ کلنو لوبډلو تر منځ یوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه. د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې دغې لوبې کې سیالې لوبډلې ته په پنځو ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۵۹ توپونه پاتې ول ماتې ورکړه.
د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د ډګر ساتنې غوره پریکړه وکړه. د زیمبابووي زیات شمیر توپ وهوونکي د ضیاء الرحمن د پیاوړې توپ اچونې ښکار شول او د ستر هدف په ټاکلو بریالي نه شول.
د زیمبابووي لوبډلې په ۴۶.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د مورې او مشېنجې غوره توپ وهنې په مرسته ۱۹۷ منډې جوړې کړې.
د زیمبابووي لوبډلې لپاره مورې په ۶۲ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۷ او مشېنجې په ۷۲ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۷ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.
نننۍ لوبې کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره ضیاء الرحمن حیرانوونکې توپ اچونه وکړه. ضیاء الرحمن خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۳۰ منډو ورکولو سره ۷ ویکټې واخیستې.
د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې ټاکل شوی هدف د طارق، راشد خان او پرویز ملکزی غوره توپ وهنې په مرسته په ۴۰.۱ اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.
د افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخه کې طارق په ۷۳ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ او راشد خان په ۳۶ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۴۵ منډې جوړې کړې.
پرویز ملکزی هم دغې لوبې کې غوره توپ وهنه وکړه. پرویز ملکزی په ۴۰ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
ضیاء الرحمن دغې لوبې کې د پیاوړې او حیرانوونکې توپ اچونې له امله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.