توپیر / حمدالله فطرت

د یوه بډایه او شتمن کس تقاضاوې سترې وي

د بیلګې په توګه د وروستي ماډل موټر، پنځه پوړیزې ودانۍ او د شهرت و عزت د درلودلو هیله لري، د ښه ستر او ګټور تجارت فلان ګذاري او د نړۍ د سیل او سیاحت ارمان لري…

او د یوه بیوزله کس بیا تقاضاوې وړې خو په زړه پورې وي ، بیوزله کسان هیله لري چي د شتمنو له شر څخه خوندی وي، له خپلو بچیانو سره یوځای یوه ګوله مړۍ ور ورسي، یعني په روغ بدن قوت لایموت ورته لوی نعمت بریښي، تر ټولو ستره ارزو یې د ناروغې میرمنې صحت وي، ارمان یې د لور او زوي لپاره د مناسبې جوړو موندل او د بچیانو د ښادي لیدل وي.

د قرضونو ادا کول او د عزت د کار موندل یې نوې هیله وی.

شتمن فکر کوي چي دوی دي چي له ژونده یې خوند اخیستی او دوی دي چي د ژوند ټول رنګونه یې لیدلی او خوندونه یې څکلي.

خو په اصل کي د یو نیستمن خو قانع کس ژوند په بې شمیره خوندونه او رنګونو مالامال وي، ځکه غریبان د ژوند له سطحي نعمتونو څخه ډیره مزه اخلي.

له ژوند څخه خوند اخیستو د پاره بډایتوب او غربت شرط نه دي، بلکه قناعت کول د ژوند خوند او ښکلا لس برابره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د