افغانستان

بي بي سي پښتو : اربکیانو خلک داړلي .

بي بي سي پښتو ډاټ کام  ویب پاڼه وایي دکابل چارواکو پنځه تنه اربکیان  او دوه پولیس  له دې امله نیولي چې خلک یې داړل ، دمحلي پولیسو عمومي قومندان علي شاه احمدزي  بي بي سي ته ویلي چې نیول شویو اربکیانو دخلکو په غوږونو خولې ورلګولې او داړل یې ، داحمدزي په وینا نیول شویو کسانو دوه تنه ښځې هم وژلي ده ، خونوموړي دا ونه ویل چې دغه ښځې یې هم په داړلو وژلې او که  په ټوپک یې ویشتلي دي .

 

د بي بي سي د راپور له مخې دغه خروړي اربکیان دکندز په چاردره او دشت ارچي ولسوالۍ کې نیول شوي ، په دوی باندې تور دی ، چې دخلکو په خوړلو سربیره یې په کلیوالو باج هم مقرر کړی وو ، او ډیر خلک یې ځورولي هم دي .

څه موده وړاندې تاند ویب پاڼې یوه ویډیوه خپره کړه چې یوه اربکي قومندان له خپل ملګري څخه په عام محضر کې جامې ایستلي وې او بیایې ترې فلمبرداري کړې وه ، په شلګر کې د ډولا په نامه دیوه اربکي په اړه خلک وایي چې دخپلې پوستې په بام به یې لوڅ لپړ اتڼ واهه ، ترڅو دده په  خبره ( تاریخ ) جوړ کړي ، داربکیانو تر منځ داقسم ډول ډول نادودې پخوا ډيرې لیدل شوي ، خو دالومړی ځل دی ، چې دخلکو په خوړلو او داړلو پیل کوي .

د تنظیمي جګړو په مهال  دکابل دسروبي په سیمه کې دزرداد کومندان  په اړه مشهوره ده چې  دعبدالله شا په نامه یو خروړی  سړی یې درلود ، چې دکومندان په امر به یې په خلکو حملې کولې او غوښې به یې په غاښونو ترې بیلولې ، عبدالله شاه  څوکاله وړاندې  دکابل تنظیمي چارواکو په دې خاطر اعدام کړ، ترڅو دخپل ماضي یو ژوندی سند له منځه یوسي ، مګر داچې اوسنیو اربکیانو په پراخه کچه  داړلو ته مخه کړي ، معلومیږي چې تاریخ په خورا شرموونکي او بوږنوونکي بڼه تکراریږي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x