
اشرف غني د ټاپي پروژې اړوند د خواجه اصف څرګندوني رد کړې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف هغه څرګندوني په کلکه رد کړې ، چې نوموړي ویلي وه، د ټاپي پروژې د امنیت په خاطر به پاکستان د افغان طالبانو سره اړیکه ونیسي.
اشرف غني د خواجه اصف څرګندوني دد هغه تعهداتو خلاف بللي چې دواړو هیوادونو د یوه بل په داخلي چارو کې د نه مداخلې په اړه کړي.
نوموړي ویلي د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د عامه تاسیساتو او د ټاپي د پروژې څخه دفاع کولای شي.
د ټاپې ګازو نل لیکه په افغانستان کې د هرات، فراه، هلمند او کندهار په هغو سیمو کې تیریږي چیرې چې طالبان واکمن دي.
د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پاکستان یو شمیر جګپوړي چارواکي اوس هم د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلې هیله لري. او د پاکستان څخه یې غوښتي چې د تروریزم په خلاف مبارزه کې دي پر خپل کړیو تعهداتو عمل وکړي او خپل جګپوړي چارواکي دي د غیر مسؤولانه څرګندونو څخه را وګرځوي.
خواجه اصف ویلي وه چې د ټاپي پروژې تر ټولو لویه ستونزه په افغانستان کې د امنیت ده، او زیاته کړې وه چې ددغه پروژې د امنیت په خاطر به د افغان طالبانو سره اړیکه نیسي.
د تاپي د ګازو نل لیکي د پروژې رسمي پرانیستنه نن ورځ (یکشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل) تر سره شول، د پرانیستني په غونډه کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په ګډون د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم ګډون کړی وو.
د ۱۷۰۰ کلیومتره اوږدې نل لیکې په مټ به له ترکمنستان نه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته هر کال ۲۷ ملیارده متر مکعب ګاز صادر کړل شي، چې ۲ ملیارده به یې افغانستان، ۱۲ ملیادره پاکستان او پاته هندوستان ته صادریږي.
که دا پروژه عملي شي، نو له برکته به یې د افغانستان دولت په ملیونونو ډالر عاید تر لاسه کړي، او همداسي به ۱۲ زره کسانو ته په هیواد کې دننه د کار فرصت برابر شي.